نا پېژانده بریتانوي درمل جوړوونکي څنګه په تصادفي ډول اورلګید اختراع کړ

د عکس سرچینه، Getty
- Author, سواميناتان نتاراجان
- دنده, د بيبيسي نړیوال سرویس
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۶ دقیقې
په ۱۸۲۶ کال کې بشریت ته له ښه مرغه، یا یوې ناڅیزه کړنې دومره ګټه ورسوله، چې راوروسته ژوند کې یې د رڼا او تودوخې جوړولو لار تل تر تله بدله کړه.
انګریز درمل جوړوونکي جان واکر د چاودېدونکو توکو جوړولو لپاره یوه تجربه کې کیمیاوي مواد ګډول او یو ډکی/لرګی پر دې ګډوله یا مخلوط ولړل شو.
دا لرګی د هغه د نغري (چمېنۍ) مخې ته پر یوې پرتې ډبرې ولګېد او ناڅاپه اور بل شو.
واکر په ۱۷۸۱ کال کې د صنعتي انقلاب د اوج پر مهال د درهم په سټوکتن-آن-ټیز بندري ښارګوټي کې زېږېدلی و.
د دغه انقلاب اصلي محرک د جېمز واټ لخوا د بخار ماشین اختراع وه، چې په ۱۷۷۶ کال کې په سوداګریزه توګه وړاندې شو.
د عامه اورګاډي لومړنۍ پټلۍ هم چې له بخاري محرکاتو یا لوکوموټوونو یې کار اخیست، په ۱۸۲۵ کال کې سټوکتن ته ورسېده.
څلور کاله وروسته، د جورج سټیفنسن "راکټ" وښوده چې بخاري لوکوموټیوونه کولی شي د مساپر وړونکو اورګاډو سرعت په ساعت کې ۵۰ کیلومترو ته ورسوي او ډېر ژر به، هغه سفرونه چې پخوا یې د اس په وسیله ۱۲ ورځې وخت نیوه، یوازې ۸ ساعتونو ته رالنډ شي.
خو خلک لا هم د دغه ځواک تولید لپاره د اور لګولو برخه کې له ستونزو سره مخ وو. دوی به اور بلولو لپاره بکرې (چقمق) او اوسپنې کارولې یا به یې هڅه کوله چې اور ترې هېڅ مړ نه شي.

د عکس سرچینه، Preston Park Museum
دغه حالت تر هغه وخته دوام وکړ، چې د واکر دې تصادفي اختراع د اور لګولو، کارونې او د لېږد وړتیا برخو کې انقلاب رامنځته کړ.
واکر، چې په اصل کې یو مسلکي جراح و، په اتلسمه پېړۍ کې د عملیات خونو له وینلړلي حالته زړه توری شوی و او له همدې کبله د درمل جوړونکې برخې ته مخه کړې وه.
الن مېډلټن په خپل کتاب کې لیکلي چې واکر به په ۱۸۲۶ کال کې خپل ډېر وخت د درملو په جوړولو تېراوه او دغه درمل یې یوازې د انسانانو لپاره نه، بلکې د اسونو، غواګانو او ان چرګانو لپاره هم جوړول.
تر ټولو مهمه دا چې هغه به د کیمیاوي توکو تجربې هم کولې.
مېډلټن وايي: "واکر هوښیار او ډېر مهربان سړی و، ځینې وایي چې ښايي ځان ته یو څه ځانګړی (مېوریک) هم و."
هغه له کیمیا سره لېوالتیا درلوده او کیمیاوي مواد به یې سره ګډول چې خپلو کروندګرو ملګرو ته د ټوپک باروت او سچمې جوړې کړي.
مېډلټن وايي: "یوه ورځ یې یو ځانګړی ترکیب سره ګډ کړ او پرې یې ښود چې وچ شي. کله چې وچ شو، هغه د لرګي دا ټوټه په ځمکه ووهله او سملاسي یې اور واخیست.
دا هماغه د نبوغ شېبه وه چې تر دې مخکې په نړۍ کې بل هېچا نه وه تجربه کړې.

د عکس سرچینه، Alan Middleton and the British Matchbox Label and Bookmatch Society
"هغه د دغه کار سوداګریز امکانات درک کړل. دا کار ۱۸۲۶ کال کې وشو - کره نېټه یې نه ده معلومه، خو لومړنی ځل د ۱۸۲۷ کال په اپرېل میاشت کې وپلورل شو."
هغه دې ته د اصطکاکي یا مښل کېدونکي ګوګړ نوم ورکړ او په پیل کې به په لسګونه دانې په یوه فلزي کوتۍ کې پلورل کېدل.
د واکر اصطکاکي اورلګید کوچني پلن تیلي/ډکي درلودل چې یو سر یې د پوتاشیم کلوریت، انټیموني سلفایډ، د ونې ژوالو او اوبو خمبیره کې دننه شوی و.
کله چې به دغه تیلی د رېګچې/رېګمال له تاو شوې ټوټې سره راکښل شو، سملاسي به یې اور واخیست.
واکر خپله ګډوله پټه وساتله، خو هېڅکله یې د اختراع په توګه ثبت نه کړه.
د هغه محصول ارزانه و او مخترع یې پر دې توانېده چې د سټوکتن د خلکو اړتیاوې پوره کړي.
خو د درمل سازۍ مجلې په وینا: "د واکر اورلګېد کامل نه وو. سوځېدونکي سلفري پوښ به کله ناکله له لرګي جلا کېده، چې پر ځمکه غوړېدلي فرش یا د لګوونکي جامو ته یې د زیان رسولو خطر رامنځته کاوه."

د عکس سرچینه، Preston Park Museum
تر ۱۸۲۹ کال پورې د لندن ساموېل جونز خپل (لوسيفایرز) را ایستلي وو چې د واکر د اصطکاکي اورلګید کاپي وه.
دا لومړني اورلګیدونه وو چې په پراخه کچه تولیدېدل.
تر دې لږ وخت وروسته د برتانیا مچبوکس لېبل او بوکمچ ټولنې (بياېماېل او بياېس) رئیس ډېریک جاډ بيبيسي نیوز ته وویل، چې نورو کسانو هم د دغه ترکیب په ښه کولو پیل کړی دی.
د کوتۍ په اندازه او د بستهبندۍ په بڼو کې یې هم بدلونونه راغلل. خو د اورلګید عصري کوتۍ په ۱۸۴۴ کال سویډن کې تر جوړېدو وروسته عامه او مشهوره شوه.
جاډ وايي، "همدا د اورلګید لومړنی کوتۍ وه، رسمآ ثبت شوه."
په ډېرو سیمو کې د ګوګړ یا اورلګید جوړولو د کورني یا کلیوالي صنعت بڼه خپله کړه. خلکو به په کورونو کې تولیدول او کورنیو ته به یې د عاید یو څه سرچینه برابروله.
خو دا کار بې خطره هم نه و.
جاډ وایي هغو ښځو او ماشومانو به چې د فابریکو شاوخوا اوسېدل، د بستو یا کوتیو د شمېر له مخې پیسې ترلاسه کولو او ټاکلې اندازه ثابته تنخوا یې نه درلوده. "وروسته ماشینونه راغلل او دا صنعت پر میلیون ډالري کاروبار بدل شو."

د عکس سرچینه، Getty
خو وروسته یوې بلې اختراع یعنې سګرېټ لایټر دغه صنعت کمزوری کړ.
جاډ وایي: " د کلونو په تېرېدو سره دغه کاروبار کوچنی شو... ډېر شرکتونه یې له منځه تللي دي."
اورلګید لا هم په ټوله نړۍ کې یو عام کارېدونکی او اړین شی دي، خو د مېډلټن په وینا اوس د فېشن برخه هم ګرځېدلی، داسې چې ځانګړي ډیزاین شوي کوتۍ یې په تر ۲۵۰ ډالرو پورې پلورل کېږي."
خو مخترع یې تر اوسه هم ډېر نه پېژندل کېږي. مېډلټن او جاډ دواړه موافق دي چې د دوه سوه کاله له تېرېدو سره د واکر نوم اوس د لا زیات یادېدو او پېژندنې وړ دی.
جاډ وایي: "واکر د تاریخ داسې شخص و چې نه یې غوښتل خپله اختراع تعقیب کړي... که دا کار یې کړی وای، ښايي ډېر به مشهور شوی و."

د عکس سرچینه، Stockton Borough Council
له ښه مرغه، د سټوکټن اوسېدونکي هم همداسې انګېري. ډېر خلک هیله لري د ۲۰۰مې کلیزې مراسم یې، چې می پر ۲۹مه یا د واکر د زوکړې پر ورځ پیلېږي، بالاخره دغه بېساري سیمهییز مخترع ته هغه درناوی وروبخښي چې مستحق یې دی.
د ځايي شورا یا کونسل مشره لیزا ایوانز وایي: "موږ هیله لرو د هغو فعالیتونو له لارې به چې سږ او راتلونکی کال دلته ترسره کېږي، ډېر خلک د ننني کارېدونکي عام ګوګړ (ورلګید) په پرمختګ کې د هغه پر لوبولي رول خبر شي."
"د مښونکي اورلګید اختراع دې ته لاره هواره کړه چې اور ډېر ژر او په لږه هڅه ولګول شوي."
د نوموړې په وینا د ګوګړو راتګ، په صنعتي او کورني دواړو چاپېریالونو کې ورځني کارونه ډېر اسانه او ګړندي کړل."
"هغه سپرغۍ چې ده بله کړه، تر ننه پورې خلک الهام وربښي."




















