لاهور کې د چت نړېدلو خونړۍ پېښه: ۱۴ ماشومان پکې مړه شوي
لاهور کې د چت نړېدلو خونړۍ پېښه: ۱۴ ماشومان پکې مړه شوي
د خپرېدو وخت
د پاکستان لاهور کې د یوه ښوونیز مرکز د چت نړېدلو پېښه کې لږترلږه ۱۴ ماشومان مړه او د یوې ښځېنه ښوونکې په ګډون ۵ نور ژوبل شوې دي.
په دې پېښه کې د وژل شویو ماشومانو په اړه ویل شوي چې د ۵ او ۹ کلونو تر منځ عمر لري.
دا چې پاکستان کې د ګاونډ د نورو هېوادونو په څېر رغنیزو چارو کې د خوندیتابه معیارونه پام کې نه نیول کېږي، نو دا ډول پېښې پکې ډېرې کېږي.
تېر کال جولای کې د دغه هېواد په کراچۍ ښار کې د یوې پینځه پوړیزې ودانۍ د نړېدو پېښه کې ۲۷ کسان مړه او ۱۰ نور ټپیان شوي وو.



