BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
د برېتانیا لومړي وزیر کېیر سټارمر استعفا وکړه
د برېتانیا لومړي وزیر کېیر سټارمر د دغه هېواد د لومړي وزیر او د کارګر ګوند د مشر په توګه استعفا وکړه. د استعفا له وړاندې کولو مخکې ښاغلي سټارمر وویل چې د کارګر ګوند مشري داسې مهال په میراث ورپاتې شوه چې دغه ګوند له "سیاسي، اقتصادي او د باور له پلوه دیوالیه و". ده زیاته کړه چې "وخت په وخت" ورته ویل شوي چې دا ګوند نور "له منځه تللی دی" خو ښاغلی سټارمر وايي، "هغه خلک یې ناسم ثابت کړل" او بېرته یې "اقتصادي، دفاعي او د ملي امنیت په برخه کې باور ترلاسه کړ".
افغانستان ته د رېل ګاډو له لارې د توکو لېږد '۷۸ سلنه زیات شوی'
افغانستان کې د طالبانو حکومت د ټولګټو وزارت ویلي چې " د تېر کال پرتله د رېلګاډو له لارې د بار وړلو په کچه کې ۷۷ اعشاریه ۹ سلنه زیاتوالی راغلی دی." په دې کې د رېل پټلۍ د افغانستان صادارت او دغه هېواد ته وارېدیدونکي توکي دواړه شامل دي. په داسې حال کې چې له پاکستان سره سوداګریزې لارې تړلې دي له دې لارو سوداګرۍ افغانستان کې د توکو له یوې مخې د ګرانیدو مخه نیولې ده.
عراقچي: د ایران ځينې کنګل شوې شتمنۍ "خوشې شوې"
په داسې حال کې چې منځګړو د امریکا او ایران ترمنځ له هوکړې وروسته د لومړي پړاو مذاکرات "له هیلهبښونکي پرمختګ" سره مله بللي، عراقچي وايي چې د ایران ځينې کنګل شوې شتمنۍ "خوشې شوې دي". د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، "د تېلو او پېټروکېمیکل صادراتو باندې لګېدلی بندیز وځنډول شو، سمندري کلابندي پایته ورسېده" او د ایران ځينې کنګل شوې شتمنۍ "خوشې شوې".
افغان ستورمزلی عبدالاحد مومند ومړ
د افغانستان لومړنی ستورمزلی عبدالاحد مومند د ۶۷ کلونو به عمر جرمني کې مړ شوی دی. د هغه د کورنۍ یوه غړي طلا احمدزي بيبيسي ته ویلي، چې نوموړی له څه مودې راهیسې ناروغ و او تشخیص شوې وه، چې پر سرطان اخته دی. عبدالاحد مومند له ۱۹۹۲ کال راهیسې له خپلې کورنۍ سره د جرمني په شتوتګارډ کې اوسېده.
د فوټبال نړیوال جام: مصر د محمد صلاح له ځلېدو سره نیوزیلنډ ته د دوو ګولونو په توپیر ماته ورکړه
د مصر فوټبال ملي لوبډلې دوشنبه (د جون ۲۲مه) د ۲۰۲۶م کال فوټبال نړیوال جام په ګروپي سیالیو کې نیو زیلنډ ته د ۱ پر وړاندې په درېیو ګولونو ماته ورکړه. دا لومړنی ځل شو چې مصر د فوټبال په نړیوال جام کې سیالي ګټي.
د ۲۰۲۶ نړیوال جام: لوبې او پایلې
د ګول وهلو زړه پورې شېبې، پایلې او بل پړاو ته د لوبډلو لار موندل
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
د کابل او استانې د همکاریو نوی څپرکی: افغانستان او قزاقستان په کلني ډول درې میلیاردو ډالرو ته د سوداګرۍ رسولو هوډ لري
د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د هغه هېواد د اقتصاد وزیر سیریک ژوما نګارین د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د جمعې پر ورځ کابل ته رسېدلی. د لیدنو کتنو منځټکي تر ډېره سوداګري او ټرانزیټي لارې دي.
هره ورځ د خوړو بشپړوونکو درملو ګډوله خوړل ښايي تر ګټي زیان ډېر ولري
ما هېڅکله ځان د خلکو له ډلې نه باله چې د غذایي تکمیلوونکو (بشپړوونکو (سپلیمنټونو) خوړلو ته لېواله وي، خو ما خپلې المارۍ ته ښه وکتل.
نګیتا درانۍ بشپړ قرآن کریم په لاس لیکي او ګڼو نورو ته د ښکلي لیک هنر رسوي
د هرات ښار د تاریخي ارګ یا اختیار الدین کلا په یوه څنډه کې د څو نجونو یوه پېنډه پر خپلو هنري کارونو بوخته لیدل کېده. شاوخوا د دوی د هنر بېلګې پرتې وې، خټین لوښي چې په ډېرې ښکلې بڼه جوړ شوي وو. د دې لوښو پر سر یوه نومدړه هم لګېدلې وه چې پرې لیک و، د خټین زر ګالري.
جیورجیا مېلوني وايي، ټرمپ هغه خبره 'له ځانه جوړه کړې' چې ګواکې دې د تصویر اخیستلو لپاره زارۍ ورته کړې
د ایټالیا لومړۍ وزیره جیورجیا مېلوني وايي، د د ډونلډ ټرمپ هغې مرکې حیرانه کړې چې د ایټالیا له یو خبري چینل سره کړې او پکې د امریکا ولسمشر ادعا کړې وه چې ګواکې هغې (مېلوني) له ده (ټرمپ) سره د عکس اخیستلو لپاره زارۍ کړې وې.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۲۲ جون ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
ژوندۍ خپرونه واورئ, خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۲۲ جون ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان
واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۲ جون ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۲۱ جون ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.
















































