تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سوریه کې د "داعش" اړونده کورنیو ۱۳ کسان استرالیا ته ستانه شول
له اسلامي دولت نومې ډلې سره تړاو لرونکو کورنیو ۱۳کسان بېرته خپل هېواد اسټرالیا ته ستانه شوي دي. دوی د سوریې شمال ختیځ حسکه سیمه د "الروج" پنډغالي کې په توقیف کې وو.
دا کسان چې له ۲۰۱۹ کاله په دې کمپ کې وو، د ستنېدو مسله یې په اسټرالیا کې توده سیاسي موضوع ګرځېدلې وه.
دوی کې درې مېرمن او اته کوچنیان شامل دي. د دوی په اړه فکر کېږي چې دیوې کورنۍ غړي دي. دوي داسترالیا پر وخت نن پنجشنبه ناوخته ملبورن او یوه بله مېرمن خپل کوچني سره سیډنی ته رسېدلې دي.
پولیسو له وړاندې ویلي دي چې ځینې مېرمنې به رسېدو سره نیول کېږي او له پاتو به "نورې پلټنې هم کېږي."
ملبورن ته رسېدلې ډلې په اړه راپور ورکړل شوی دی چې په کې یو نیا کوثر عباس د هغې دوه لوڼې زینت او زهرا احمد او دهغوی اته کوچنیان یو ځای دي.
کوثرعباس د محمد احمد په نوم د یوتن مېرمن ده چې د یوې مرستندویه بنسټ چارې یې سمبالولې. پولیس شک کوي چې داعش ته یې پېسې لېږلې دي.
محمد احمد په ۲۰۱۹ کال د ای بي سي تلویزون سره خبرو کې پر ده لګېدلي تورونه رد کړي دي. دغه تلویزون دی سوریه کې یو زندان کې معلوم کړی و.
هغه مېرمن چې سېډني ته ستنه شوې ده سیمه ییزو خبري رسنېو یې نوم "جناي سفر" ښودلی دی. دې سره نهه کلن زوی هم ملګری دی. زوی یې سوریه کې زېږېدلی دی.
جناي سفر له دې وړاندې په سېډني کې د نرسنګ یوه زده کوونکې وه، او په ۲۰۱۵ کال کې سوریې ته له تللو وروسته یې د راپورو له مخې د اسلامي دولت نومې ډلې له یوه وسله وال سره واده کړی و.
په ۲۰۱۹ کال کې یوې مرکې کې دې ویلي و په خپله خوښه سوریې ته تللې وه او د نیول کېدو او د زوی د اخیستو له وېرې نه غواړي چې اسټرالیا ته لاړه شي.
د دې کسانو له ستنېدو وړاندې د چارشنبې پر ورخ د پولیسو مشر کرېسي برات تایید کړې وه چې ځینې مېرمنې به نیول کېږي او محکمې ته به وړاندې کېږي. دوی په احتمالي توګه د ترهګرۍ اړونده تورونو سره مخامخ کېدی شی. د بېلګې په توګه له خطره ډکو سیموته د ننوتو اوهلته پاتې کېدو تورونه به پر دوی ولګول شي.
دا ۱۳ کسان د هغه ۳۴ وګړو له ډلې دي چې فکر کېږي د "داعش" دغړو مېرمنې، کونډې او کوچنیان په کې دي.
دوی د فبرورۍ میاشت کې له توقیفځایه وتلي وو، خو "دتخنیکي" چارو له امله بېرته پنډغالي ته ستانه شوي و، ځکه چې د اسټرالیا حکومت په رسمي ډول استرالیا ته د هغوی له لېږدولو ډډه کوله.
د روان کال په لومړیو کې له دې کسانو یو یې " لنډ مهالي بندیز پرېکړې" له امله استرالیا ته له ستنېدو منع کړی شوی دی. د دې معنا دا ده چې دا سړی به تر دووکلونو اسټرالیا ته نه شي ستنېدلی.
استرالیا ته د روانېدو درشل کې دوحې کې الوتکې ته دختلو پرمهال ستنېدونکو مېرمنو د ای بي سي تلویزون ته ویلي دي " ډېرې خوشاله دي او استرالیا موږ ته دجنت په څېرده".
یوې ویل " موږ یوازې غواړو چې کوچنیان مو خوندي وي، سوریه هغوی لپاره دوزخ و".
د اسټرالیا د کورنېو چارو وزیر ټونی بورک ویلي دي" له ستنېدونکو هرچا چې جرم کړی وي باید خبر وي چې قانوني چلن به ورسره کېږي".
ده وویل " حکومت له ۲۰۱۴ کاله د دې ډلې پر ستنولو کار کاوه، او دهغوی د څارنې لپاره اوږد مهاله پلانونه هم په پام کې نیول شوي دي."
داسټرالیا د استخباراتو ادارې مشر مایک برګېس وویل د دې ډلې ستنېدو سره " په سم لاسي ډول کومه اندېښنه نه لري خو دوی به څارل کېږي."