تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په درې ورځو کې امریکا پر ایران دویم ځل برید وکړ، په کویت کې د خطر زنګونه غږول شوي
امريکايي پوځ په ايران کې نوي بريدونه کړي دي چې پکې د بندر عباس په ساحلي ښار کې يو پوځي ځای په نښه شوی دی.
د امريکا مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) تائيد کړې چې ځواکونو يې څلور ایراني بريدګر ډرونونه هم غورځولي دي ''چې د هرمز تنګي په شاوخوا کې یو ګواښ ګرځېدلې وې.''
د سینټکام په اعلامیه کې ويل شوي چې امريکايي پوځ په بندر عباس کې د ايران پوځي هدف هغه مهال په نښه کړ، چې هلته د پنځم ډرون د لېږلو لپاره چمتووالی روان و. د ايراني رسنيو له مخې، د ښار په ختيځه برخه کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
دا بريدونه داسې مهال کې شوي چې د امريکا او ايران تر منځ يو نازک اوربند روان دی او د درې مياشتو جګړې د پای ته رسولو لپاره اوږدې خبرې دوام لري.
د سینټکام په وینا، دا نوي بريدونه د ځان د دفاع لپاره د يو ''احتياطي'' اقدام په توګه ترسره شوي دي.
له دې مخکې د دوشنبې په ورځ هم امريکا په سويلي ايران کې بريدونه کړي وو او د ايران د توغنديو مرکزونه يې په نښه کړي وو، او دغه راز هغه کښتۍ چې د امريکايي پوځ په وينا په سمندر کې د ماينونو د اېښودلو هڅه يې کوله، په نښه شوې وه.
سینټکام دغه بريد هم د خپل دفاع په چوکاټ کې ترسره شوی اقدام بللی و.
ايران د دوشنبې ورځې د دغو بريدونو په غندلو سره دا ''د اوربند جدي سرغړونه'' وبلله او یادونه يې وکړه چې ايراني حکومت به ''هر بريد ته ځواب ووايي.''
د ايران سپاه پاسداران انقلاب ځواک هم د سې شنبې په ورځ ادعا کړې وه چې دوی د ايران هوايي حريم ته داخل شوی يو امريکايي ډرون راغورځولی او پر يو جنګي الوتکه او بل ډرون يې ډزې کړې دي، خو دا نه ده روښانه شوې چې دا پېښه کله رامنځته شوې ده.
د سپاه پاسداران انقلاب په وينا، د امريکا له لوري د اوربند هر ډول سرغړونې پر وړاندې ايران ته د ځوابي اقدام ''مشروع او پرېکنده'' حق حاصل دی.
سپاه پاسداران د بندر عباس شاوخوا کې پر ځينو سيمو د امريکا د هوايي بريد په غبرګون کې اعلان کړی چې د دغو بريدونو ''مبداء اډه'' يې په نښه کړې ده.
د سپاه پاسداران په اعلاميه کې چې د پنجشنبې په سهار (د غبرګولي ۷مه) د ايرنا خبري اژانس خپره کړې، راغلي دي: ''د نن پنجشنبې د سهار د امريکا د متجاوز پوځ له خوا د بندر عباس د هوايي ډګر په څنډه کې د هوايي توغنديو له بريد وروسته، د يرغل اصلي امريکايي هوايي اډه د سهار په ۴:۵۰ بجو په نښه شوه. دا ځواب يو جدي خبرداری دی، چې دښمن پوه شي چې تجاوز بېځوابه نه پاتې کېږي، او که تکرار شي، زموږ ځواب به لا پرېکنده وي. د پایلو مسؤليت به د تېري کوونکو پر غاړه وي.''
د سپاه دغه اعلاميه د ''د بريد د سرچينې اډې'' د په نښه کولو په اړه هماغه مهال خپره شوې چې د کويت رسمي خبري اژانس د خطر زنګونو د غږېدو او د دې هېواد د هوايي دفاع سيستم د فعالېدو خبر ورکړی و، چې د توغنديو او ډرون بريدونو پر وړاندې يې مقابله کوله.
خو تر اوسه روښانه نه ده چې د سپاه پاسداران ياد کړی بريد او هغه راپورونه چې له کويت څخه ورکړل شوي، يو له بل سره تړاو لري که نه.
بل لور د کويت رسمي خبري اژانس د پنجشنبې په سهار خبر ورکړی چې د دې هېواد هوايي دفاع سيستم فعال شوی او ليکي، چې دفاعي سيستمونه د ډرون او توغنديو د بريدونو پر وړاندې مبارزه کوي.
د دې بريدونو د سرچينې په اړه تر اوسه نور جزئيات نه دي خپاره شوي.
شهباز شریف: پاکستان به د ایران تر څنګ ولاړ وي
له دې مخکې د پاکستان لومړي وزير شهباز شریف د ايران له ولسمشر مسعود پزشکيان سره د ټیلیفون له لارې غږېدلی دی.
ښاغلي شريف د چهارشنبې په ماښام پر اېکس خواله رسنۍ يو پيغام کې وليکل چې مسعود پزشکيان په ''سيمه کې د سولې لپاره د پاکستان صادقانه هڅې'' وستايلې او دغه راز يې د پاکستاني پوځ مشر رول فيلډ مارشال عاصم منير رول ته هم اشاره وکړه.
هغه زياته کړه چې ده یو ځل بیا ټينګار کړی دی چې ''پاکستان به تل د يو صميمي ملګري او نږدې ګاونډي په توګه د ايران ترڅنګ ولاړ وي.''
ښاغلي شريف زياته کړه: ''ما هيله څرګنده کړه چې د سولې لپاره روانې هڅې به ډېر ژر يوې پایداره موافقې ته ورسېږي او د ثبات، سوکالۍ او سيمه ييزې همکارۍ لپاره به لاره هواره کړي.''
د ايران دولتي خبري اژانس د دې ټيليفوني اړیکې په تړاو په خپل راپور کې ويلي، چې دواړو خواوو ''په ځانګړي ډول په اقتصادي، سوداګريزو او ګمرکي برخو کې خبرې وکړې او د سيمه ييزې سولې او ثبات د ملاتړ لپاره د ګډو سلا مشورو پر دوام يې ټينګار وکړ.''
پاکستان د ايران او امريکا تر منځ د اوسني اوربند منځګړيتوب کوي او هڅه کوي چې د دواړو هېوادونو تر منځ د سولې يوې موافقې ته لاره هواره کړي.
ټرمپ: خبرې ښې روانې دي، له ایران سره 'غوره' هوکړه غواړو
په ورته مهال د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ د امریکايي کابینې په غونډه کې د ایران په هکله د خبرو په ترڅ کې وویل، امریکا اوس هم له ایران سره ''ښه هوکړه'' کولای شي، خو په خبره یې ''ښايي دا غوره نه وي.''
نوموړي وویل: ''که دا هوکړه غوره نه وي، موږ یې نه کوو.''
له ایران سره د خبرو په هکله ښاغلي ټرمپ وویل، دی فکر کوي، چې امریکا په مذاکراتو کې په ښه توګه مخکې ځي.
ښاغلی ټرمپ وايي، امریکا په تهران کې د حکومت بدلولو په هدف نه وه مخکې شوې ''خو اوس موږ د خلکو له یوې ډلې سره خبرې کوو، چې زما په اند ځیرک او مناسب دي. همدا په یو ډول د حکومت بدلون دی.''
د امريکا د کابینې په غونډه کې د خبرو پر مهال ولسمشر ټرمپ وويل چې د هرمز تنګی به ''د ټولو لپاره پرانيستې''وي.
نوموړي وويل: ''هيڅوک به دا (د هرمز تنګی) کنټرول نه کړي. موږ به پرې څارنه کوو، ورته به ګورو، خو هيڅوک به یې کنټرول نه کړي. دا د هغو خبرو يوه برخه ده چې موږ روانې کړې دي.''
له ولسمشر ټرمپ څخه وپوښتل شول چې ايا دی پر ايران لګېدلو بنديزونو کې د نرمښت راوستلو او د تېلو د پلور اجازه ورکولو په هکله غور کوي که نه، هغه وويل: ''نه، موږ دا مهال نه د بنديزونو د نرمولو او نه هم د پيسو د ورکولو په اړه خبرې کوو. نه بنديزونه لېرې کېږي او نه پيسې ورکول کېږي.''
هغه زياته کړه: ''موږ د هغو پيسو کنټرول لرو چې ايران يې خپل بولي. تر هغه چې هغوی سم چلند ونه کړي، موږ به دا کنټرول وساتو. کله چې هغوی سم چلند وکړي، نو موږ به ورته د خپلو پيسو لاسرسی ورکړو، خو اوس مهال موږ دا کار نه کوو.''