بلوچستان کې پولیس: نامعلومو وسله والو د عوامي ګوند ځايي مشر په ډزو وژلی

د عکس سرچینه، Social Media
د بلوچستان نوشکي ضلعې یا ولسوالۍ په سیمه کې د نامعلومو وسله والو کسانو په ډزو کې د بلوچستان عوامي ګوند (بي اې پي) ضلعي مشر عبدالرحمان لانګو وژلی دی. دغه ګوند د بلوچستان په ائتلافي ایالتي حکومت کې شامل دی.
د نوشکي پولیسو چارواکو دغه پېښه تائید کړې او وايي، وسله والو کسانو پر یکشنبې شپه هغه د خپل کور مخې ته په ډزو ویشتلی.
د نوشکي پولیسو د حوزې مشر (اېس ایچ او) عبدالحی پرکاني وايي، برید د نوشکي ښار سویل لوېدیځ لوري ته 'کلي بټو' ته نږدې د عبدالرحمان لانګو د کور مخې ته ترسره شوی دی.
د نوموړي په وینا، عبدالرحمان لانګو په دې پېښه کې وژل شوی.
پولیسو وايي، د پېښې د انګېزو او لاملونو د معلومولو لپاره یې پلټنې پیل کړې دي.
تر اوسه کومې ډلې یا فرد د دغه برید مسوولیت نه دی منلی.
عبدالرحمان لانګو د نوشکي له پېژندل شویو سیاسي او ټولنیزو څېرو یو و.
نوموړي د بلوچستان عوامي ګوند د سیمه ییز مشرتابه ترڅنګ په نوشکي کې د باغک اتحادیې شورا (یونین کونسل) د مشر په توګه هم دنده ترسره کړې وه.
په مستونګ کې شپږ مړي موندل شوي
بل لور د بلوچستان مستونګ سیمه کې د یکشنبې په ورځ د شپږو ناپېژانده کسانو مړي موندل شوي دي.
د راپورونو له مخې، دغه کسان په ډزو وژل شوي وو.
د حکومتي چارواکو په وینا، مړي د کوټې ـ کراچۍ پر لویه لاره دوو جلا ځایونو کې موندل شوي.
د بلوچستان کورنیو چارو وزارت د رسنیو مرستیال بابر یوسفزي د دغو مړیو موندل کېدل تائید کړي، خو په دې اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.
د مستونګ پولیسو د بیان له مخې، یو مړی د مستونګ ښار ته نږدې د 'ډي سي هاوس' ترڅنګ او پنځه نور مړي د 'دتو موړ' له سیمې موندل شوي.
په بیان کې راغلي چې د ښار د پولیسو د حوزې مشر (اېس ایچ او) عبدالروف بلوچ تر خپلې څارنې لاندې مړي د پېژندګلوۍ معلومولو او قانوني چارو د بشپړولو لپاره روغتون ته لېږدولي دي.
خو ځايي اوسېدونکو د پېښې په تړاو اندېښنه څرګنده کړې ده. د هغوی په وینا، مړي تر ډېره وخته د لویې لارې پر غاړه پاتې وو.
د مستونګ یو اوسېدونکی، مالک بلوچ، وايي، دغه مړي سهار وخته د سړک پر غاړه غورځول شوي وو.
د هغه په وینا، وروسته د کوټې د لېږد لپاره پورته کړل شول، خو لږ وروسته بېرته د لویې لارې پر غاړه پرېښودل شول.
هغه زیاته کړې چې وروسته مړي د امبولانسونو پر ځای په یوه باروړونکي موټر کې بل ځای ته ولېږدول شول.

د عکس سرچینه، Getty Images
په دې اوونۍ کې د بلوچستان په دوو ضلعو یا ولسوالیو، چاغي او دوکۍ کې په دوو جلا امنیتي پېښو کې لږ تر لږه څلور نور کسان هم وژل شوي، چې په وژل شویو کې یو قومي مشر هم شامل دی، او دوه نور کسان لا هم بې درکه دي.
د ځايي حکومتي چارواکو په وینا، په دوکۍ کې وژل شوي درې کسان افغانان دي، چې د یوه قومي مشر په کرونده کې یې د ساتونکو (څوکیدارانو) په توګه دنده ترسره کوله.
د دوکۍ سیمې پولیسو مشر منصور احمد بزدار د درېیو کسانو د وژل کېدو او د دوو نورو د بې درکه کېدو تائید کړی او په وینا یې دغه کسان له جهالار سیمې وړاندې په یوه غرنیزه سیمه کې د نامعلومو وسله والو له برید سره مخامخ شوي دي.
هغه زیاته کړه چې یاد کسان د ځايي قومي مشر سردار اکبر خان ناصر پر ځمکو د ساتونکو په توګه کار کاوه.
د نوموړي په خبره، د وژل شویو او بې درکه کسانو هویت معلوم شوی، خو د روانو تحقیقاتو له امله یې نور جزئیات نه دي ورکړي.
یو بل حکومتي چارواکي ویلي چې وژل شوي کسان افغانان دي او د بې درکه شویو کسانو د موندلو لپاره هڅې روانې دي.


















