ایران: زموږ د نړیوال جام کوربه 'فیفا دی، نه ټرمپ یا امریکا'

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, هري پول
- دنده, د بي بي سي د لوبو خبریال
- د لوستلو وخت: ۳ دقیقې
د ایران د فوټبال مشر وايي چې د نړیوال جام کوربه "فیفا دی، نه ښاغلی ټرمپ یا امریکا" او که ملي لوبډله د اوړي د ټورنمنټ لپاره متحده ایالاتو ته سفر کوي له اسلامي انقلابي ګارډ سره یې د درناوي غوښتنه کړې.
تر اوسه د ایران د نړیوال جام په برخه اخیستلو کې لا هم ناڅرګندتیا شته، ځکه چې د امریکا او اسرائیل سره د جګړې وضعیت روان دی.
د ایران د فوټبال فدراسیون (FFIRI) مشر مهدي تاج د یوې پلاوي برخه و چې تېره اونۍ د کاناډا په ونکوور کې د فیفا کانګرس مخکې د کاناډا له پولې بېرته ستانه شول، ځکه چې د کډوالۍ چارواکو له خوا ورسره د سپکاوي چلند احساس کړی و.
تاج وویل چې د بېرته ستنېدو پرېکړه خپله د دوی وه، خو د کاناډا د کډوالۍ وزیر پارلمان ته تایید کړې چې د FFIRI د مشر وېزه هغه مهال لغوه شوې وه چې هغه په الوتکه کې و، ځکه چې له ایران انقلابي ګارد سره یې اړیکې لرلې.
د ایران انقلابي ګارد د ایران د اسلامي نظام د دفاع لپاره جوړ شوی و او وروسته په هېواد کې په یوه لویه پوځي، سیاسي او اقتصادي ځواک بدل شوی. خو دا ډله په کاناډا او امریکا کې د ترهګریزې ډلې په توګه نومول شوې ده.
د فیفا عمومي منشي ماتیاس ګرافستروم د "ستونزې او ناهیلۍ" له امله د افسوس څرګندولو لپاره لیک استولی او FFIRI ته یې بلنه ورکړې چې د مې په ۲۰مه په زوریخ کې د خپل نړیوال جام د چمتووالي په اړه غونډه وکړي.
تاج، چې پخوا د ایران د انقلابي ګارد لوړپوړی چارواکی هم پاتې شوی، د سهشنبې په ورځ د ایران دولتي ټلوېزیون (IRIB) ته وویل له نړیوالو ادارو به د دې ډاډ غوښتنه وکړي چې د نړیوال جام پر مهال له ایراني چارواکو سره ناوړه چلن ونشي.
هغه وویل: "موږ هلته د خپل سفر لپاره تضمین ته اړتیا لرو، هېڅوک د دې حق ونه لري چې زموږ د نظام نښې ته سپکاوی وکړي - په ځانګړي ډول انقلابي ګارد ته."
هغه زیاته کړه: "دا موضوع باید جدي وګڼل شي. که دا تضمین موجود وي او مسؤلیت په واضح ډول واخیستل شي، نو د کاناډا په څېر پېښه به بیا تکرار نه شي."

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
امریکا، کاناډا او مکسیکو به د جون له ۱۱مې تر ۱۹ جولای پورې د نړیوال جام ګډ کوربتوب وکړي.
د ایران لوبډله ټاکل شوې چې په لاس انجلس کې دوه لوبې وکړي: د جون په ۱۵مه له نیوزیلنډ سره او د جون په ۲۱مه له بلجیم سره او بیا د جون په ۲۶مه په سیاټل کې له مصر سره ولوبېږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو تېره اونۍ وویل هېڅ هغه کس ته چې د ایران له انقلابي ګارد سره اړیکې ولري، امریکا ته د ننوتلو اجازه نه ورکول کېږي.
تاج وویل: "موږ نړیوال جام ته ځو، موږ ورته مستحق شوي یو او زموږ کوربه فیفا دی - نه ښاغلی ټرمپ او نه امریکا."
هغه زیاته کړه: "که هغوی زموږ کوربهتوب مني، نو باید دا هم ومني چې زموږ پوځي بنسټونو ته به هېڅ ډول سپکاوی نه کېږي."
هغه وویل: "ځکه که داسې وشي، نو طبیعي ده چې د کاناډا په څېر وضعیت رامنځته کېدای شي، چېرې چې امکان و موږ بېرته ستانه شو."
هغه ټینګار وکړ: "نو باید داسې تضمین وي چې موږ په ارام ذهن سفر وکړو."
د راپور له مخې، امریکا او اسرائیل په فبرورۍ میاشت کې پر ایران هوایي بریدونه کړي وو.
ایران د فیفا فدراسیون یوازېنی غړی و چې د ۲۱۱ غړو هېوادونو له ډلې یې په ونکوور کې د فیفا کانګرس کې استازیتوب نه درلود.
د فیفا ولسمشر جیاني انفانتینو ویلي چې ایران به امریکا ته ځي او خپلې ټاکل شوې لوبې به ترسره کوي، سره له دې چې ایران په مارچ کې غوښتنه کړې وه د دوی لوبې دې مکسیکو ته انتقال شي.

















