نورستان کې سېلابونه

د ویډیو تشریح، نورستان کې سېلابونه
نورستان کې سېلابونه
د خپرېدو وخت

د طالبانو حکومت له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي اداره وايي، د افغانستان په ختیځ نورستان ولایت کې د سېلاب ځپلو په مرسته بوخت دي.

ددغې ادارې ویاند حافظ محمد یوسف حماد چې نورستان ته تللی په یوه کلیپ کې وايي، د ۱۷ کسانو جسدونه موندل شوي او د نورو د موندلو لپاره چټک عملیات روان دي.

د طالبانو حکومت د چارشنبې په ورځ تازه وویل چې د نورستان سېلابونو کې د مړو شویو شمېر ۲۶ ته لوړ شوی دی، خو وړاندې ملګرو ملتونو ویلي وو چې د مړو شویو شمېر ۴۰ تنو ته ختلی دی.