د ۴۴۳ متره دنګې ودانۍ پر څوکه د کوزدې وړاندیز
د ۴۴۳ متره دنګې ودانۍ پر څوکه د کوزدې وړاندیز
د خپرېدو وخت
د چهارشنبې په ورځ (جولای لومړۍ) یوه جوړه، چې تور ماسکونه یې اغوستي وو، داسې ښکاري چې د نیویارک د Empire State Building دنګې ودانۍ پر سر د واده وړاندیز کړی. دغه دواړه یوځای د دې مشهورې ودانۍ تر څوکې پورې وخوتل او هلته یې یو لوی بنر وغوړاوه چې پرې لیکل شوي وو: "کله چې د مینې ځواک د قدرت له مینې زیات شي، نړۍ سوله پېژني."
دوی لږ تر لږه ۱۰ دقیقې د ۴۴۳ متره (۱,۴۵۴ فوټه) لوړې ودانۍ په سر کې پاتې شول. د نیویارک پولیسو بيبيسي ته وویل، دواړه کسان نیول شوي او توقیف شوي دي.



