تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ترکیې استخبارات وايي، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې یې د داعش یو غړی نیولی
د ترکیې د استخباراتو ملي ادارې اعلان کړی چې د 'افغانستان – پاکستان' له سیمو یې د داعش یو غړی نیولی او ترکیې ته لېږدولی دی.
د ترکیې استخباراتو د دغه کس د نیول کېدو دقیق ځای نه دی په ګوته کړی. پاکستان او د طالبانو حکومت هم تر اوسه په دې تړاو رسما څه نه دي ویلي.
د یادونې ده چې د ترکیې استخباراتو مخکې هم په همدې سیمه یو ترکی وګړی له داعش سره د اړیکو په تور نیولی او خپل هېواد ته لېږدولی و.
ترکي رسنیو د دغه هېواد د چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې تازه نیول شوی کس، چې 'اوغور بهادر' نومېږي، له ترکیې تر وتلو وروسته په ۲۰۲۴ کال کې له داعش سره یو ځای شوی او د افغانستان-پاکستان سیمه کې یې د دې ډلې په روزنیزو کمپونو کې فعالیت کاوه.
د اناتولي خبري اژانس د راپور له مخې، د ترکیې د استخباراتو ملي ادارې د څېړنو له مخې اوغور بهادر، چې داعش کې د "عبدالله" په نوم پېژندل کېده، له ترکیې څخه د افغانستان او پاکستان سرحدي سیمو ته تللی و.
له هغې وروسته چې معلومه شوه نوموړي په دې سیمه کې د داعش اړوند په څو کمپونو کې بېلابېلې دندې ترسره کړې، د نیولو عملیات یې پیل شول.
اوغور تر نیول کېدو وروسته ترکیې ته ولېږدول شو.
په راپور کې راغلي چې هغه په خپلو لومړنیو څرګندونو کې "د داعش له لخوا د روزنې، د ورسپارل شويو ماموریتونو او د افغانستان او پاکستان په سیمه کې د داعش د تشکیلاتي فعالیتونو" په اړه معلومات شریک کړي دي.
رپوټونو کې ویل شوي چې اوغور بهادر د اوزګور التون په نوم بل ترکي کس داع شته جذب کړی و.
اوزګور التون چې د "ابو یاسر الترکي" په تشکیلاتي نوم پېژندل کېده، د تېر ۲۰۲۵ کال په لومړیو کې نیول شوی و.
ترکي چارواکو هغه مهال ویلي، چې دغه داعش ته د ترکانو د جلب او جذب مسوولیت درلود.
ترکي چارواکي وايي چې د دغو څېړنو په پایله کې په ترکیه کې د داعش د احتمالي بریدونو پلانونه شنډ شوي دي.
د یادونې ده چې د ترکیې د استخباراتي ادارې مشر، ابراهیم کالین، د سپټمبر پر ۱۶مه (د وږي/سنبلې ۲۵مه) کابل ته تللی و او د طالبانو حکومت له یو شمېر جګپوړو چارواکو سره یې لیدلي وو.
ترکیې له طالبانو سره نږدې اړیکې ټینګې کړې دي او تر دې وړاندې یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په شخړو کې د منځګړیتوب رول هم لوبولی دی.