تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ترکیه، پاکستان، قطر او اندونیزیا د "بدر تړون" کې یو ځای شول
پاکستان، ترکیې، قطر او اندونیزیا د "بدر تړون" د هوکړې پر لومړني سند لاسلیکونه وکړل. د ترکیې د دفاع وزارت په وینا، په دې تړاو د چهارشنبې پر ورځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې ناسته وربلل شوې وه.
د وزارت په ویناپاڼه کې ویل شوي د "بدر د هوکړې یادداشت" لاسلیک، چې د دوی د دې لېوالتیا څرګندونه ده چې غواړي خپلې همکارۍ ژورې او شراکتونه لا پراخ کړي.
د ترکیې دفاع وزارت ویلي: "دا تړون د پام وړ اقتصادي اهمیت لري."وزارت زیاته کړې چې د دغه هوکړې موخه په پوځي تولیداتو کې د همکارۍ پیاوړتیا، د پوځي وړتیاوو لوړول، او د پوځي تخنیکي روزنې، څېړنې او پراختیا په برخو کې د ګډ کار چارو ته وده ورکول دي.
اعلامیه کاږي "د هر هېواد له ځانګړو پوځي تولیدي ظرفیتونو په ګټې اخیستنې سره، دا نوښت به د همکارۍ او یوځای کېدو زمینه برابره کړي، د دفاعي صنعت وړتیاوې به پیاوړې کړي، او د متحدو او ملګرو هېوادونو د اړتیاوو په پوره کولو کې به مرسته وکړي."
پر دغه سند د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف، د اندونیزیا د دفاع مرستیال وزیر یوسف جوهري، د ترکیې د دفاع وزیر یاشار ګولر او د قطر د دفاعي چارو چارسمبالی وزیر شیخ سعود بن عبدالرحمن بن حسن ال ثاني لاسلیک و کړ.
د دې تړون موخه د څلورو واړو هېوادونو ترمنځ د دفاعي تولیداتو په برخه کې د همکارۍ پراخول، د د دفاعي وړتیاوو پیاوړي کول، او د تخنیکي او پوځي چارو، روزنې، څېړنې او پراختیا په اډانو کې د دوه اړخیزې او څو اړخیزې همکارۍ همغږي کول او پیاوړتیا یاده شوې ده.
د ترکیې دولتي ټلویزیون ویلي، دا "تړون به د څلورو واړو هېوادونو ترمینځ متقابل باور نور هم پیاوړی کړي او ورسره به په نړیواله کچه د ترکیې د دفاعي صنعت دریځ ټینګولو کې مرسته وکړي."
رپوټ کې دا هم ویل شوي چې، دا ګام به د نویو ټیکنالوژیو او صنعتي وړتیاوو په پراختیا کې ونډه ولري، چې له عصري دفاعي سیسټمونو سره سم دي.
بدر په عربۍ ژبه کې بشپړې میاشتې ته ویل کېږي.
د ترکیې دولتي ټلویزون وايي د تړون نوم هم له همدې مناسبته اخیستل شوی، "ځکه چې د دې تړون له مخې به دا څلور هېوادونه د یو بل وړتیاوې بشپړوي."
پاکستان او ترکیې تېر اګسټ میاشت کې د مکې تړون په نوم یوه ټلواله کې له سعودي سره امنیتي هوکړه لاسلیک کړې. که څه هم د یمن له حوثي انصارالله ډلې سره د سعودي پوځي ښکېلتیا کې له دواړو هېوادونو سره ناستې او سلامشورې شوي خو ترکیې ویلي چې دغه جګړې ته به پوځیان ونه لېږي.
ترکیه، چې د ناټو دویم لوی پوځ او پیاوړی دفاعي صنعت لري، د ایران جګړې پر مهال د قطر په ګډون له خلیجي هېوادونو سره د هغوی د دفاع په پیاوړي کولو کې مرسته کوي.
انقره له اندونیزیا سره هم ځانګړې او په دفاعي صنعت کې نږدې اړیکې لري.
د ترکیې د دفاعي صنایعو ریاست مشر هلوک ګورګون وویل چې دغه تړون د ګډ تولید او ټیکنالوژۍ د پراختیا لپاره د "ستراتیژیکې همکارۍ" بنسټ دی.