تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د کشمیر هغه ښارګوټی چې له مرګوني برید وروسته هڅه کوي سیلانیان بیا پرې ورمات شي
- Author, زويا متين او عاقب جاويد
- رپوټ له:, ډهلي او پهلګام
- د لوستلو وخت: ۸ دقیقې
د تل په څېر هر ماښام خلک د نزاکت علي ټلېفون ته زنګونه وهي او دغه ۳۰ کلن د سیلانیانو لارښود چې د هند تر واک لاندې کشمیر کې کار کوي، هر ځل یې په سړه سینه ځوابوي او وايي، "هو خوندي دی، هو زه به هلته یم، هو تاسو باید راشئ." دا زنګونه هغه کسان وهي چې ښکلې همالیایۍ سیمې ته د سفر پلانونه جوړوي. هغه ځای چې په غرونو او شنېلي شهرت لري.
نوموړی وايي، "دلته وېره ډېره ده. موږ اړ یوو هغوی ته قناعت ورکړو چې هر څه سم دي."
اوس د پهلګام له پېښې یو کال وروسته لا هم د سیمې د ګرځندویۍ اقتصاد نه دی رغېدلی. هغه پېښه چې وسله والو په کې ۲۶ کسان ووژل. دا په څو لسیزو کې د کشمیر پر سیلانیانو یو له خونړیو بریدونو ګڼل کېږي.
له پېښې څو اوونۍ وروسته بیا چارواکو د سیمې له ۸۷ سیلاني ځایونو ۴۸ یې وتړل چې ورسره د ورتلونکو ګرځندویانو شمېر د پام وړ ډول راټیټ شو. د رسمي شمېرو له مخې په ۲۰۲۴ کال کې دې سیمې ته د ورتلونکو ګرځندویانو شمېر نږدې درې میلیونو ته رسېده خو په ۲۰۲۵ کال کې بیا ۱.۶ میلیونو ته راټیټ شو. که څه هم ځینې ځایونه بیا پرانیستل شول، خو بایسران نومې دره لا هم تړلې پاتې ده.
دغه برید هغه نوی وده کوونکی صنعت وځاپه چې د کلونو بې ثباتۍ سربېره یې دوام کړی و.
کشمیر هغه سیمه ده چې هند او پاکستان دواړه یې د ملکیت ادعا کوي خو هر یو یې یوه برخه اداره کوي. دلته تاوتریخوالي په تېرو څو لسیزو کې زرګونه کسان وژلي دي.
د پهلګام دغه برید د وضعیت د لا خرابېدو لامل شو چې د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ یې د څلورو ورځو پوځي کړکېچ ته لار هواره کړه. ډهلي بیا ادعا وکړه چې پاکستان مېشتې یوې ډلې دا وژنې ترسره کړي، خو اسلاماباد دا تور رد کړ. څلور ورځې وروسته بیا اوربند اعلان شو.
که څه هم د هند تر واک لاندې کشمیر په نورو برخو کې د سیلانیانو شمېر ورو ورو په زیاتېدو شو، خو پهلګام چې یو وخت یو له تر ټولو بوختو سیلانيو سیمو وه لا هم د ګرځندویانو په بیا ورماتېدو کې له ستونزو سره مخ ده. دغه ښار د روان کال د جنورۍ له پیله د اپرېل تر نیمایي پورې د شاوخوا ۲۵۹زره ورتلونکو سیلانیانو شاهده وه، حال دا چې له برید مخکې همدې موده کې دا شمېر څه باندې ۴۶۹ زرو ته رسېده.
د سیلانیانو دغه کم شوي شمېر ځايي کاروبارونه سخت اغېزمن کړي دي. له برید یوازې څلور میاشتې مخکې، ۲۵ کلن محمد ابوبکر یو داسې هوټل پرانیست چې څه باندې ۲۱زره ډالره پانګونه یې پرې وکړه.
هغه وویل، "له اپرېل وروسته موږ نږدې هېڅ عاید ترلاسه نه کړ" او زیاته یې کړه چې په پایله کې اړ شو خپل کاروبار وتړي.
د دې برید اغېز یوازې شمېرو پورې محدود نه دی. د وژنو له دې پېښې څو ورځې وروسته چې په ټوله سیمه کې د احتجاجونو او غندنو لامل شول امنیتي عملیات لا سخت شول.
نږدې ۳۰۰۰ ځوانان د پوښتنو ګروېږنو لپاره ونیول شول او چارواکو په ځینو سیمو کې د شکمنو وسلهوالو کورونه هم ونړول، چې په پایله کې د برېد اغېز د خلکو د ورځني ژوند کچې ته ورسېد.
که څه هم چارواکي وايي له هغې پېښې وروسته اوس امنیتي وضعیت ښه شوې خو د هغو کسانو حالت چې د ګرځندویۍ پر صنعت تکیه کوي لا هم ناڅرګند دی. دې وضعیت ته په کتو اوس داسې پوښتنې راپورته کېږي چې ګرځندویان به بیا کله ورستانه شي او که به بېخي ترې لاس په سر شي.
د پهلګام د اس ځغلونې اتحادیې مشر عبدالوهاب بټ وايي، "موږ پخوا هم له سختو حالاتو سره مخ شوي یوو. خو دا برید بل ډول دی. دا یو ډېر منفي پیغام لري."
په تېرو څو کلونو کې د کشمیر کړکېچ یوه داسې ترخه لړۍ رامنځته کړې چې احتجاجونه، سخت امنیتي عملیات او د وسلهوالو د تاوتریخوالي څپې په کې کمېږي او زیاتېږي. او بیا د وخت په تېرېدو په کې ژوند عادي ته حالت ورګرځي.
سربېره پر دغو ناکراریو د ګرځندویۍ صنعت لا هم خپل ځای روان و. ان د ناکراره کلونو پر مهال هم د پهلګام په څېر سیمې چې د کاج ونو پر ځنګلونو او غرنیو شنېلیو شهرت لري تر ډېره له مستقیم ډول تاوتریخوالي خوندي پاتې شوې وې.
خو د تېر اپرېل برید دا حالت بدل کړ.
ځايي خلک وايي کله چې د کشمیر په یوه له تر ټولو بوخته سیمه کې سیلانیان په نښه شول هغه نازک بهیر یې ګډوډ کړ چې خلکو ته یې د ژوند د دوام او شته بې ثباتۍ ترمنځ ژوند شونی کړی و.
دا بدلون اوس په ورځني ژوند کې هم تر سترګو کېږي.
پهلګام کې اوس هم سهار د پخوا په څېر پیلېږي. د کاج ونو پر لمنو د رڼا سیوری خپور وي، او سیند په ارامه د درې له منځه بهېږي.
خو د ورځې نظم بدل شوی دی.
لارښودان د سړک پر غاړه د یو داسې کار په تمه سره راټولېږي چې نه پوهېږي ترلاسه به یې کړي که نه. تر مازیګره د ګرځندویانو کوچنۍ ډلې په کې تېرېږي او ژر ژر عکسونه اخلي، داسې لکه وخت ته یې چې ډېر پام وي. ماښام مهال ښار تشېږي او یوازې څو کسان شپې ته پاتې کېږي.
هغه هوټلونه چې پخوا به په بشپړ ډول ډکېدل اوس تر ډېره تش وي، د ځینو خو یې ان ۸۰ سلنه خونې تشې وي.
مسعود احمد مغري، چې د پهلګام هوټلونو اتحادیې مشر دی وايي، "تېر کال مې موخه دا وه چې شاوخوا ۲۰ میلیونه کلدارې وګټم خو یوازې یونیم میلیون مې وګټلې."
له دې درې نږدې پنځه کیلو متره لیرې اوس یو یادګاري څلی جوړ شوی. خلک ورو ورو پرې په ورماتېدو دي چې ځینې ګلان پرې ږدي او نور بیا یوازې یوه شېبه ورته تم کېږي، د قربانیانو نومونه لولي او بیا ترې ځي، داسې لکه چې ډاډه نه وي څومره وخت پاتې کېدل ورته مناسب دي.
د نزاکت علي لپاره د خلکو پهلګام ته راتګ په اړه زړه نازړه والی اوس د ده د کار برخه ګرځېدلې ده. د سیلانیانو هر زنګ چې ورته راځي ځینې ناویلې خبرې له ځانه سره راوړي او هغه دا چې دی نه پوهېږي هغوی ته څومره ډاډ ورکړي او د هغوی پر راتګ څومره ټینګار وکړي.
ده وویل، "د دې سیمې د منظرې په بڼه کې هېڅ بدلون نه دی راغلی، خو لاهم هغسې نه ښکاري چې مخکې وه."
دغه برید د فدرالي حکومت هغې پراخې هڅې هم زیانمنې کړې چې غوښتل یې کشمیر د ګرځندویانو لپاره د یو باثباته او پرانیستي ځای په توګه وښيي.
په وروستیو کلونو کې چارواکو د سیلانیانو شمېر زیاتېدو لپاره نوې زېربناې او لوړ پوړي مراسم هم جوړ کړي چې وښيي وضعیت بېرته عادي شوی، په ځانګړي ډول له ۲۰۱۹ کال وروسته، کله چې د سیمې نیمه خپلواکي لغوه شوه او ورسره امنیتي بندیزونه، د اړیکو پرې کېدل، او د سیلانیانو په شمېر کې که څه هم لنډمهاله و خو ناڅاپي کمښت راغی.
چارواکي اوس د بیا رغېدو لومړنۍ نښې نښانې ښيي او وايي د امنیت عمومي وضعیت تر ډېره باثباته دی او دلته تاوتریخوالی د تېرو لسیزو پرتله تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی دی.
د کشمیر د ګرځندویۍ مشر سید قمر سجاد د دې ادعا د شمېرې له شریکولو ډډه وکړه، خو ویې ویل چې سیلانیان لا هم سیمې ته راځي چې د پهلګام سیمه هم په کې شامله ده. معنی "باور ورو ورو بېرته په ترلاسه کېدو دی".
هغه وویل، "موږ هیله مند یوو"، او زیاته یې کړه چې په ټول هند کې د عامه اړیکو او هڅو پروګرامونه په پراخېدو دي.
ځینې سیلانیان په احتیاط سره بېرته راستانه شوي دي. له کیرالا راغلی، کرن راو، چې له خپلې کورنۍ سره راغلی، وايي امنیتي اندېښنو یې مخه ونه نیوله.
نوموړي وویل، "دلته له راتګه مخکې مو ځینې اندېښنې درلودې، خو دلته راتګ ډېر ښه احساس لري."
خو کشمیر کې د ګڼ شمېر کسانو لپاره لا هم د تېر کال پېښه هېرول اسانه نه دي.
رئیس احمد بټ د اس ځغلونې کاروباری او یو له هغو لومړنیو کسانو دی چې له ډزو وروسته د پېښې سیمې ته ورسېد. له پېښې یو کال وروسته دی وايي، "ما هر ځای مړي ولیدل چې پراته وو خلکو د مرستو لپاره چیغې وهلې."
د پلوامه په نوم ولسوالۍ کې بیا د پېښې اغېز یوه بله بڼه غوره کړې. عبدالرشید نومي کس بیا وايي، له برید څو ورځې وروسته د دوی کور د یوې پراخې امنیتي ځپنې په ترڅ کې ونړول شو، او له هغه راهیسې یې کورنۍ په یوه لنډمهاله استوګنځای کې اوسېږي.
زوی یې چې له پخوا له یوې وسلهوالې ډلې سره یوځای شوی و تېر کال ووژل شو.
چارواکي وايي دا ډول نړېدنه د وسلهوالۍ د مخنیوي لپاره ترسره کېږي، خو نیوکګر یې ډلهییزه سزا بولي.
خو د عبدالرشید لپاره بیا دا حالت په دې معنی دی چې د ده کورنۍ به سوړ ژمی په بې کورۍ کې تېروي.
نوموړي وویل، "د تودوخې درجه تر صفر ښکته شوه. که چا جرم کړی وي، نو ولې یې باید کورنۍ سزا وویني؟"
په پهلګام کې بیا، نزاکت علي لا هم خپل ټلېفون ته ځواب ورکوي او سیلانیانو ته هماغه ډول ډاډ ورکوي.
دی وايي، "دا ځای داسې شوی لکه د خدای قهر چې پرې راورېدلی وي."