د حماس له لوري د وسلو سپارلو له انکار سره غزه کې جګړه بېرته پیلېږي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, عدنان البرش
- دنده, بي بي سي نيوز عربي
- Author, أميمة مجدي
- د لوستلو وخت: ۸ دقیقې
غزه کې د وسلو د راتلونکي په تړاو د مخ په ډېرېدونکو بحثونو له مخې، د سیاسي محاسبو او د خلکو د سترګو پر وړاندې واقعیتونو ترمنځ لا هم ټکر شته. په خپلو ساده خبرو کې، د غزه ښار په لوېدیځ کې د "الرمال" سیمې یوه اوسېدونکي، طارق ابو دیه چې په "ابو طلال" مشهور دی، له بي بي سي عربي څانګې سره په خبرو کې وویل چې هغه د هغه څه ملاتړ کوي چې "مقاومت" یې بولي، خو هممهاله ټینګار کوي چې په تړانګه کې د جګړې وحشتونه انسان اړ باسي چې "د لوړو ګټو او د وسلو سپارلو په اړه فکر وکړي.
ابو طلال پردې باور دی چې د وسلو د سپارلو په اړه هره پرېکړه دې د یوې هراړخیزې ملي رایې په اډانه کې وشي. هغه وايي: "تر هغه چې د فلسطینیانو خبره یوه نه وي، جګړې به ورپسې وي... د خلکو ځواک یوازې په وسلو کې نه، په ملي یوالي او همغږو پریکړو کې دی."
د حماس د پوځۍ څانګې ویاند، ابو عبیده، د دې میاشتې په لومړۍ اونۍ کې په یوه وینا کې د بې وسلې کولو پلان له یوه مخه رد کړ او دا یې د اسرائیلو یوه خطرناکه هڅه وبلله،" غواړي هغه څه پر خلکو ومني چې په پوځي ډګر کې یې ترلاسه نه کړل شول." په همدې حال کې، د حماس یو پلاوي د څو ورځو لپاره په قاهره کې له منځګړو سره د دویم پړاو ته د لیږد او د وسلو د سپارلو د څرنګوالي او میکانیزمونو په اړه خبرې درلودې خو کومې څرګندې هوکړې ته ونه رسېدل. داسې مهال چې اسرائیلي رسنیو راپور ورکړی، اسرائیلو حماس او نورو ډلو ته د وسلو سپارلو لپاره یو موده په ګوته کړې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
اسرائیلو د غزې له تړانګې د خپلو ځواکونو له وتلو وړاندې د وسلو له سپارلو د حماس د انکار په اړه څه نه دي خپاره کړي خو اسرائیلي څارونکي وايي، د وسلو د سپارلو خبره ښايي د سوله ییزو هوکړو له لارې پرځای شي. هغوی زیاتوي که حماس خپل پر خپل زېل او انکار ټینګ پاتې شي "پوځي غوراوی" به پر مېز وي.
بې ځایه شوي او د جګړې اغېز
له بلې خوا، د بې ځایه شویو غږونه یو ډیر تریخ واقعیت روښانوي. د شجاعیه سیمې بې ځایه شوې، شیما ابو عجوه وايي چې د دوی اندېښنه سیاسي جنجال نه، د بې ځایه کېدو پای او خپلو کورونو ته ستنېدل دي، که څه هم کورونه یې ویجاړ شوي، او دوی ټول د جګړې د بیا پیلېدو په شته وېره کې پاي. شیما بي بي سي ته وویل: "زموږ له وسلو سره څه کار دی، وسلې سپاري که نه، دا موږ پورې اړه نه لري. هغه څه چې موږ یې اوس غواړو خپلو کورونو ته ستنېدل دي، ان که ویجاړ هم وي، او هغه څه چې موږ ترې وېره لرو د جګړې بیا پیلیدل دي او دا چې بیا بې ځایه کېدو ته اړ شو."
د حماس له خوا د وړاندیز له ځوابولو وروسته حالت نور هم کړکېچن شول. اسرائیل د هغه مهلت په اړه خبرې کوي چې حماس ته یې ورکړی د دې لپاره چې د منځګړو او دغه غورځنګ ترمنځ د بحث شته اډانې ته خپل ځواب وړاندې کړي.
همدارنګه، د ابو عبیده له وینا یوه ورځ وروسته، نیویارک ټایمز یو راپور خپور کړ چې په کې ویل شوي د "نړیوالې سولې شورا" چې مشري یې ډونلډ ټرمپ کوي، حماس ته یو رسمي او پرېکنده موده ټاکي. په دې ضرب الاجل کې له حماسه غوښتل شوي چې د روانې اپرېل میاشتې د دویمې اونۍ تر پایه د غزې د بې وسلې کولو هوکړه وروستۍ کړي.
دا ګام د تېر اکټوبر د هوکړې د دویم پړاو برخه ده، چې لنډمهالی اوربند په یو تلپاتې سیاسي بهیر بدل کړي.
د حماس بې وسلې کول د "ملادینوف پلان" تر ټولو مهمه ماده ګڼل کېږي، څه چې نوموړي د تېرې مارچ میاشتې په وروستیو کې په امنیت شورا کې اعلان کړی و. د نړیوالو او سیمه ییزو رسنیو لخوا د خپرو شویو مادو له مخې، دا پلان پنځه پړاونه لري چې اته میاشتې موده نیسي. دا لړۍ د غزې د ادارې لپاره د ملي کمیټې له لوري د امنیتي او اداري واکونو په ترلاسه کولو پیلېږي، ورپسې به حماس خپلې وسلې سپاري، اسرائیلي ځواکونه به په تدریجي ډول وځي او په پای کې به د هراړخیزې بیارغونې چارې پیلیږي.
حماس او د دویم پړاو لار
د حماس ویاند، حازم قاسم، له بي بي سي عربي څانګې سره په خبرو کې په غزه کې د اوربند تړون ته د دغه غورځنګ پر ژمنتیا ټینګار وکړ، سره له دې چې د هغه په وینا "اسرائیلي سرغړونې" پرلپسې روانې دي. هغه ټینګار وکړ چې د دویم پړاو د امتیازاتو، په ځانګړې توګه د "مقاومت د وسلو" په اړه بحث تر هغه نه مني چې اسرائیل د لومړي پړاو ټول بندونه په بشپړ او کره ډول پلي نه کړي.
قاسم راتلونکي پړاو ته د لیږد لپاره د "مثبتو لارو چارو" چمتو کولو لپاره د حماس شرایط روښانه کړل، چې په کې "د بېړنیو مرستو رسول، بې ځایه شویو ته د ګرځنده کورونو او خیمو ورکړه، د بنسټي بیارغونې پیل، د اسرائیلي ځواکونو وتلو بهیر بشپړول، د رفح ځمکني بندر پرانیستل او ملي کمیټې ته د غزې د ادارې سپارل " شامل دي.
قاسم د اسرائیلو له لوري د روانو سرغړونوپه تړاو خبرداری ورکړ، چې په کې "پرلپسې وژنې او له ژېړ کرښې لوېدیځ لور ته اوښته" شامل دي، او ټینګار یې وکړ" دا منطقي نه ده چې دا سرغړونې له پامه وغورځول شي او مخامخ د دویم پړاو په اړه بحث وشي."
بي بي سي د جګړې د بیا پیلېدو د شونتیا په اړه د اسرائیلو له دفاع وزارته وپوښتل، خو د دې رپوټ تر خپرېدو یې ځواب ترلاسه نه کړ.

د عکس سرچینه، Getty Images
له بلې خوا، اسرائیلی څېړونکی او سیاسي شنونکی، ایلي نیسان، پردې اند دی چې "د حماس پروړاندې د پوځي عملیاتو بیا پیل د متحده ایالاتو سره په همغږۍ یو احتمالي غوراوی پاتې کېږي، که چېرې دا غورځنګ بې وسلې نه شي یا که هم د غزې تړانګې د چارو په کنټرول او اداره کولو کې خپل واک وساتي." نیسان زیاتوي: "دا شونې نه ده چې حماس په غزه کې خپل واک ته دوام ورکړي، وسلې ترلاسه کړي او قاچاق یې کړي چې په راتلونکي کې له اسرائیلو سره د جګړې بل پړاو پیل کړي."
نیسان له بي بي سي نیوز عربي څانګې سره په خبرو کې دې ته هم اشاره وکړه چې د حماس د بې وسلې کولو خبره په څو ټکو پورې تړلې ده، ځکه چې یو نړیوال سوله ییز بنسټ شته چې د دې خبرې څار کوي، او امریکا د وسلو له منځه وړلو پورې اړوند د ټولو چارو ملاتړ کوي. دغه شنونکی انګېري چې اسرائیل نه شي کولی په غزه کې د حماس د فعالیتونو له دوام او د وسلو له ترلاسه کولو سره هوکړه وکړي، په ځانګړې توګه له هغه څه وروسته چې د اکټوبر پر اوومه پېښ شول.
ولې حماس وسلې نه سپاري؟
په ملګرو ملتونو کې د مصر پخواني استازي، معتز احمدین خلیل، د خبرو اترو د پردې تر شا معلومات خپاره کړل او ویې ویل چې نړیوال استازي، نیکولای ملادینوف، د وسلو د سپارلو پلان د منلو لپاره فشار راوړی، چې د هغه په وینا "په بشپړ ډول د اسرائیلو استازیتوب کوي."
دغه پخواني مصري ډیپلومات بي بي سي ته وویل چې د القسام پوځي ټولیو د ویاند څرګندونې چې د وسلو سپارل یې رد کړل، په قاهره کې د حماس د مشرتابه د پلاوي او د سولې شورا د استازي نیکولای ملادینوف ترمنځ له وروستیو پیاوړو لیدنو وروسته وشوې.
د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې ردول د سیاسي څانګې پر ځای د پوځي څانګې (ابو عبیده) له لارې اعلان شول، سفیر خلیل د دواړو مشرتابه ترمنځ هر ډول توپیر او جلا والی رد کړ. هغه وویل چې سیاسي څانګې لا پخوا د خبرو اترو په تړلو خونو کې منځګړو ته خپل انکار اورولی و، او دا چې د ابو عبیده وینا خپره شوه د دې لپاره چې دا دریځ په څرګند ډول او له میدانه تایید کړي، داسې چې دا یو داسې ګام دی چې د دندو ویش او بشپړه همغږي ښیې او د مشرتابه ترمنځ د واټن په اړه شکونه له منځه وړي.
له بل پلوه، د لندن د اقتصاد او سیاسي علومو په پوهنتون کې د نړیوالو اړیکو استاد، ډاکټر فواز جرجس، بل ډول ارزونه لري. هغه وايي، په غزه کې جګړه په حقیقت کې نه ده درېدلې، دا چې په تاکتیکي ډول د "سختې جګړې کمولو" ته اوښتې ده. اسرائیلو ته د حماس د وسلو د سپارلو په اړه، جرجس دا شونتیا ردوي ځکه چې حماس پوهېږي، دا د اسرائیلي ځواکونو پروړاندې د دوی د بې دفاع کېدو معنا لري. جرجس زیاتوي چې حماس وايي دوی چمتو دي وسلې یو قانوني فلسطیني ځواک ته وسپاري، خو اسرائیلو یا امریکا ته د وسلو سپارل "یو ډله ییزه ځانوژنه ده." د مشرتابه ترمنځ د اختلاف په اړه جرجس وايي: "زه فکر نه کوم چې بنسټي ډول اختلاف دي وي، خو دا عامه ده چې د سیاسي او پوځي مشرتابه ترمنځ دندې وویشل شي، ځکه سیاسي مشران نه شي کولی په څرګنده د وسلو د نه سپارلو خبره وکړي."
جګړه بېرته پیلېږي؟
د سیمه ییزو اغېزو په اړه جرجس پر دې باور دی چې په لبنان او سوریه کې د اسرائیلو بریدونه په غزه کې د پوځي مشرتابه لپاره یو خبرداری دی چې ان د وسلو پرېښودو پر مهال به هم له خطرونو سره مخ وي.
جرجس پر غزه د اسرائیلو د "هراړخیزې جګړې" بیا پیلیدل نه ردوي، ځکه اسرائیل غواړي د وسلو له سپارلو د انکار کارت د جګړې د نوي کولو لپاره د یوې اصلي پلمې په توګه وکاروي.
اسرائیلی شنونکی نیسان ټینګار کوي، سره له دې چې اسرائیل او امریکا له ایران او حزب الله سره پر جګړه بوخت دي، خو په پای کې به پام بېرته غزه او حماس ته واوړي. هغه تمه څرګنده کړه چې په راتلونکو دوو اونیو کې به حالات روښانه شي.
د وخت په اړه نیسان وايي که څه هم حماس ته کومه کره موده نه ده ټاکل شوې، خو اسرائیلي خبرداری شته چې که نړیوالو امرونو ته غاړه کېنږدئ، نو که اوس که پر ځنډ د اسرائیلو له لوري به جګړه پیل شي.




















