لسیزې په کرونده کې بوخته حبیبه

د ویډیو تشریح، لسیزې په کرونده کې بوخته حبیبه
لسیزې په کرونده کې بوخته حبیبه
د خپرېدو وخت

د افغانستان ختیځ نورستان ولایت په یوه سیمه کې ښځینه بزګرانې د واورو پوښل شوو غرونو په منځ کې د خپلې ټولنې د بقا لپاره مهم رول لوبوي.

حبیبه، چې د کروندې د هرزه بوټو په پاکولو بوخته وه، ویاړي چې له څو لسیزو راهیسې په نورستان په ولایت کې په کرنه بوخته ده.

هغه وايي: "کله چې په مني کې له خپلو کروندو غنم، لوبیا، کچالو او جوار راټول کړو او کور ته یې راوړو، موږ خوشحاله کېږو."

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) ۲۰۲۶ کال د ښځو د کرنې د نړیوال کال په توګه اعلان کړی، چې په ځانګړي ډول دې ته پام واړوي چې د خوړو د خوندیتوب په ټینګښت کې د ښځو مهم رول تر ډېره نه لیدل شوی او نه دی پېژندل شوی.