BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • فلسطينیو کورنیو ته 24 أكتوبر/تشرين الأول 2026.

    د دوه اسرائیلي پوځیانو له وژل کېدو وروسته فلسطینیو کورنیو ته د وتلو امر شوی

    د سیمه ییزو سرچینو په وینا، اسرائیلي ځواکونو د لوېدیځې غاړې په سوېل کې د الخلیل ښار شاوخوا ۲۵۰ فلسطیني کورنۍ له خپلو کورونو وتلو ته اړې کړې دي. دا کار د کورونو د ویجاړولو او پر تګ راتګ له پراخو محدودیتونو سره په هممهاله شوی دی.

  • پاکستان

    پاکستان کې د مایع ګاز بیه له ۶۰۰ کلدارو اوښتې؛ لاملونه یې څه دي؟

    پاکستان کې په تېرو څو ورځو کې د اوبلن یا اېل‌پي‌جي ګاز بیه پام وړ لوړه شوې او یو کیلو یې له ۶۰۰ کلدارو اوښتی دی. د پاکستان د احصایې فدرال ادارې هم روانه اوونۍ د ګرانۍ په تړاو خپل راپور کې د اوبلن ګاز د بیو د پام وړ لوړېدو پخلی کړی دی.

  • مارکو روبیو

    د امریکا استخباراتي خبرداری: د امریکایانو د وژلو لپاره د ایران پلانونه 'پرمختللو پړاوونو' ته رسېدلي

    په یوه تازه استخباراتي یادداشت کې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ته استول شوی، راغلي چې د دغه هېواد د استخباراتي ادارو د ارزونې له مخې، "ایران په منځني ختیځ او د نړۍ په نورو برخو کې د امریکايي ډیپلوماټانو او چارواکو د په نښه کولو هڅې د پام وړ زیاتې کړې دي او د مرګونو بریدونو پلانونه پرمختللو پړاوونو ته رسېدلي دي. "

  • پولیو

    پولیو یا ګوزڼ څه شی دی او څنګه خپرېږي؟

    پولیو یا د ماشومانو فلج یوه ویروسي ناروغي ده چې تر ډېره کوچني ماشومان پرې اخته کېږي. دا ویروس د خولې له لارې بدن ته ننوځي، د کولمو له لارې وینې ته رسېږي او پر عصبي سیستم برید کوي. له هر ۲۰۰ اخته کسانو یو یې د نه رغېدونکي فلج (ډېر کله د پښو له فلجوالي) سره مخ کېږي، او له هر لسو فلج شوو کسانو یو د تنفسي عضلو د فلج کېدو له امله ژوند له لاسه ورکوي.

  • مصاحبه خبرنگاران بی‌بی‌سی با دو دهقان در لغمان

    "نباتي غوښه"د افغانستان په کروندو کې ارزښمن خواړه؛ ولې سویا بین د خلکو پر دسترخوان نشته؟

    افغانستان د نړۍ له یوې تر ټولو سختې خوارځواکۍ سره مخ دی، د دغه هېواد په لږ تر لږه ۱۸ ولایتونو کې د پروټینونو یو غني محصول کرل کېږي چې لا هم ډېری افغانان پرې خبر نه دي. بي بي سي د (دهقان) د راډیویي خپرونې د لومړۍ کلیزې په پلمه، چې د ۱۴۰۴ لمریز کال د لړم پر څلورمه پیل شوې وه، دا وار له همدې پوښتنې سره چې چاره څه ده؟ د افغانستان کروندو ته ورغلې ده.

  • د شیدو لوښی

    د اومو شیدو روغتیايي ګټې څه دي؟

    که چیرې موږ د اومو یا خامو، یا نه پاستورایز شویو شیدو د ګټو په اړه په خبرو او بحثونو باور وکړو، نو داسې برېښي چې دا د هر څه لپاره یو حل دی؛ د معافیتي سیسټم له پیاوړتیا نیولې تر شیدو او په ټوله کې له لبنیاتو سره د حساسیت مخنیوي او د هضم تر ښه کولو پورې به یې د هر څه درمل وګڼو.

  • د افغانستان کرېکټ لوبغاړي

    کرېکټ: افغانستان زېمبابوې ته په ماتې ورکولو دری هېواديزه لوبلړۍ وګټله

    د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې زېمبابوې ته په پايلوبه کې په ماتې ورکولو سره د کرېکټ يو ورځنيو دری هېواديزه لوبلړۍ وګټله.

  • مجاهد او شهباز شریف

    شهباز شریف د خیبر پښتونخوا حالت له افغانستان سره تړلی؛ د طالبانو حکومت څه وايي؟

    د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف یو ځل بیا تور پورې کړی چې افغان خاوره لا هم د پاکستان پر ضد کارېږي او همدې حکومت اړ کړ چې په خیبر پښتونخوا کې بېړنی حالت او والي واکمني نافذه کړي. شهباز شریف دا ادعا تېره ورځ په پېښور کې د خیبر پښتونخوا له واکمن والي، پوځي او سیاسي چارواکو او قبایلي مشرانو سره په یوه غونډه کې کړې ده.

  • افغانستان کې زده کوونکي

    د 'ترکیې معارف بنسټ' افغانستان کې د زده‌کوونکو شمېر لوړوي

    د افغانستان دولتي خبري اژانس(باختر) په یوه رپوټ کې ویلي، د ترکیې معارف بنسټ پلان لري چې په افغانستان کې خپل ښوونیز فعالیتونه پراخ کړي او د زده‌کوونکو شمېر له ۶ زرو ۸ زرو ته لوړ کړي.

لنډې ویډیوګانې پریږدئ او دوام ورکړئ

لنډې ویډیوګانې

  • هند کې مذهبي مېله
  • .
  • a man is looking in his phone
  • مجاهد
  • لوېدیزه غاړه کې برید
  • د بریتانيا پاچا او د عمان سلطان
  • یمني ماشومان
  • BBC
  • چین زلزله
  • د اسرائیلو په ټاکنو کې د نتنیاهو اصلي سیال ګادي ایزنکوټ څوک دی؟
  • Anayet Karim Bijoy
  • .

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټیلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • واورئ, خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي