د پاکستان مخکینی لومړی وزیر عمران خان له زندانه د اسلام اباد یوه روغتون ته ولېږدول شو

    • Author, روحان احمد بي بي سي اردو اسلام اباد
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان له اډیاله زندانه د پلازمېنې اسلام اباد شفا انټرنېشنل روغتون ته ولېږدول شو.

د بي بي سي اردو څانګې د راپور له مخې، د عمران خان په مشرتابه د پاکستان تحريک انصاف ګوند یوه ویاند او د اسلام اباد پولیسو یو لوړپوړي چارواکي روغتون ته د عمران خان د انتقال خبر تائید کړی دی.

خو تر اوسه د اسلام اباد ځايي ادارې یا د پاکستان حکومت په رسمي ډول د دې خبر پخلی نه دی کړی.

د یادونې وړ ده چې د اګست پر ۱۸مه د پاکستان سترې محکمې حکم کړی و چې په اډیاله زندان کې بندي پخوانی لومړی وزیر عمران خان باید په دوو ورځو کې دننه د اسلام اباد شفا انټرنېشنل روغتون ته ولېږدول شي.

محکمې دغه راز د یوه طبي بورډ د جوړولو لارښوونه کړې وه چې پکې به د عمران خان شخصي ډاکټر، ډاکټر فیصل، او د هغه خور ډاکټره عظمیٰ خان هم شامل وي، چې د هغه طبي معاینه او درملنه وڅاري.

له دې مخکې د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ای) ګوند یوه مشر اسد قيصر پر اېکس يوه خپره کړې اعلاميه کې ويلي، چې د ګوند مشرتابه، د عمران خان کورنۍ او د مرکزي کمېټې تر ګډو سلا مشورو وروسته پرېکړه شوې چې شفا انټرنېشنل روغتون ته د عمران خان تر لېږد وروسته به د ګوند هېڅ کارکوونکی د روغتون مخې ته نه راټولېږي.

نوموړي زياته کړې چې که هر څوک د دې لارښوونې خلاف د روغتون مخې ته د راټولېدو هڅه وکړي، هغه به د پاکستان تحريک انصاف استازی يا غړی ونه ګڼل شي او له ګوند سره به يې تړاو نه وي.

بل پلو، د پاکستان ملي اسمبلۍ غړي جنېد اکبر هم په خپل پوسټ کې ليکلي چې هغه کسان چې رښتيا هم له عمران خان سره مينه لري، بايد د هغه د درملنې په بهير کې هېڅ ډول خنډ رامنځته نه کړي او داسې کوم اقدام دې نه کوي چې د هغه د درملنې او طبي پاملرنې چارې اغېزمنې کړي.

د دغو څرګندونو موخه دا ده چې د عمران خان د درملنې لپاره ارام او مناسب چاپېريال برابر شي او روغتيايي چارې يې له کومې ستونزې پرته پر مخ ولاړې شي.

د ۷۳ کلن عمران خان وکیلانو ویلي چې هغه له بېلابېلو روغتیايي ستونزو سره مخ دی، چې د سترګو کمزوری لید هم پکې شامل دی، او تر اوسه یې د متخصصو ډاکټرانو لازمو طبي خدمتونو ته لاسرسی نه دی موندلی.

د ۲۰۲۶ کال په فبرورۍ کې د عمران خان یوه وکیل ویلي وو چې د زندان د چارواکو د نه پاملرنې له امله د هغه په ښي سترګه کې یوازې ۱۵ سلنه لید پاتې دی، خو حکومت دغه ادعا رد کړې وه.

د سې شنبې ورځې د محکمې په حکم کې قاضیانو لیکلي:

''موږ د اساسي قانون او قانوني مسوولیت له مخې د بندیانو د ژوند، روغتیا، عزت او امنیت د خوندي کولو مکلفیت ته پوره پام لرو.''

قاضیانو زیاته کړې چې د عمران خان د روغتون د درملنې پر مهال به د سترګو یو متخصص ډاکټر هم په درملنه کې ونډه ولري.

دغه راز، قاضیانو او د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) ګوند مشرانو خپلو پلویانو ته خبرداری ورکړی چې د روغتون مخې ته دې نه راټولېږي، ځکه دا کار به د محکمې د حکم سرغړونه وي.

عمران خان، چې مخکې د پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر و، له ۲۰۱۸ تر ۲۰۲۲ کال پورې د پاکستان د لومړي وزیر په توګه دنده ترسره کړې ده.

هغه د ۲۰۲۳ کال په اګست کې زنداني شو او له سلو په زیاتو قضیو کې له تورونو سره مخ شوی، چې د دولتي رازونو له افشا کولو نیولې تر د دولتي ډالیو د خرڅولو پورې پکې شامل دي. عمران خان تل دا تورونه رد کړي او سیاسي انګېزه یې بللې ده.

عمران خان او د هغه مېرمن بشرا بي بي دواړه د تېر کال په وروستیو کې په ۱۷ کلن بند محکوم شول.

د هغه زنداني کېدو د پلویانو له لوري پراخ احتجاجونه راپارول، خو چارواکو د دغو مظاهرو پر وړاندې سخت اقدامات وکړل.

سره له دې چې عمران خان په زندان کې دی، هغه لا هم د پاکستان په سیاست کې یو اغېزناک شخصیت ګڼل کېږي او د هېواد په کچه پراخ ولسي ملاتړ لري.