تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په کراچۍ کې د پاکستان رېنجرز ځواکونو پر مرکز برید مرګژوبله اړولې ده
د پاکستان د سند ایالت په مرکز کراچۍ کې د رېنجرز ځواکونو پر مرکز له چاودېدونکو توکو ډک موټر او وسلهوال برید مرګژوبله اړولې ده.
رسنیو د امنیتي سرچینو په حواله لیکلي، چې وسلهوالو د شنبې ماښام مهال لومړی له چاودېدونکو توکو ډک موټر د رېنجرز نیمهپوځي ملېشې د ایالتي مرکز ودانۍ سره جنګولی او ورپسې یې له امنیتي ځواکونو سره ډزې تبادله کړې دي.
د برید مسوولیت جماعت الاحرار ډلې منلی دی.
کراچۍ د پاکستان تر ټولو لوی ښار او اقتصادي مرکز دی. د رېنجرز ځواکونو مرکز د دغه ښار په ګلستان جوهر سیمه کې دی.
د سند د پولیسو مشر جاوید عالم اوډهو ډان ورځپاڼې ته ویلي، چې په دغه برید کې د رېنجرز درې سرتېري او درې بریدګر وژل شوي دي.
د پاکستان د وسلهوالو ځواکونو اړوندې اېکسپاڼې باندې خپاره شوي بیان کې بیا د پنځو بریدګرو د وژل کېدو خبر ورکړ شوی او ویل شوي چې برید د پاکستاني طالبانو تحریک (ټيټيپي) کړی چې دوی یې فتنهالخوارج بولي.
عیني شاهدانو بيبيسيته ویلي، چې تر لومړۍ چاودنې وروسته تر ډېره په وقفهيي ډول ډزو دوام درلود.
امنیتي سرچینو ویلي، په سیمه کې چاڼیز عملیات او د اوښتي زیان ارزونه روانه ده.
دا د ۲۰۲۴ کال اکتوبر کې په کراچۍ کې د چیني اتباعو د موټرو پر کاروان له چاودنې راوروسته په تېرو نږدې دوو کلونو کې په دغه ښار کې تر ټولو لوی برید بلل شوی.
په هغه برید کې دوه چیني وګړي وژل شوي وو.
که څه هم د خیبرپښتونخوا او بلوچستان ځینو ولسوالیو کې بریدونه او امنیتي پېښې ډېرې کېږي، خو د پاکستان لوی ښارونه تر ډېره خوندي دي.
پاکستانرېنجرز نیمه پوځي ملېشه ځواک دی، چې د پولو د ساتنې او جګړه ځپلو سیمه کې د امنیت د ټینګښت مسوولیت لري.
دا فدرالي ځواک په دوو برخو کې وېشل شوی چې یوې ته د پنجاب او بلې ته د سند رېنجز وايي.
په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې دغه نیمهپوځ ځواک د اېفسي یا فرنټیر کور په نوم پېژندل کېږي.
جماعت الاحرار څومره پېژنئ؟
د جماعت الاحرار ډلې په اړه ویل کېږي چې په ۲۰۱۴ کال کې د عبدالولي مومند یا عمر خالد خراساني لخوا جوړه شوې ده.
شنونکی عبدالسید وايي، عمر خالد خراساني هغه مهال د پاکستاني طالبانو تحریک (ټيټيپي) کې د داخلي اختلافاتو له کبله له خپلو ملګرو سره له دې ډلې جلا شو او جماعت الاحرار یې جوړ کړ.
د عبدالسید په وینا، که څه هم دا ډله په ۲۰۲۰ کال کې بېرته له ټيټيپي سره اتحاد کې شامله شوه، خو د ۲۰۲۲م کال اګست کې د افغانستان د پکتیکا په برمل کې په یوه مبهم برید کې د عمر خالد خراساني له وژل کېدو وروسته د دواړو ډلو اړیکې ترینګلې پاتې شوې.
د یادونې ده چې د روان کال می میاشت کې د خیبرپښتونخوا په کورمه کې له ټيټيپي سره یوه خونړۍ نښته کې د جماعت الاحرار د ۱۸ وسلهوالو د وژل کېدو خبر هم ورکړ شوی و.
عبدالسید وايي، که څه هم جماعت الاحرار د ۲۰۲۵م کال له پیل راهیسې په غیر رسمي ډول د تحریک طالبان پاکستان ترڅنګ خپل موازي تنظیمي شبکه فعاله کړې، خو تر اوسه یې په رسمي ډول له ټيټيپي جلا کېدل نه دي اعلان کړي، او ټيټيپي هم په دې اړه څه نه دي ویلي.