د ډېرې خوږې پرېښودو شپږ اوونیزه تجربه او روغتیايي پایلې

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, ميليسا هوګنبوم
- د لوستلو وخت: ۶ دقیقې
په هره ځای کې داسې خواړه شته چې اضافه شوې بوره لري، ان په هغو ځایونو کې چې موږ یې تمه نه لرو. پوښتنه دا ده چې تر کومه بریده کولای شو له خوږې لاس واخلو او دا کار ستاسو پر روغتیا څه اغېز لرلی شي؟
سره له دې چې زه پر خپل غذايي مهال وېش کې روغتیايي اصولو ته پاملرنه کوم او ډېر وخت په کور کې پاخه شوي خواړه کاروم، خو له خوږو سره مې مینه د دې لامل کېده چې هره ورځ یو یا دوه ټوټې چاکلېټ وخورم. په عصري غذايي رژیمونو کې د بورې زیات کارول یو عام کار دی چې غاښونو ته زیان رسوي او پر روغتیا منفي اغېز کوي، لکه چې ځینې نښې ښيي دا کار په اوږد مهال کې د ذهني وړتیا له کمښت لامل هم کېږي.
د روغتیا او هوساینې په برخه کې د راپورونو چمتو کوونکې په توګه، زما اندېښنې هغه وخت زیاتې شوې چې پوه شوم زما یو عادي ناری او یو څه لږ سپک خواړه په یوازې ځان د بورې د هغې کچې نیمایي برخه پوره کوي چې موږ یې په یوه ورځ کې یې د کارولو اجازه لرو.
په امریکا کې لارښوونه دا ده چې هره ورځ باید له ۱۲ کوچنیو کاشوغو (نږدې ۵۰ ګرامه) لږه اضافه شوې بوره وخوړل شي، خو په بریتانیا کې د ملي روغتیا اداره لارښوونه کوي چې دا اندازه باید تر ۷ کاشوغو (۳۰ ګرامه) کمه وي.
د امریکا د (ملي سروې) معلومات ښيي چې لویان په دغه هېواد کې هره ورځ نږدې ۱۶ تر ۱۷ کاشوغې (۶۵ تر ۷۰ ګرامه) بوره مصرفوي. نږدې ۴ ګرامه بوره د یوې کوچنۍ کاشوغې سره برابره ده.
د بورې له دې کچې تېرېدل اسانه کار نه و، خو ما پرېکړه وکړه چې د دغه ورځني عادت د ماتولو لپاره خپله وړتیا و ازمایم.
ما خپل ځان وننګاوه چې د شپږو اوونیو لپاره له هر ډول هغو خوړو ډډه وکړم چې اضافه شوې او تصفیه شوې بوره لري. په دې کې مې شات او د تازه مېوو جوسونه هم شامل کړل، خو په مېوو کې د طبیعي بورې او د هغو کاربوهایدریتونو خوړلو ته مې دوام ورکړ چې بدن یې د هضم پر مهال په ګلوکوز بدلوي، څه چې د بدن او مغز لپاره د انرژۍ اصلي سرچینه ده.
د تجربې له پیله مې خپلې انرژۍ او مزاج کې ځینې ناڅاپي بدلونونه ولیدل. هغه ستړیا او سستي چې له غرمې ډوډۍ وروسته به مې احساسوله، ورکه شوه. که څه هم ډېر وخت به مې په بې پروایۍ سره یخچال ته کتل او په بې ګټې ډول به مې د کوم خوږ شي په لټه کې وم، لکه یو مهم څه چې مې ورک کړی وي.
لومړی، دا مهمه ده چې په خوړو کې د وراضافه شوې بورې اندازې ته پام وکړو. ما وموندله چې د هغې پرېښودل تر هغه ستونزمن وو چې ما یې فکر کاوه. کله چې به په پلورنځي کې د الماریو ترمنځ ګرځېدم، نو په داسې خوړو کې مې بوره وموندله چې ما یې تمه نه لرله؛ لکه په یو ډول تور رنګه ډوډۍ کې ۵.۷ ګرامه او د مکروني په ساس کې ۹ ګرامه بوره وه. همدارنګه ډېرو خوړو کې اضافه شوې بوره شته او ان د لویو پلورنځیو د عادي ډوډۍ یوه ټوټه نږدې ۱.۲ ګرامه بوره لري. بوره په ډېرو هغو خوړو کې شته چې ډېر پروسس شوي وي او د مېوو، سبزیو او بشپړو غلو په پرتله لږ غذايي مواد لري.
"وروستۍ څېړنې ښيي چې د خوږو خوړو کارول له رواني فشار، لکه اندېښنې او خپګان سره تړاو لري."
بوره زموږ په خوړو کې په بېلابېلو بڼو شته، ګلوکوز تر ټولو عام دی، فرکتوز په مېوو کې وي، لاکتوز په شیدو کې او سکروز هماغه د مېز بوره ده چې زموږ په رژیم کې د اضافه شوې بورې تر ټولو لویه سرچینه ده. "خپلواکه بوره" په جوسونو او شاتو کې وي خو له دې انکار نه شي کېدلی چې هره بڼه بوره پر روغتیا تر ټولو ناوړه اغېز کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د مېشیګان پوهنتون د ارواپوهنې استاده اشلي ګیرهارت وايي چې موږ له خوږ خوند سره په طبیعي لېوالتیا پیدا شوي یو، ځکه دا د مور د شیدو برخه ده. ستونزه دا ده چې موږ اوس په ډېره ارزانه بیه د خوږو په برابرولو کې ډېر تکړه شوي یو.
بوره له موږ سره څه کوي؟
څېړنې ښيي چې د خوږو خوړو کارول په وینه کې د قند کچه په چټکۍ سره لوړوي. که څه هم دا یو طبیعي عمل دی، خو تکرار یې د انسولین د مقاومت او په پایله کې د دویم ډول شکرې ناروغۍ د خطر لامل کېږي.
همدارنګه بوره د غاښونو د خرابوالي، پړسوب، چاغوالي، الزایمر او سرطان سره تړاو لري. ګیرهارت وايي چې له غذايي رژیم سره تړلې ناروغۍ اوس د شرابو او نشه يي توکو په پرتله ډېر خلک وژني.
بوره په ځیګر کې د وازدې د ټولېدو لامل هم کېږي. په یوه تجربه کې ثابته شوه چې هغه خلک چې د څو اوونیو لپاره یې خواږ شربتونه څښلي وو، په ځیګر کې یې وازده نږدې دوه برابره شوې وه. روبرټ لوسټیګ، چې د بورې د زیانونو څېړونکی دی، وايي چې "فرکتوز" د بدن د حجرو هغې برخې ته (مایټوکونډریا) زیان رسوي چې انرژي تولیدوي. دا کار د ستړیا، عصبي کېدو او ذهني ګډوډۍ لامل کېږي. ما په خپله ولیدل چې کله مې بوره پرېښوده، د ورځې په اوږدو کې مې انرژي ثابته وه.
د روږدتیا نښې
د تجربې په لومړیو ورځو کې مې د خوږو لپاره سخته تنده احساسوله. د دې لپاره بیولوژیکي دلیل شته، کله چې موږ بوره خورو، دا په مغز کې داسې کیمیاوي بدلون راولي چې د نشه یي توکو په څېر وي. خوږه غذا په مغز کې د "جایزې سیستم" فعالوي او د ډوپامین هورمون افرازوي چې موږ ته د خوښۍ احساس راکوي.
ډېر پوهان پر دې باور دي چې بوره روږدي کوونکې ځانګړتیاوې لري.
ما د خوږو پر ځای د مېوو او کېلو له ګډ څښاک کار اخیست چې بوره یې نه لرله. ورو ورو مې ذایقه بدله شوه، ان مڼې راته تر پخوا ډېرې خوږې ښکارېدلې. کله چې بدن له بورې پاک شي، د خوند حسه بېرته حساسېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
کله چې بوره پرېږدئ څه پېښېږي؟
د کلیفورنیا د سټنفورډ پوهنتون یوه څېړونکې دالیا بیرلمان وايي چې له څو ورځو وروسته بدن د لږې بورې تمه کوي او د خوند اخیستنې حس بېرته تنظیمېږي. له دریو اوونیو وروسته ما ولیدل چې نور په منظم ډول خوږو ته اړتیا نه لرم او که وږې شم، د چاکلېټو پر ځای مغزي توکي یا زیتون خورم.
کله چې بوره پرېږدئ، په بدن کې د "ټرای ګلیسرایډ" (وازدې یو ډول) کچه راټیټېږي او د انسولین حساسیت ښه کېږي. دا داسې دی لکه یو ماشین چې بېرته خپل اصلي حالت ته تنظیم کړئ.
په یوه کوچنۍ تجربه کې چې پر ۴۱ ماشومانو وشوه، ثابته شوه چې یوازې په ۱۰ ورځو کې د بورې پرېښودل د وینې فشار، د بدن وازده او د انسولین مقاومت کموي.
بېرته خوږو ته ګرځېدل
د شپږو اوونیو په پای کې، زه په ډاډ سره ویلی شم چې نور مې په مهال وېش کې د بورې شاملولو ته لېوالتیا نه لرله. زما په مغزو کې د "روږدتیا کړۍ" ماته شوې وه. اوس مې پرېکړه کړې چې یوازې د اوونۍ په پای کې لږو خوږو ته اجازه ورکړم، خو د اوونۍ په نورو ورځو کې به ترې ډډه کوم.
کله چې مې په پای کې د دې لیکنې د تیاریو لپاره یوه ډېره خوږه کلچه وخوړه، خوند یې راته ډېر زیات خوږ او زړه بدوونکی و. ما د بد خوږوالي احساس کاوه. له خوړلو لږ وروسته مې انرژي ډېره کمه شوه او سخته ستړیا راباندې راغله. هغه کلچه چې پخوا به مې ترې خوند اخیست، اوس راته خوندوره نه برېښېده او یوازې له څو مړیو وروسته مې همداسې نیمه چک وهلې پرېښوده.





















