د قطر له ګازو د دوبۍ تر ګرځندوی صنعت پورې: د خليج هېوادونو پر اقتصاد د ایران د جګړې اغېز

قطر

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، ایران در واکنش به حملات اسرائیل و آمریکا، به کشورهای خلیج فارس حمله کرد
    • Author, سمير هاشمي
    • دنده, د بي بي سي عربي اقتصادي خبريال
  • د لوستلو وخت: ۶ دقیقې

د ۱۹۹۰مې لسيزې په پيل کې قطر له اقتصادي کړکېچ سره مخامخ و. د لوړې کچې پورونو او د دولت کمو عایداتو پر عامه بوديجې دروند فشار راوړی و. د اقتصادي ودې لپاره دغه کوچني خليجي هېواد پرېکړه وکړه چې د طبيعي ګازو په برخه کې پانګونه وکړي، دا داسې يوه برخليک ټاکونکې پرېکړه وه چې وروسته یې د قطر اقتصادي حالت بدل کړ.

قطر له خپلو سمندري زېرمو د ګازو ايستلو ته مخه کړه او د نړۍ بېلابېلو برخو ته یې په صادرولو لاس پورې کړ.

دغه پرېکړه د قطر پر سمندر غاړه له پلازمېنې دوحې شاوخوا ۹۰ کيلومتره لرې د راس لفان صنعتي ښار د جوړېدو لامل شوه. په راتلونکو دریو لسيزو کې راس لفان د نړۍ د مايع طبيعي ګازو تر ټولو ستر صادراتي مرکز شو او د شتمنو هېوادونو په نوملړ یې کې د قطر په شاملولو کې د پاموړ رول درلود.

خو د مارچ پر ۱۸ مه دغه دغه برياوې له ګواښ سره مخامخ شوې.

یو ایرانی بالسټيک توغندی د راس لفان د ګازو په سيمه کې ولګېد او د نړۍ د مایع طبيعي ګازو شاوخوا ۱۷ سلنه عرضه یې ګډوډه کړه.

اټکل کېږي چې له دې برید وروسته به د قطر د انرژۍ دولتي شرکت د خپل کلني عايد شاخوا ۲۰ میليارده ډالر له لاسه ورکړي وي. دغه برید همدارنګه د اسيا مهمو بازارونو په ځانګړي ډول د چين د ګازو عرضه هم له ستونزو سره مخامخ کړه او ویل کېږي د دغو تاسيساتو بيا رغول به له دريو تر پنځو کلونو وخت ونيسي.

د کولمبيا پوهنتون د نړيوالې انرژۍ د پاليسۍ مشره څېړونکې کېرن ينګ وايي، "دغه برید د انرژۍ د نړيوالو بازارونو او ان د خليج هېوادونو لپاره هم ټکان ورکوونکی و".

د قطر د انرژۍ دولتي شرکت اجرائيه رئیس سعد کعبي هم وايي د زيانونو کچې "سيمه له ۱۰ تر ۲۰ کلونو پورې شاته وغورځوله".

دغه برید وروسته له هغه وشو چې اسرائیلو د ایران د ګازو سيمه چې د قطر د ګازو له مرکز سره نژدې پرته ده په نښه کړه. دا دواړه ځايونه په ګډه د نړۍ د طبيعي ګازو تر ټولو سترې زېرمې دي.

د راس لفان مرکز

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، قطر په نړۍ کې د طبیعي ګازو یو له سترو صادرونکو دی.

د يوې ارزونې له مخې د ایران جګړې تراوسه په خيليج سيمه کې شاوخوا ۸۵ میليارده ډالره زيان اړولی دی.

د روان کال د فبرورۍ له ۲۸ راهيسې چې امریکا او اسرائیلو پر ایران بریدونه پیل کړی، تر ۸۰ زيات د انرژۍ تاسيسات په نښه شوي، د انرژۍ نړيوالې ادارې له مخې له درېيمې برخې زيات یې سخت زيانمن شوي دي.

د قطر تر څنګ په بحرين، کویت، سعودي او متحده عرب اماراتو کې هم د زيانونو راپورونه ورکړل شوي دي.

دغه وضعيت سيمه له یوه سترې اقتصادي صدمې سره مخامخ کړې.

نړیوال بانک د جکړې له کبله د ۲۰۲۶ کال لپاره د منځني ختیځ اقتصادي وده ۱.۸ سلنې ته راټيټه کړې او خبرداری یې ورکړی چې د دې جګړې پايلې ښايي اوږدمهاله "ټپونه" پرېږدي.

دغه ادراې مخکې د ۲۰۲۶ کال لپاره د سيمې اقتصادي وده څلور سلنه اټکل کړې وه. نړيوال بانک وايي تر ټولو ډېر اقتصادي زيان به قطر او کویت ته ورسېږي.

په مقابل کې سعودي او متحده عرب امارات تر یوې اندازې له دې پلوه غښتلي ښکاري، دا ځکه چې د دوی ټول تېل او یا ګاز د هرمز تنګی له لارې نه تېرېږي او له نورو لارو هم صادرېدلی شي.

د خليج اقتصاد مشورتي شرکت مشر جسټن الکساندر وايي، د جګړې اغېز پر خليج هېوادونو ډېر سخت دی خو د هغه په وینا د جګړې د پایته نه رسېدو له کبله، لا هم د زيانونو د ابعادو کره اټکل شونی نه دی.

دی وايي، "ان که جګړه نن هم ودرېږي، بيا به هم د پام وړ اغیزې پاتې وي او د وضعيت عادي حالت ته ستنېدل به وخت ونيسي".

اقتصادي زيانونه يوازې د انرژۍ پر زېربناوو په فزيکي ډول نه دي وارد شوي. د هرمز تنګي د تړل کېدو له کبله د تېلو او ګازو صادرات هم ډېر کم شوي او فشارونه یې زيات کړي دي. په عادي شرايطو کې د ګازو او تېلو شاوخوا ۲۰ سلنه سوداګري د هرمز تنګي له لارې کېده.

د خليج د تېلو او ګازو توليدوونکو هېواونو لپاره د هرمز تنګی د اقتصاد حياتي شريان ګڼل کېږي. سعودي اړ شوی چې د نفتو د لېږد لپاره د سره سمندر پر غاړه د ینبع پر بندر تکيه وکړي او متحده امارات هم هرمز تنګي پر ځای د نفتو لېږد لپاره د فجيره پايپ لاين کاروي. خو د دغو بديلو لارو ټول ظرفيت له هغې نيمايي لږ دی چې معمولا د هرمز تنګي له لارې لېږدول کېدی شي.

د انرژۍ د نړيوالې ادارې مشر دغه وضعيت "په تاریخ کې د انرژۍ تر ټولو ستر کړکېچ" بللی دی. په همدې مهال د قطر د ماليې وزير خبرداری ورکړی چې د ایران د جګړې بشپړې اقتصادي پايلې لا تراوسه هم په بشپړه توګه نه دي جوتې شوې.

د کویت پوهنتون استاد او په بریتانيا کې د چتم هاوس څېړونکی بدر سيف وايي، دغه کړکېچ ښايي قطر، کویت او بحرين ته دا لاره هواره کړي چې د پايپ لاين شبکو پراختيا ته مخه کړي چې په راتلونکي کې پر هرمز تنګي خپله تکيه راکمه کړي.

دی وايي. "دغه هېوادونه نشي کولی يوازې پر یوې لارې د نفتو او ګازو د لېږد لپاره تکيه وکړي. اوس ګواښ د ایران له لوري دی خو کېدی شي په راتلونکي کې بل ګواښ هم رامنځته شي".

په دوبی کې يو هوټل چې څوکۍ یې خالي دي

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د جګړې اقتصادي پايلې يوازې د انرژۍ برخې ته نه دي اوښتې. د سفر او ګرځندوی سکتور چې د خليج په ځينو هېوادونو کې د اقتصاد په برخه کې مهم ګڼل کېږي، سخت زيانمن شوی. د سفرونو او ګرځندوی نړیوالې ادارې د مارچ په مياشت کې اټکل کړی و چې منځنی ختیځ د جګړې له پيل راهيسې هره ورځ شاوخوا ۶۰۰ میليونه ډالر د ګرځندوی له عوايدو له لاسه ورکوي.

متحده عرب امارت چې په تېرو لسيزو کې یې هڅه کړې وه خپل ځای د نړيوال ګرځندوی د يوه مهم مرکز په توګه معرفي کړي له هغو هېوادونو دی چې تر ټولو ډېر زيان یې ليدلی. په دوبۍ کې د سفر او هوټلونو په برخه کې فعالو شرکتونو د سفرونو د لغوه کېدو د زياتوالي او ګرځندويانو د شمېر کېدو خبر ورکړی چې ورسره هوټلونه تش پاتې دي او د دندو له منځته تلو او یا بې معاشه رخصتۍ لامل شوي دي.

په ورته وخت کې پر مالي سيستم د فشار نښې هم ليدل کېږي، تېره مياشت د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ اعلان وکړ چې دغه هېواد د متحده عرب اماراتو په ګډون له خليجي متحدينو سره د اسعارو د تبالې د لارو په اړه غور کوي.

دا ډول ميکانيزم مرکزي بانکونو ته دا زمينه برابروي چې امریکايي ډالرو ته په اسانه لاسرسی ولري. خو اماراتو دا موضوع کم ارزښته بللې ده. په امریکا کې د دغه هېواد سفير يوسف عتيبه ويلي، دا انګېرنه چې امارات بهرني مالي ملاتړ ته اړتيا لري "د واقعيتونو ناسم پوهاوی" دی.

اماراتو همدا ډول ويلي چې له اوپېک یا د نفتو صادرونکو هېوادونو له سازمانه وځي. هغه ګام چې دې هېواد ته د نفتو د صادراتو په برخه کې خپلواکي ورکوي. امارات د اوپېک څلورم ستر توليدونکی هېواد دی چې د نړۍ د نفتو شاوخوا ۳۷ سلنه عرضه په واک کې لري.

په سوريه کې نړېدلې ودانۍ

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، د سوریې په څېر هېوادونه د بیارغونې لپاره د خلیج هېوادونو پر پیسو تکیه کوي.

د منځني ختيځ په نورو برخو کې د غزې، لبنان او سوریې په څېر هېوادونه به لا هم د خپلو اقتصادونو د بيارغونې لپاره د خليج د نفتو شتمنو صادرونکو هېوادونو پر مالي مرستو تکيه ولري. خو اوس ښايي دغه ملاتړونه له ستونزو سره مخامخ شي ځکه چې خليج هېوادونه به مالي سرچينې د خپلو کورنيو اقتصادونو بيارغونې ته ځانګړې کړي.

جسټن الکساندر وايي، "ښايي هغه لويې مرستې او پانګونې چې د سيمې ځينې هېوادونه ورته اړتيا لري نورې د لاسرسي وړ نه وي".

دا شخړه ښايي د خليج هېوادونو د اقتصادي تنوع پر پروګرامونو هم اغېز وکړي. دغو هېوادونو په مصنوعي ځيرکتيا، سپورټ او د ساعتېرۍ په برخو کې ميلياردونه ډالر پانګونه کړې چې له دې لارې د نفتو پر عوايدونو خپله تکيه کمه کړی.

سعودي او متحده عرب اماراتو ميلياردونه ډالر لګولي چې د ټکنالوژۍ او مصنوعي ځيرکتیا په سيمه ييزو مرکزونو بدل شي او مسلکي کاري ځواک جذب کړي.

ځينو شننونکو دا پوښتنه هم راپورته کړې چې ایا د خليج هېوادونه به په امریکا کې خپلې پانګونې کمې کړې که نه. بدر سيف وايي، "په امریکا کې د سلګونو ميلياردو او ان ټريليونونو ډالرو د پانګونې ژمنې ښايي د ځينو هېوادونو له خوا بيا وارزول شي".

په همدې مهال داسې اندېښنې هم شته چې که له ایران سره د شخړې د پايته رسولو لپاره يوه تلپاتې هوکړه ونشي او د هرمز تنګي د پرانيستل کېدو لپاره تضمين نه وي، اقتصادي فشارونه به نور هم زيات شي.