سي بي اېس: ایران ځينې پوځي الوتکې پاکستان او ملکي افغانستان ته لېږدولې دي

د ایران د ماهان هوايي شرکت الوتکه

د عکس سرچینه، Getty Images

د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

په امریکا کې د بي بي سي همکارۍ رسنۍ سي بي اېس د دوو امریکايي چارواکو له خولې راپور ورکړی چې پاکستان په "پټه توګه ایرانيو پوځي الوتکو ته اجازه ورکړې چې د دغه هېواد په هوايي اډو کې ځای پر ځای شي".

له سي بي اېس سره د خبرو پر مهال د امنيتي مسايلو په اړه باخبره امریکايي چارواکو ويلي، ښايي ایران خپلې ځينې پوځي الوتکې په پاکستان کې د دې لپاره ځای پر ځای کړې وي چې د پراخېدونکې جګړې او د امریکا له هوايي بریدونو یې خوندي کړي.

امريکايي چارواکو ادعا کړې، پاکستان په داسې حال کې چې ځان يې د تهران او واشنګټن ترمنځ د منځګړي په توګه معرفي کاوه، "په پټه" يې ايراني پوځي الوتکو ته اجازه ورکړه چې د دې هېواد په هوايي ډګرونو کې ځای پر ځای شي. یوه امریکايي سناتور لېنزي ګراهم ويلي، که چېرې دا راپورونه سم وي، د منځګړي په توګه د پاکستان رول بايد له سره و ارزول شي.

دغو دوو امریکايي چارواکو سي بي اېس نيوز ته ويلي چې ایران همدارنګه ملکي الوتکې افغانستان ته استولې دي. خو دا لا نه ده روښانه چې په دې پوځي الوتکې هم وې که نه.

په افغانستان کې د ملکي هوايي چلند ادارې يوه چارواکي سي بي اېس نيوز ته ويلي چې د ایران د ماهان هوايي شرکت یوه ملکي الوتکه د جګړې له پیل وړاندې کابل کې ښکته شوه، د ایران هوايي حريم له تړل کېدو سره دغه الوتکه د کابل په هوايي ډګر کې پاتې شوه او په مارچ مياشت کې د پاکستان او طالبانو حکومت تر منځ د شخړې له پيلېدو پورې همدلته وه چې وروسته د هرات هوايي ډګر ته ولېږدول شوه.

د هوايي چلند دغه چارواکي ويلي، دا په افغانستان کې د ایران يوازينۍ الوتکه وه.

د طالبانو حکومت ویاند ذبيح الله مجاهد سي بي اېس نيوز ته په افغانستان کې د ایراني الوتکو شتون رد کړی او زياته کړې یې ده چې "دا خبره سمه نه ده او ایران هم دې کار ته اړتيا نه لري".

سي بي اېس نيوز ته امریکايي چارواکو ويلي، د تهران له خوا د الوتکو د لېږلو هڅې دا ښيي چې ایران غواړي د خپلو پاتې پوځي او هوايي شتمنيو یوه برخه خوندې کړې.

امریکايي چارواکو چې د نوم نه ښودلو په شرط له سي بي اېس سره خبرې کړې، ويلي، څو ورځې وروسته له هغه چې ډونلډ ټرمپ د اپرېل په لومړيو کې له ایران سره اوربند اعلان کړ، تهران څو الوتکې د نور خان هوايي اډې ته ولېږدولې. نور خان يوه ستراتيژيکه پوځي اډه چې د راولپنډۍ ښار ته څېرمه موقعیت لري.

سي بي اېس راپور ورکړی چې په لېږدول شويو پوځي وسايلو کې یوه د ایران د هوايي ځواک هرلوکس ار سي-۱۳۰ الوتکه هم ليدل شوې ده.

د امریکا مرکزي قومندانۍ سي بي اېس نيوز ته په دې اړه غبرګون نه دی ورکړی او دا یې پاکستاني او افغان چارواکو ته پراېښی دی.

خو يوه لوړ پوړي پاکستاني چارواکي د نور خان اډې په اړه دا ادعاوې رد کړې دي او سي بي اېس نيوز ته یې ویلي چې "نور خان اډه د ښار په زړه کې موقعيت لري او دا ناشونې ده چې الوتکې دې د خلکو له سترګو پټې وساتل شي".