BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
د دوه اسرائیلي پوځیانو له وژل کېدو وروسته فلسطینیو کورنیو ته د وتلو امر شوی
د سیمه ییزو سرچینو په وینا، اسرائیلي ځواکونو د لوېدیځې غاړې په سوېل کې د الخلیل ښار شاوخوا ۲۵۰ فلسطیني کورنۍ له خپلو کورونو وتلو ته اړې کړې دي. دا کار د کورونو د ویجاړولو او پر تګ راتګ له پراخو محدودیتونو سره په هممهاله شوی دی.
پاکستان کې د مایع ګاز بیه له ۶۰۰ کلدارو اوښتې؛ لاملونه یې څه دي؟
پاکستان کې په تېرو څو ورځو کې د اوبلن یا اېلپيجي ګاز بیه پام وړ لوړه شوې او یو کیلو یې له ۶۰۰ کلدارو اوښتی دی. د پاکستان د احصایې فدرال ادارې هم روانه اوونۍ د ګرانۍ په تړاو خپل راپور کې د اوبلن ګاز د بیو د پام وړ لوړېدو پخلی کړی دی.
د امریکا استخباراتي خبرداری: د امریکایانو د وژلو لپاره د ایران پلانونه 'پرمختللو پړاوونو' ته رسېدلي
په یوه تازه استخباراتي یادداشت کې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ته استول شوی، راغلي چې د دغه هېواد د استخباراتي ادارو د ارزونې له مخې، "ایران په منځني ختیځ او د نړۍ په نورو برخو کې د امریکايي ډیپلوماټانو او چارواکو د په نښه کولو هڅې د پام وړ زیاتې کړې دي او د مرګونو بریدونو پلانونه پرمختللو پړاوونو ته رسېدلي دي. "
پولیو یا ګوزڼ څه شی دی او څنګه خپرېږي؟
پولیو یا د ماشومانو فلج یوه ویروسي ناروغي ده چې تر ډېره کوچني ماشومان پرې اخته کېږي. دا ویروس د خولې له لارې بدن ته ننوځي، د کولمو له لارې وینې ته رسېږي او پر عصبي سیستم برید کوي. له هر ۲۰۰ اخته کسانو یو یې د نه رغېدونکي فلج (ډېر کله د پښو له فلجوالي) سره مخ کېږي، او له هر لسو فلج شوو کسانو یو د تنفسي عضلو د فلج کېدو له امله ژوند له لاسه ورکوي.
"نباتي غوښه"د افغانستان په کروندو کې ارزښمن خواړه؛ ولې سویا بین د خلکو پر دسترخوان نشته؟
افغانستان د نړۍ له یوې تر ټولو سختې خوارځواکۍ سره مخ دی، د دغه هېواد په لږ تر لږه ۱۸ ولایتونو کې د پروټینونو یو غني محصول کرل کېږي چې لا هم ډېری افغانان پرې خبر نه دي. بي بي سي د (دهقان) د راډیویي خپرونې د لومړۍ کلیزې په پلمه، چې د ۱۴۰۴ لمریز کال د لړم پر څلورمه پیل شوې وه، دا وار له همدې پوښتنې سره چې چاره څه ده؟ د افغانستان کروندو ته ورغلې ده.
د اومو شیدو روغتیايي ګټې څه دي؟
که چیرې موږ د اومو یا خامو، یا نه پاستورایز شویو شیدو د ګټو په اړه په خبرو او بحثونو باور وکړو، نو داسې برېښي چې دا د هر څه لپاره یو حل دی؛ د معافیتي سیسټم له پیاوړتیا نیولې تر شیدو او په ټوله کې له لبنیاتو سره د حساسیت مخنیوي او د هضم تر ښه کولو پورې به یې د هر څه درمل وګڼو.
کرېکټ: افغانستان زېمبابوې ته په ماتې ورکولو دری هېواديزه لوبلړۍ وګټله
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې زېمبابوې ته په پايلوبه کې په ماتې ورکولو سره د کرېکټ يو ورځنيو دری هېواديزه لوبلړۍ وګټله.
شهباز شریف د خیبر پښتونخوا حالت له افغانستان سره تړلی؛ د طالبانو حکومت څه وايي؟
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف یو ځل بیا تور پورې کړی چې افغان خاوره لا هم د پاکستان پر ضد کارېږي او همدې حکومت اړ کړ چې په خیبر پښتونخوا کې بېړنی حالت او والي واکمني نافذه کړي. شهباز شریف دا ادعا تېره ورځ په پېښور کې د خیبر پښتونخوا له واکمن والي، پوځي او سیاسي چارواکو او قبایلي مشرانو سره په یوه غونډه کې کړې ده.
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټیلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
د راشد خان ۲۵۰مه نړیواله لوبه؛ دا افغان ستوری کوم ریکارډونه لري؟
د افغان کرېکټ ستوري لوبغاړي راشد خان د زېمبابوې پر وړاندې د افغانستان له نننۍ یو ورځنۍ لوبې سره په ټولو فارمټونو کې ۲۵۰ نړيوالې لوبې بشپړې کړې.
ایا ستاسې د مخ یو ساده عکس ښودلی شي چې تاسو څومره ناروغ یاست؟
امریکايي څېړونکي وايي، د مصنوعي ځیرکتیا یوه وسیله ښايي له ډاکټرانو سره د ناروغ د مخ یوازې د یوه عکس له لارې د هغه د ناروغۍ شدت په ارزولو کې مرسته وکړای شي.
هغه سړی چې ۵۸ اولادونه لري؛ "نومونه یې رانه هېرېږي، په نس یې نه شم مړولی"
د هر نوي ماشوم له زېږون سره یې پر اوږو د مسولیت بار لا پسې درنېده، خو دې کار هغه د ډېرو ماشومانو له لرلو را و نه ګرځاوه. د محمد صادق کورنۍ د ټول افغانستان په کچه ښايي تر ټولو لویه هغه وي. د ارزګان دا اوسېدونکی له څلورو مېرمنو ۵۸ ماشومان لري او تر ټولو کوچنی ماشوم یې یوازې څو اوونۍ وړاندې وزېږېد.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان
واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.















































