کاري ناستو کې نا زړه غږېږئ؟ له خپلې بلې غونډې مخکې دا سپارښتنې ولولئ

د عکس سرچینه، Studio Grey for Social Market Foundation
- Author, ايميلي هولت
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۴ دقیقې
ډاني پاین د وینا کولو له درکه دومره اندېښمنه وه چې د ښوونځي او پوهنتون د موضوع اورولو(پریزنټېشنونو) د معافیت لپاره یې له ډاکټره لیک راوړی و.
خو اوس چې ۲۸ کلنه ده او په یوه دوه ګوندي څېړنیز بنسټ کې د سیاست په برخه کې دنده لري، په پارلمان کې یې ویناوې کړې، د بحثونو په پېنډو کې ناسته وي او پر خواله رسنیو هم غږېږي.
هغې وايي: "نږدې هره ورځ یو ډول وینا کوم. کله چې ۱۵ کلنه وم، هېڅکله مې باور نه کاوه چې یوه ورځ به دا کار کوم."
که غواړئ په عامه ځایونو کې مو د وینا هنر ښه شي، یا یوازې پیل وکړئ، دا څلور لارې به درسره مرسته وکړي چې خپله اورونه (پریزنټېشن) په بریالیتوب ترسره کړئ.
۱. له خپلې لېوالتیا پیل وکړئ
پاین، چې د اېکسېټر اوسېدونکې ده، وایي وروسته له هغې چې پر سخت اضطراب اخته شوه او د وېرې څپې یې تجربه کولې، هر ډول عامه وینا او د خلکو پر وړاندې غږېده یې پرېښوده.
خو اوس چې شاته ګوري، وایي له دې چارې تېښتې یې د "مقابلې مهارتونه او ذهني مقاومت" نه ور زده کول اونه یې ژغورلی شوه.
هغې وویل: "هر څومره چې له هغه څه ځان لرې ساتئ چې درته اندېښنه پیدا کوي، هومره یې په اړه اندېښمنېږئ."
د پوهنتون په دویم کال کې هغې ته بلنه ورکړل شوه چې د خپلې خوښې او لېوالتیا پر یوه موضوع خبرې وکړي.
هغې وویل: "ما احساس کړه چې ګواکې هغه فرصتونه او موکې بایلم چې ریښتیا هم راته ډېر مهم وو."
هغې د خپلې فراغتلیک (ډیزرټېشن) د څېړنې پایلې د علمي څېړنو پر مهال د ناسم جنسي چلند په اړه وړاندې کړې، او همدا د هغې د وېرې د ماتولو پیل و.
د هغې سپارښتنه دا ده چې د هغو موضوعاتو په اړه د خبرو کولو فرصتونه ولټوئ یا یې په لوی لاس رامنځته کړئ چې تاسو ته مهمې دي.
د هغې خبره ده: "کله چې د داسې څه په اړه خبرې کوئ چې په ریښتیا ورسره مینه لرئ، کار تل اسانوي."
۲. په مجازي بڼه تمرین وکړئ

د عکس سرچینه، Getty Images
ډېزي سکوفیلډ، چې ۳۲ کلنه مستند جوړوونکې او خبریاله ده، وایي د پوهنتون پر مهال د یوه پریزنټېشن پر وخت یې د وېرې لومړنۍ څپه تجربه کړه.
هغې وتوانېده چې د یوې مودې لپاره عامه ځایونو کې له وینا ډډه وکړي، خو کله چې یې لومړۍ دنده یې پیل کړه، اړ شوه چې هره دوشنبه د ټیمز (Teams) له لارې د شرکت شمېر او احصایې وړاندې کړي.
د خپل باور د لوړولو لپاره، سکوفیلډ خپل موبایل کې یو اپلېکېشن کاروي چې د مجازي حقیقت (VR) عینکو له لارې ورته یوه مصنوعي اورېدونکې ډله جوړوي. دا عینکې یې یوازې په لسو پونډو اخیستې وې.
هغې وویل: "دا تمرین ډېر واقعي او په زړه پورې دی. تر دې غوره دی چې یوازې په کور کې تمرین وکړې، ځکه هغه یو څه ستړی کوونکی او نااشنا احساس لري."
۳. یو ټکی غوره کړئ

د عکس سرچینه، Fred Ferschke for Emotion
ویو ګروسکوپ، چې مسلکي ټوکماره، لیکواله او د عامه وینا روزونکې ده، سپارښتنه کوي چې یوه داسې کلمه یا ټکی غوره کړئ چې ستاسو د وینا اصلي موخه روښانه کړي.
هغې وویل: "کېدای شي هغه کلمه "روښانتیا" وي. وروسته له ځان سره فکر کولی شئ. ایا زما موخه روښانه خبرې وې؟ آیا روښانه وغږېدم؟ هو، نو بریالی وم. هر ځل کولای شئ بله کلمه وټاکئ."
ګروسکوپ د دې سپارښتنه هم کوي چې د خپل لپټاپ د کامرې څنګ ته یو یادداښت ونښلوئ، کامرې ته وګورئ، نه هغو کسانو ته چې پر سکرین یا پرده ښکاري.
هغې وویل: "که خلکو ته پر سکرین ګورئ، سترګې مو ښکته ښکاري، خو که کامرې ته وګورئ، داسې ښکاري لکه مخامخ چې خلکو ته ګورئ."
کله چې مخامخ پریزنټېشن وړاندې کوئ، د لندن د برکبېک پوهنتون عصبي ساینس پوهه، پروفیسوره نازنین درخشان، وایي چې د خلکو د څېرو پر تعابیر ډېر پام مه ساتئ.
هغې وویل: "دا ومنئ چې د هغوی د څېرو حالت هر ډول معنا لرلی شي، او هڅه وکړئ ځان له دې بوختیا واړوئ چې د هغوی د مخ څرګندونې تعبیر کړئ."
۴. د تېروتنو تمه ولرئ
پاین وایي په عامه ځایونو کې د وینا مهارت درلوده د هېچا لپاره "طبیعي" نه وي.
هغې وویل: "که تاسې لومړی ځل ګیتار په لاس کې واخلئ، نو حیران به نه شئ چې سندره نه شئ غږولی. عامه وینا هم ټیک همداسې ده."
ګروسکوپ وایي هغه کسان چې په عامه وینا کې ښه دي، یوازې ډېر تمرین یې کړی دی.
هغې وویل: "ډېر خلک هره ورځ تر اتو ساعتونو پورې په ټیمز یا زوم کې وخت تېروي. که د ټلویزیون یو خبرلوستونکی یا ویاند په پام کې ونیسئ، هغه د دې کار لپاره روزل شوی وي."
هغې زیاته کړه چې ستاسو شاوخوا هېڅوک تمه نه لري چې تاسو دې "له لومړي سره د عامه وینا بشپړ استاد» واوسئ.
مېرمن درخشان وایي چې زیان منونکی یا طبیعي ښکارېدل د عامه وینا پر مهال یوه "لویه ګټه" ده.
هغې وویل: "موږ ټول تېروتنې کوو، موږ ټول کله ناکله څه هېر کړو. دا د نړۍ پای نه دی. که بېرته موضوع ته راستانه شئ او یو څه ټوکه په کې وکړئ، اورېدونکي تر ډېره بخښونکي او منونکي وي."
















