تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کرېکټ: افغانستان بنګله دېش ته په اوو وېکټو ماته ورکړه او د لوبلړۍ پایلوبې ته ووت
افغانستان د کرېکټ یو ورځنیو لوبو د درې هېوادیزې لوبلړۍ په سیالۍ کې بنګله دېش ته په اوو وېکټو ماته ورکړه او د دې لوبلړۍ پایلوبې ته ووت.
د افغانستان، بنګله دېش او زېمبابوې ترمنځ کېدونکې دا یو ورځنۍ لوبې، د افغانستان په کوربتوب په متحده عرب اماراتو کې ترسره کېږي.
د نننۍ لوبې پچه بنګله دېش وګټله او لومړی یې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه خو ټول لوبغاړي یې په ۱۶۰ منډو وسوځېدل.
افغانستان په ځواب کې د بنګله دېش د ۱۶۱ منډو ټاکلی هدف په ۳۶ اوور کې د دریو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.
د افغانستان لپاره لوبډلمشر رحمت شاه تر ټولو ډېرې (۶۷) منډې وکړې. د ده ترڅنګ حشمت الله شهیدي ۳۶ او ابراهیم ځدراڼ ۳۴ منډې وکړې.
رحمان الله ګوربز او صدیق الله اتل بیا ژر خپلې وکټې له لاسه ورکړې.
بل پلو د بنګله دېش د سر څلور لوبغاړي، تنزيد، سوميا، شانتو او هريدوی ټول په ۲۸ منډو وسوځېدل. ورپسې فروېز حسین او سیف حسن لوبه يو څه قابو کړه، دوی دواړو په ترتیب سره ۷۰ او ۴۱ منډې جوړې کړې.
په نننۍ لوبه کې راشد خان یو ځل بیا ښه بالېنګ وکړ او ۴ لوبغاړي یې وسوځول.
د ده تر څنګ عظمت الله عمرزي او يمن احمدزي هر يوه دوې دوې وېکټې، بلال سميع او محمد نبي بيا يوه یوه وېکټه واخیسته.
دا لوبه پر دغو دواړو سيالانو سربېره زېمبابوې سره د دريو هېوادونو لوبلړۍ ده، چې افغانستان او زېمبابوې په کې يوه يوه لوبه ګټلې ده.
افغانستان کرېکټ د تلې (میزان) پر ۲۷ اکتوبر (۱۹) په دې لوبلړۍ کې زېمبابوې ته د ۱۵۸ منډو په لوی توپير ماته ورکړه.
د دې لوبلړۍ له پايته رسېدو وروسته له زېمبابوې سره د دريو شل اوريزو سياليو لوبلړۍ پلان شوې ده.
د افغانستان کرېکټ بورډ له مخې، د یادې شل اوریزو لوبلړۍ له پايته رسېدو سره سم به له زېمبابوې سره لومړۍ ټېسټ لوبه د نومبر مياشتې پر پنځمه او دويمه د همدې مياشتې پر ۱۳ نېټه پیل شي.
د افغانستان کرېکټ بورډ، دا لوبلړۍ د افغانستان، بنګله دېش او زېمبابوې کرېکټ بورډونو ترمنځ د اړیکو لا پیاوړتيا او پراختيا کې مهمه بولي.
افغان لوبډلې په تېر اګست کې له ایرلنډ سره څلور یو ورځنۍ لوبې درلودې او ټولې یې وګټلې.