پاکستان کې پر تېلو د مالیې خلاف لاریونونه

د ویډیو تشریح، پاکستان کې پر تېلو د محصول خلاف لاریونونه
پاکستان کې پر تېلو د مالیې خلاف لاریونونه
د خپرېدو وخت

د پاکستان په کراچۍ، لاهور،‌ اسلام اباد او ګڼو نورو ښارونو کې زرګونو کسانو پر تېلو د محصول خلاف لاریونونه کړي‌.‌

دا سراسري لاریونونه د جماعت اسلامي ګوند په غوښتنه ترسره کېږي. د دغه ګوند مشر حافظ نعیم الرحمان په لاهور کې راټولو شویو احتجاج‌کوونکو ته په وینا کې، د پاکستان په اوسنیو ناوړه اقتصادي شرایطو کې د پیټرولیم محصول زیاتی وباله او ویې ویل حکومت به اړ باسي چې له دې پرېکړې په شا شي.‌

د پټرولیم محصول د هر لیټر پر سر ثابت مالیه ده چې د فدرال حکومت لخوا د سونتوکو د وارداتو یا په کور دننه د پلور په وخت کې لګول کیږي.

دغه محصول د عمومي مالیاتو برعکس داسې عواید دي، چې د ملي مالي کمېسیون د اصولو له مخې له ایالتي حکومتونو سره نه شریکېږي.

پاکستان کې تازه د یو لیټر پرچون پېټرول بیه څه باندې ۳۲۷ او یوه لیټر لوړ سرعت ډیزل (اېچ‌اېس‌ډي) بیه نږدې ۳۸۱ کلدارې اعلان شوې.

په دې کې فدرال حکومت پر هر لیټر پېټرل ۱۱۴ او پر ډیزل ۱۰۰ کلدارې محصول اخلي.