روسیې د څو اروپايي چارواکو له تېرېدو لږ شېبه وروسته پر یوه اوکراییني اورګاډي برید وکړ
هغه مهال چې د بریتانیا پخوانی لومړی وزیر بوریس جانسن او د اروپا یو شمېر لوړپوړي امنیتي چارواکي لږ مخکې له همدې پټلۍ تېر شوي وو، د اوکرایین او پولنډ پولې ته نژدې پر یوه اورګاډي روسیې د ډرون برید وکړ.
اوکراییني چارواکي وایي، په یاهودین سیمه کې دغه برید د اورګاډي انجن په نښه کړی، خو کومه مرګژوبله نه ده اوښتې. د چارواکو په وینا، ټول مسافر تر برید مخکې ایستل شوي وو.
بوریس جانسن او د اروپايي هېوادونو د ملي امنیت یو شمېر سلاکارانو چې د بریتانیا جوناتن پاول هم پکې شامل و، د کیېف له یوې غونډې د ستنېدو پر مهال د همدې پټلۍ له لارې، خو په بل اورګاډي کې سفر کړی و.
روسیې ویلي چې په لوېدیځ اوکرایین کې یې د "اورګاډي زېربنا" په نښه کړې ده، خو د اوکرایین دولتي رېل ادارې اوکرزالیزنیتسیا وايي، "ډېره شونې ده د دې ډرون اصلي هدف دیپلوماتیک اورګاډی و."
د امریکا د څارګرې ادارې سي ای اې پخواني مشر ډېوېډ پاټریوس، چې د برید پر مهال په یاهودین تمځای کې په یو بل اورګاډي کې ناست و، دغه پېښه "وېروونکې" بللې ده.
هغه له نیویارک ټایمز سره په خبرو کې وویل: "دا د یوه رښتیني وحشي مشر عمل دی چې هڅه کوي اوکراییني ملکي وګړي ووېروي."
اوکرزالیزنیتسیا په یوه بیان کې وايي، دیپلوماتیک اورګاډی د سفر د مهالویش د بدلون له امله تر ټاکلي وخت مخکې له تمځای څخه روان شوی و، ځکه د روسي بریدونو د دوامداره ګواښ اندېښنه وه.
دغې ادارې زیاته کړې چې د روسي جېټ ماشین لرونکي ډرون تر برید یوازې ۱۵ دقیقې مخکې د مسافرو د ایستلو امر شوی و.
اوکراییني او پولنډي چارواکي وايي، دغه برید د پولنډ له پولې شاوخوا دوه کیلومتره لېرې شوی دی.
د سویډن پخواني لومړي وزیر کارل بیلډټ، چې هغه هم په کیېف کې کنفرانس ته تللی و، بي بي سي ته وویل، د دوی په اورګاډي کې سپرو کسانو ته د ایستل کېدو د چمتووالي امر شوی و، خو وروسته ورته ویل شوي چې خطر له منځه تللی او سفر ته دوام ورکولی شي.

د عکس سرچینه، DSNS via Reuters
هغه وویل: "په هغه اورګاډي کې چې زه پکې وم، له تم کېدو وروسته موږ ته د احتمالي ایستل کېدو لپاره د چمتووالي لارښوونه وشوه، خو څو دقیقې وروسته خبر راکړل شو چې وضعیت خوندي دی او کولی شو خپل سفر ته دوام ورکړو."
نوموړي زیاته کړه چې د دوی اورګاډی وروسته په خوندي ډول د پولنډ د دوروهوسک سرحدي تمځای ته ورسېد.
داسې ښکاري چې روسیه د اوکرایین پر ضد خپله جګړه لا پسې پراخوي او د اورګاډو، د اورګاډي تمځایونو او ډیپوګانو، د تېلو پمپونو او سرحدي تګ راتګ لارو په نښه کولو ته یې زور ورکړی دی.
د دې اوونۍ په پیل کې د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي وویل، د روسیې ډرونونو په برید کې د اوکرایین او مالدووا ترمنځ په یوه سرحدي تګ راتګ ځای کې دوه کسان ووژل شول.
دغه راز د همدې اونۍ په ترڅ کې د اوکرایین په سویل کې پر یوه مسافر وړونکي اورګاډي د روسي ډرون په برید کې یوه ښځینه کارکوونکې ووژل شوه. د میاشتې په پیل کې په کیېف کې پر یوه ډیپو د برید له امله د اوکرایین د اورګاډو ادارې شپږ کارکوونکي هم وژل شوي وو.
د روان کال په جنورۍ کې، زېلېنسکي د اوکرایین د خارکیېف سیمې په شمال ختیځ کې پر یوه له خلکو ډک مسافر وړونکي اورګاډي د روسیې برید "ترهګري" وبلله. په هغه برید کې پنځه کسان وژل شوي وو.

د عکس سرچینه، Global Images Ukraine via Getty Images
د روسیې هغو بریدونو د اوکرایین رېل پټلۍ او د اورګاډو شبکه په پراخه کچه سخته زیانمنه کړې ده. د ۲۰۲۲ کال د بشپړ روسي یرغل له پیل راهیسې ټول هوايي سفرونه ځنډول شوي او د میلیونونو اوکرایینیانو لپاره اورګاډی د تګ راتګ اصلي وسیله ګرځېدلې ده.
اروپايي هېوادونه هم روسیه په خپلو خاورو کې د ځینو مشکوکو پېښو مسووله بولي.
تېره اوونۍ جرمني وویل چې اګست میاشت کې د لایپزیګ په هوايي ډګر د ډرون برید تر شا روسیه وه، خو مسکو دغه تورونه "بې مانا" او "د خندا وړ" وبلل او رد یې کړل.
له ایټالیا تر استونیا پورې په پوځي او دفاعي تاسیساتو کې د اور لګېدنې یو شمېر مشکوکې پېښې هم شوې دي، او ځینو اغېزمنو هېوادونو پړه پر روسیې اچولې ده.
بل لور روسي چارواکو هم په وروستیو میاشتو کې پر اوکرایین تور پورې کړی چې اورګاډي او بسونه یې په نښه کړي دي.
تېر کال، د اوکراین امنیتي خدمتونو ادارې (اېس بي یو) وویل چې له څو میاشتو عملیاتو وروسته یې په کریمیا کې د اورګاډي یو پل په نښه کړی و.
د کریمیا پل، چې د 'کرچ پل' په نوم هم پېژندل کېږي، روسیې په ۲۰۱۴ کال کې د کریمیا ټاپووزمې تر اشغال او الحاق وروسته جوړ کړی و. دغه پل په ۲۰۱۸ کال کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په پراخو مراسمو سره پرانیست.



















