تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستاني چارواکي وايي دغه هېواد کې د افغان سوداګرو د ایسارو کانتینرونو لیلام درول شوی
د پاکستان د ګمرکونو د ټرانزیټ او سوداګرۍ عمومي رییس عرفان جاوېد ویلي چې پاکستان کې د افغان سوداګرو د ایسارو کانتینرونو لیلام درول شوی دی.
هغه بيبيسي اردو لپاره کارکوونکي ازاد خبریال تنویر ملک ته ویلي، چې دا بهیر د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې د غوښتنې پر بنسټ ځنډول شوی دی.
عرفان جاوېد ویلي، یوازې په کور دننه بندرونو کې نه، بلکې په تورخم او چمن کې درول شوي کانتینرونه هم نه لیلامېږي.
د پاکستان د ګمرکونو د ټرانزیټ اوسوداګرۍ عمومي رییس دا څرګندونې تر هغې وروسته کړې، چې یوه افغان سوداګر مطیعالله اوړمه ورځ بيبيسي ته تایید کړه، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو او ترانزیټي لارو د تړل کېدو له کبله په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو د ایسارو توکو لیلام پیل شوی دی.
ورمخکې د لیلامۍ یوه شرکت لخوا په خپرو شویو تصویرونو کې لیدل کېدل، چې د افغان سوداګرو د اړوندو کانتینرونو دروازې پرانیستل شوې او توکي یې پیرودونکو ته ورپېژندل کېږي.
په کراچۍ بندر کې د ایسارو کانتینرونو او بارونو پر سر لوړې مالیې او د اوږدې مودې لپاره د تمېدو لګښتونه د افغان سوداګرو د توکو د لیلام لاملونه بلل شوي دي.
تر اوسه روښانه نه ده، چې په کراچۍ کې د افغان سوداګرو څومره ایسار کانتینرونه لیلام شوي دي.
د افغانستان سوداګرۍ خونې چارواکو د پاکستان دا ګام د سیمهییزو او نړیوالو سوداګریزو قوانینو خلاف بللی و.
پاکستان د روان میلادي کال په لومړيو کې له دغه هېواده د افغان ترانزیتي توکو د ایستلو اجازه ورکړه او وې ویل چې افغان سوداګر کولی شي له کراچۍ او نورو بندرونو خپل ایسار توکي بېرته اصلي او یا نورو هېوادونو ته ولېږدوي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې هغه مهال ویلي وو چې د پاکستان په بندرونو کې د افغان سوداګرو شاوخوا ۱۵ زره ایسار کانتینرونه او محمولې له دغه برخلیک سره مخامخ دي.
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې چارواکو په فبرورۍ کې بيبيسي ته ویلي وو، چې له دغو توکو څه د پاسه شپېته سلنه بېرته اصلي هېوادونو ته چې ترې راوارد شوي وو، استول شوي او یو څه اندازه په ایران کې چابهار او بندر عباس ته لېږدول شوي دي.
دا روښانه نه ده چې د افغان سوداګرو څومره کانتینرونه لا هم په کراچۍ بندر کې پاتې دي.
په نړیواله اقتصادي شبکه کې د افغانستان د څانګې مشر او د سوداګرۍ او پانګونې خونې پخوانی چارواکی یونس مومند ویلي، لیلام شوي کانتینرونه د هغو بارونو برخه ده چې افغان سوداګر یې د لوړو مالیو او د ساتنې لګښتونو له کبله له کراچۍ بندره پر ایستلو ونه توانېدل.
سوداګر مطیعالله بيبيسي ته ویلي وو په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو مالونه د مالکانو له خبرولو او قانوني اخطاریو وروسته لیلام ته وړاندې شوي دي.
هغه زیاته کړې وه چې افغان سوداګر کولی شي محکمې ته عریضه وکړي او د خپلو مالونو د لیلام مخه ونیسي.
د طالبانو حکومت پاکستان په وار وار تورن کړی چې سوداګریزې او ترانزیټي اړیکې سیاسي کوي، خو پاکستان وايي لارې یې د امنیتي دلایلو له کبله تړلې دي.
د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت لخوا د شمېرو له مخې په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ کچه ۲ اعشاریه ۴۶۱ میلیارد ډالرو ته رسېده خو تېر (۲۰۲۵) کال کې ۱ اعشاریه ۷۶۶ میلیارد ډالرو ته راکښته شوې او سږکال تر دې دمه د ترانزیټ او سوداګرۍ ټولې لارې تړلې دي.