د ملاریا نړیواله ورځ: هر کال زرګونه افغانان پرې اخته کېږي

د عکس سرچینه، Getty Images
نن د اپرېل ۲۵مه د ملاریا خطرناکې خو مخنیوي وړ ناروغۍ یادونې ته ځانګړې شوې. د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، ملاریا هر کال په ټوله نړۍ کې، په ځانګړې توګه په افریقا کې، د سلګونو زرو انسانانو ژوند اخلي او په میلیونونو نور نور په سختۍ ناروغه کوي.
افغانستان هم له هغو هېوادونو دی چې لا تر اوسه له دې ناروغۍ سره لاس او ګرېوان دی؛ په ځانګړې توګه اوس چې له ګاونډیو هېوادونو د میلیونونو کډوالو په جبري راستنېدو سره، د هېواد ځینې برخې د دې ناروغۍ پر وړاندې په شدت زیانمنې شوې دي.
که څه هم د سږني ۲۰۲۶ او تېر ۲۰۲۵ کال شمېرې لا نه دي خپرې شوې خو د روغتیا نړیوال سازمان اټکل کوي چې په وړم ۲۰۲۴ کال کې په نړۍ کې د ملاریا ۲۸۲ مېلیونه پېښې او ۶۱۰۰۰۰ مړینې ثبت شوې.
په افغانستان کې هم ملاریا د روغتیا لپاره یو جدي ګواښ ګڼل کېږي. هر کال په لسګونو زره کسان پر دې ناروغۍ اخته کېږي.
د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان امرخېل که څه هم په دغه هېواد کې د ملاریا د پېښو شمېرې نه په ګوته کوي خو زیاتوي دوی د وقایوي تدبیرونو او د خلکو پوهاوي لوړولو هڅې ګړندۍ کړې " تېر کال دوه مېلیونه پشهخانې په هغو سیمو کې وېشل شوې چې دا پېښې پکې ډېرې دي او سږ کال هم په ختیځه حوزه کې کور په کور پشهخانې ووېشي او په تېره بیا پر تازه را ستنو شوو کډوالو تمرکز کوي."
ښاغلی امرخېل دا هم وايي چې په تېر ۲۰۲۵ کال کې د ۲۰۲۴ کال پرتله د ملاریا د پېښو شمېر دیارلس سلنه کم شوی خود روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو له مخې په افغانستان کې د ملاریا ناروغي د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ کمه شوې وه او له هغې وروسته دا بهیر بیا مخ په زیاتېدو شو؛ چې اوج یې په ۲۰۲۴ کال کې و او د ۲۰۲۵ کال په اوږدو کې هم لوړه پاتې شوه.
د روغتیا نړیوال سازمان څېړنې ښيي چې ملاریا تر ډېره له جون تر نومبر میاشتې د پسرلي له پیله تر مني پورې خپرېږي او ډېرې پېښې یې د هېواد په ختیځو او سویل ختیځو ولایتونو کې ثبتېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
په دې سیمو کې بارانونه، د تودوخې زیاتوالی او تود اوړی د ملاریا لېږدوونکو ماشو ته د پایېدو شرایط برابروي. څېړونکي وایي اقلیمي بدلونونو او له امله یې پېښو شویو حالاتو لکه سېلابونو، سختو بارانونو او بې مخینې تودوخې د دې ناروغۍ د لا پراخې خپرېدنې ته زمینه برابره کړې.
د روغتیا نړیوال سازمان وایي د دې سیمو زیانمننه تر دې کچې ده چې له څلورمې برخې زیات اوسېدونکي یې د ملاریا په خطر کې دي.
له ګاونډیو هېوادونو د میلیونونو خلکو ډله ییز او ډېر وخت جبري بیاستنېدنو ننګونې سختې کړې دي.
راپورونه ښيي چې ډېر ستانه شوي کسان په نامناسبو شرایطو او پنډغالو کې ژوند کوي؛ چې د روغتیایي اسانتیاوو او پاک چاپیریال نشتوالي له کبله د ملاریا خطر پکې ډېرېږي.
په کابل کې د انتاني ناروغیو ډاکټر فرید عمري یې د لوړوالي لوی لاملونه اقليمي بدلونونه، سېلابونه او له نورو هېوادونو د بیاراستنېدنو د کچو لوړوالی، د وقایې کموالی او د دې ناروغۍ اړوند په ولس کې ټیټ پوهاوی ګڼي.

هغه وايي، مخنيوی یې ساده دی خو په تېره بیا د ګرمۍ د موسم په رارسېدو باید مخنيوونکي ګامونه واخیستل شي.
په افغانستان کې، د ډېریو هېوادونو په څېر، د ملاریا درملنه په لومړنیو روغتیایي مرکزونو، کلینیکونو، او ولسوالیو، ولایتي او دولتي روغتونونو کې کېږي. دا مرکزونه د تشخیص خدمتونه او د ملاریا ضد درمل ورکوي.
د عامې روغتیا وزارت ویلي چې د روغتیا نړیوال سازمان په مرسته، د ملاریا د درملنې لپاره کافي درمل لري. خو په ځینو لرو پرتو سیمو کې، روغتیایي مرکزونو ته لاره اوږده او کله ناکله ځینې خنډونه پر وخت درملنه ستونزمنوي.





















