طالبان: د ژورو څاه ګانو ایستوونکي دې د څاه ګانو خوندیتوب باوري کړي

څاه
د خپرېدو وخت

په تېرو څو میاشتو کې د افغانستان په جنوب کې ژورو څاه ګانو ته د ماشومانو د لوېدو څو پېښې شوي چې اوس یې د مخنیوي لپاره حکومت له هغو کسانو او کمپنیو چې څاه ګانې وباسي غوښتي چې د هرې نوې او پخوانۍ ژورې څاه خوندیتوب ته پام باوري کړي.

افغانستان کې ژورې څاه ته د یوه ماشوم د لوېدو وروستۍ پېښه د کندهار په خاکریز ولسوالۍ کې وه چېرې چې یوه وړه نجلۍ له ژورې څاه نه ژوندۍ وایستل شوه.

د طالبانو د حکومت د فواید عامې وزیر ملا عبدالمنان عمري چې د دې نجلۍ د ژغورنې عملیاتو ته ورغلی و وايي حکومت د ژورو څاه ګانو له ایستوونکو او مالکانو غواړي چې د خوندیتوب لپاره ټول اړین ګامونه باوري کړي.

ښاغلی عمري له بي بي سي سره په خبرو کې وویل ژورې څاه ګانې په زراعتي ځمکو کې ډېرې دي او دوی مخکې هم ټولو هغو خلکو ته چې په زراعتي ځمکو کې یې ژورې څاه ګانې ایستي دي لارښونه کړې وه چې د څاه ګانو سرونه پټ کړي.

د طالبانو د فواید عامې وزیر په جدیت سره له هغو خلکو نه چې دغسې څاه ګانې یې ایستلي دي وغوښتل چې د څاه ګانو سرونه پټ کړي څو په دې توګه څاه ګانو ته د ماشومانو د لویدو مخه ونیول شي.

ښاغلي عمري وویل د طالبانو حکومت به هم دا موضوع په جدیت سره څاري او که څوک د دوی له لارښونو نه سرغړونه کوي نو د خپل جرم سره سم به جزا ورکول کېږي.

هغه پر کورنیو هم غږ وکړ چې د خپلو اوسېدو په سیمو کې د ژورو څاه ګانو خوندیتوب باوري کړي.

زابل کې څاه ته د ماشوم د لوېدو پېښه

ژوره څاه

څه موده وړاندې په زابل ولایت کې د یوه کلي څاه ته لوېدلی یو ماشوم ''حیدر '' د ژغورنې له څلور ورځنيو پراخو هلو ځلو وروسته مړ شو.

مرستندویان له پرلپسې هڅو وروسته وتوانېدل چې حېدر له څاه نه وباسي خو له ایستلو وروسته نوموړی مړ شو.

په زابل کې یوه ځايي خبریال بي بي سي ته ویلي وو له څاه د رایستل کېدو پر مهال شپږ کلن حیدر ساه نه اخیسته.

مرستندویانو ماشوم ته د رسېدو لپاره د هغه څاه په څنګ کې چې هغه پکې ایسار پاتې و، یوه ژوره وکېندله او په پام کې وه، چې له راایستل کېدو سملاسي وروسته به د درملنې لپاره په چورلکه کې پلازمېنې کابل ته ولېږدول شي.

د زابل پولیسو ویاند ذبیح الله جوهر له اې ایف پي خبري اژانس سره په خبرو کې په دې هکله وویل:

''کله چې د ژغورنې عملیات پای ته ورسېدل، لومړۍ څو دقیقې یې ساه اخیسته، روغتیا پالانو اکسیجن هم ورکړ، خو کله چې ډاکترانو چورلکې ته لېږداوه، ساه یې ورکړه. ''