پولیس وايي، د هغو درې افغان خویندو لټون کوي، چې په وارسا کې بې درکه شوې

درې ځوانې افغانې خویندې چې په وارسا کې بې درکه شوې

د عکس سرچینه، zoliborz.policja

د عکس تشریح، درې ځوانې افغانې خویندې چې په وارسا کې بې درکه شوې
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د پولنډ پولیس او رسنۍ وايي، د درې افغانو ځوانو خویندو په لټه کې دي چې د وارسا په ښار کې بې درکه شوې دي.

د پولنډ پولیسو پر وېبپاڼه خپره شوې خبرپاڼه کې، چې نن پنجشنبه (د اګست شپږمه) خپره شوې، ویل شوي چې د پلازمېنې وارسا د پنځمې ناحیې د پولیسو د قوماندانۍ د جنايي څېړنو مامورین د دریو بې درکه شویو خویندو په لټه کې دي. د دغو نجونو نومونه ثنا بدر (۱۸ کلنه)، لیمه بدر (۱۶ کلنه) او مروه بدر (۱۴ کلنه) یاد شوي دي.

د پولیسو په وینا، دغه درې خویندې وروستی ځل د اګست پر لومړۍ نېټه په وارسا ښار کې لیدل شوې وې. له هغه وروسته کور ته نه دي ستنې شوې او تر اوسه یې له خپلې کورنۍ سره هېڅ اړیکه نه ده نیولې.

پولیسو له هر هغه چا څخه چې د دغو درېیو خویندو د اوسني ځای په اړه معلومات لري، غوښتنه کړې چې د وارسا پنځمې ناحیې د پولیسو له قوماندانۍ سره اړیکه ونیسي.

درې نجونۍ

د عکس سرچینه، zoliborz.policja

د پولیسو په وینا، دغه درې خویندې د افغانستان تابعیت لري.

د راپور له مخې، هغوی وروستی ځل د ماښام شاوخوا ۸:۵۰ بجې د وارسا ښار د برونیفسکي واټ د ټرام تمځي ته نږدې لیدل شوې وې. ویل کېږي چې هغوی تر هغه مخکې د همدې سیمې له ''اوشان'' پلورنځي څخه له پېرودلو وروسته وتلې وې.

له هماغه وخت راهیسې نه کور ته بېرته ستنې شوې دي او نه یې هم له خپلې کورنۍ سره اړیکه نیولې ده. پولیس زیاتوي چې د ورکېدو پر مهال له دوی سره نه ګرځنده ټیلیفونونه وو او نه هم د هویت اسناد.

پولیسو د دغو درېیو خویندو د پېژندنې معلومات او څو انځورونه خپاره کړي او له هر هغه چا څخه یې چې د دوی د اوسېدو ځای یا د ورکېدو په اړه کوم معلومات لري، غوښتنه کړې چې د وارسا د پنځمې ناحیې د پولیسو له قوماندانۍ سره اړیکه ونیسي.