BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
'افغانستان له ازبکستان سره په سوداګرۍ کې پنځم ځای خپل کړ'
د افغانستان سوداګرۍ خونې بي بي سي ته منلې چې په تېرو اووه میاشتو کې له افغانستان سره د ازبکستان د سوداګرۍ کچه یو اعشاریه دوه میلیاردو ډالرو ته رسېدلې ده. په افغانستان کې د سوداګرۍ خونې سلاکار خان جان الکوزی وایي، له پاکستان سره د سوداګرۍ له بندېدو وروسته ډېرو افغان سوداګرو د منځنۍ اسیا هېوادونو ته مخه کړه او هڅه کوي چې له یادو هېوادونو سره راکړه ورکړه ډېره کړي. " افغان سوداګر اوس د منځنۍ اسیا له هېوادونو خوراکي مواد، غوړي، دوا او ځینې نورې توکي واردوي او همدارنګه وچه او تازه مېوه، غالۍ او غوښه یادو هېوادونو ته صادرېږي".
بلوچستان: د تاوتریخوالي پېښو کې د درېیو افغانانو په ګډون څلور کسان وژل شوي
د بلوچستان په دوو ضلعو یا ولسوالیو، چاغي او دوکۍ کې په دوو جلا امنیتي پېښو کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي دي، چې په وژل شویو کې یو قومي مشر هم شامل دی، او دوه نور کسان لا هم بې درکه دي. د ځايي حکومتي چارواکو په وینا، په دوکۍ کې وژل شوي درې کسان افغانان دي، چې د یوه قومي مشر په کرونده کې یې د ساتونکو (څوکیدارانو) په توګه دنده ترسره کوله.
امریکا او ایران د شخړې له بیا سختېدو سره د یو بل پر بېړیو غچ اخیستونکي بریدونه وکړل
د امریکا او ایران اړوند بېړیو د شنبې په ورځ د یو بل پر ضد غچ اخیستونکي بریدونه وکړل. دا د هغو بریدونو وروستۍ لړۍ ده چې یوه اوونۍ وړاندې، له نږدې یوې میاشتې نسبي ارامۍ وروسته یې بیا زور اخیستی دی.
حامد کرزی: "دوې لوڼې مې له زدکړو پاتې دي، ډېرې زياتې خواشينې دي"
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د لندن فايننشل ټايمز ورځپاڼې سره په مرکه کې ويلي چې د هغه له درېیو لوڼو دوه یې له شپږم ټولګي پورته (لېسې) زدکړو محرومې شوې چې په وینا یې "هغوی په دې تړاو ډېرې زياتې خواشينې دي". د فايننشل ټايمز خبريال انډرېس شيپاني له "فايننشل ټايمز سره د غرمنۍ" په نامه د ځانګړې خپرونې لپاره په کابل کې د حامد کرزي په کور کې له هغه سره مرکه کړې ده.
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټیلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
د طالبانو حکومت: په تېر یو کال کې نږدې "دوه میلیون" افغانان هېواد ته ستانه شوي
په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، په تېر یوه کال کې له پاکستان، ایران او ترکیې څلور لکه او نوولس زره او ۷۵ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې چې یو میلیون او ۹۹۷ زره ۴۷۱ کسان کېږي. د طالبانو حکومت په وینا له دې ډلې ۲۱۷ زره ۹۲۴ کورنۍ له پاکستان، ۲۰۰ زره ۹۲۱ کورنۍ له ایران او ۲۳۰ کورنۍ له ترکیې هېواد ته راستنې شوې دي. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، د دغو کډوالو د ملاتړ لپاره له کورنیو او بهرنیو بنسټونو "۲۱ میلیونه ۹۹۵ زره امریکايي ډالره او له ۴۸ میلیونه افغانیو" ډېرې مرستې راټولې شوې دي.
ټرمپ: امریکا ښايي ډېر ژر د ایران 'کوه کلنګ' په نښه کړي
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جمعې په ورځ له خبریالانو سره په مرکه کې وویل امریکا ښايي ډېر ژر د ایران په "کوه کلنګ" (چې لوېدیځې رسنۍ یې د Pickaxe Mountain په نوم یادوي) برید وکړي. کوه کلنګ تر ځمکې لاندې د تونلونو یوه ټولګه ده چې د ایران د نطنز اټومي تاسیساتو ته نږدې موقعیت لري. هغه زیاته کړه: ''موږ د هر هغه کس په اړه معلومات لرو چې په کوه کلنګ کې خوځښت کوي. موږ په ټول ایران کې د خلکو د تګ راتګ په اړه معلومات لرو.''
له ګوندي ملګرو د حکمتیار غوښتنه: د طالبانو او سیاسي بهیرونو له 'ملاتړو او ستایونکو' سره اړیکي پرې کړئ
د افغانستان اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار د خپل ګوند له پلویانو غوښتي، چې له هغو کسانو سره ګوندي اړیکي پرې کړي، چې د ده په وینا د طالبانو په ګډون د افغانستان د ځینو نورو سیاسي بهیرونو او ګوندونو د سیاستونو ''ستاینه او حمایت کوي یا یې غړي شوي.'' دي.
هالنډ د نړیوالې بې ثباتۍ له زیاتوالي وروسته د خپلو سرو زرو زېرمو یوه برخه لندن ته ولېږدوله
د نیدرلنډ مرکزي بانک (ډي این بي) تايید کړې چې د څو میلیاردو ډالرو ارزښت سره زر یې له شمالي امریکا څخه لندن ته لېږدولي دي. د بانک په وینا، دا پرېکړه د مخ پر زیاتېدونکو جیوپولیټیکي کړکېچونو او نړیوالې بې باورۍ له امله شوې ده.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۶ سپتمبر ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۶ سپتمبر ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان
واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۶ سپتمبر ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۵ سپتمبر ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.















































