ملي‌ مقاومت جبهې تایید کړه چې حسیب پنجشیری وژل شوی

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۱ دقیقې

د احمد مسعود په مشرۍ د ملي‌ مقاومت جبهې تایید کړه چې د دوی یو مشهور قوماندان حسیب پنجشېری "حسیب قوای مرکز" وژل شوی دی.

د دې جبهې د سیاسي‌ دفتر مشر عبدالله خنجاني بي‌بي‌سي‌ ته وویل، چې حسیب پنجشېری‌ له پخوا افغانستان کې و،‌ خو د طالبانو حکومت یې له حضوره انکار کاوه.

ښاغلي خنجاني په اړه نور جزییات شریک نه کړل.

د طالبانو په حکومت کې یوې سرچینې بي‌بي‌سي ته ویلي، چې حسیب قوای مرکز نن (پنجشبه د اګست ۲۰مه) په شمالي سالنګ کې وژل شوی دی.

دغه سرچینه ادعا کوي چې په دغو عملیاتو کې د نوموړي "یو شمېر نږدي ملګري نیول شوي هم دي."

تر دې ورمخکې د طالبانو حکومت ته نږدې رسنیو د حسیب قوای مرکز د وژل کېدو خبر ورکړی وو.‌

له دې ډلې المرصاد لیکلي‌ وو "د اسلامي امارت ځانګړو ځواکونو لخوا حسیب قوای مرکز په يو لړ پچيده عملياتو کې ووژل شو."

د یادونې ده چې حسیب قوای مرکز د تېر جمهوریت پر مهال لومړی د ملي امنیت اداره کې کار کاوه،‌ خو بیا د امنیتي‌ ځواکونو له لیکو بهر شو.‌

نوموړی وروسته په کابل کې پر ځینو لویو جرمونو تورن او امنیتي‌ اورګانونو ته مطلوب و.

هغه مهال د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې "حسیب قوای مرکز په کابل ښار کې په وژنو، غلا او ناقانونه وسلې لرلو تورن دی."

د هغه نیولو لپاره په پنجشېر ولایت کې لږترلږه یو ځل عملیات هم شوي وو، خو امنیتي ځواکونه یې په نیولو نه وو بریالي شوي.

خو نوموړی په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له راستنېدو راوروسته د احمد مسعود په مشرۍ له ملي مقاومت جبهې سره یو ځای شو او په پنجشېر کې یې د ملي مقاومت جبهې له بل قوماندان خالد امیري سره یو ځای د طالبانو حکومت خلاف وسله‌واله مبارزه کوله.‌