BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
یونیسکو: د ۲۰۲۱ له اګسټ راهیسې له دوو میلیونو ډېرې افغانې نجونې له زدکړو بې برخې شوې دي
د ملګرو ملتونو ښوونیز، روزنیز او کلتوري سازمان 'یونیسکو' ویلي، طالبانو په افغانستان کې په ۲۰۲۱ کال کې له بیا واکمنېدو راهیسې اټکل شوي ۲.۴ میلیونه افغانې نجونې له منځنیو زدکړو منع کړې دي. دا اونۍ طالبان په داسې حال کې واک ته د بېرته ستنېدو پنځمه کلیزه لمانځي چې ځینې هېوادونه له دغه حکومت سره خپلې اړیکې پراخوي، سره له دې چې د بشري حقونو د څارونکو اندېښنې مخ په زیاتېدو دي.
د ۲۰۲۶ کال کسوف: کله پېښېږي او څنګه یې سم لیدلی شو؟
د چهارشنبې په ورځ، (اګسټ ۱۲مه)، د نړۍ په ځینو سیمو کې به د لمر کسوف ولیدل شي؛ په ځینو ځایونو کې به بشپړ او په نورو کې به یې یوه برخه. که تاسو ونه توانېږئ چې کسوف په مستقیم ډول ووینئ، بیا هم د نړۍ له بېلابېلو برخو د کسوف د زړهراښکونکو انځورونو د لیدلو په تمه شئ. د لمر کسوف څه شی دی؟ دلته یې په اړه معلومات لوستلی شئ.
طالبان او نړۍ؛ له رسمیت پېژندنې پرته د اړیکو نوی پړاو
پنځه کاله وروسته له دې چې طالبان بېرته واک ته ورستانه شول، د افغانستان د طالبانو چارواکو له یو شمېر هېوادونو سره کاري او عملي اړیکې جوړې کړې دي، که څه هم د دوی حکومت په رسمي ډول په پراخه کچه نه دی پېژندل شوی. روسیه لا هم یوازېنی هېواد دی چې د طالبانو حکومت یې په رسمي ډول په رسمیت پېژندلی او ډېرو لوېدیځو هېوادونو ویلي چې تر ورته اقدام مخکې غواړي په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې کورني اصلاحات وویني.
غواړئ پرېکړو کولو کې لا ښه شئ؟ له یوه مېږي وپوښتئ
له زړورو سوسکانو نیولې تر خپل حالت ته متوجه مچانو پورې، موږ له دغو واړو حشراتو د غوره پرېکړو کولو په اړه ډېر څه زده کولای شو.
د طالبانو حکومت پنځه کاله: د ښځو حقوقي قضیې او عدالت ته د رسېدو ننګونې
واک ته د طالبانو حکومت له رسېدو پنځه کاله وروسته په افغانستان کې هغه ښځې چې یو وخت یې د قاضیانو او وکیلانو په توګه کار کاوه، اوس په محکمو کې نشته. خو په کورونو کې یې ښځې لا هم د سلا مشورو او حق غوښتنې لپاره هغوی ته ورځي، په ځانګړي ډول هغه ښځې چې وايي عدالت ته لاسرسی ورته ستونزمن شوی. له دې ډلې یوه هم ۳۵ کلنه مژګان ده چې دا یې مستعار نوم دی. خو په کورونو کې یې ښځې لاهم د مشورو او حق غوښتنې لپاره هغوی ته ورځي. هغه ښځې چې وايي عدالت ته لاسرسی ورته ستونزمن شوی دی.
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټیلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
د محمود شاه حبیبي د لادرکه کېدو څلورمه کلیزه؛ امریکا یې د موندلو لپاره پنځه ميليونه ډالر جايزه ټاکلې
د افغان- امریکايي وګړي محمود شاه حبيبي د لادرکه کېدو د څلورمې کليزې په تړاو د امریکا د پلټنو فدرالي ادارې (اېف بي ای) له خپلې کورنۍ سره د هغه د یو ځای کېدو په برخه کې پر خپلې ژمنې یو ځل بيا ټينګار کړی دی.
'روغتیا یوازې په دې پورې اړه نه لري چې موږ څه خورو، بلکې دا هم مهمه ده چې کله یې خورو'
''سهارنۍ د پاچا په شان وخوره، د غرمې ډوډۍ د شهزاده غوندې او د ماښام ډوډۍ د یوه بېوزله انسان په څېر (یعنې لږ) وخوره.'' کله چې ما له خپل یوه هسپانوي ملګري د دوی په هېواد کې د خوړو د عادتونو په اړه وپوښتل، هغه په همدې ټکو ځواب راکړ. د هغه په وینا، دا یو مشهور متل دی، چې له ماشومتوبه ور زده شوی. خو په هسپانیا کې خلک معممولاً غرمې مهال پوره او درنه ډوډۍ خوري، خو د ماښام خواړه نسبتاً سپک یا کم وي.
کرېکټ: افغانستان په درېيمه لوبه کې ایرلنډ ته ماته ورکړه او راتلونکي نړيوال جام ته یې لار ومونده
افغانستان ایرلنډ ته د پنځو یو ورځنیو نړیوالو لوبو په درېیمه لوبه کې په دريو وېکټو ماته ورکړه او له دې سره یې د ۲۰۲۷ کال پنځوس اوریز نړیوال جام سیالیو ته مخامخ لاره پیدا کړه. دا د دواړو هېوادونو تر منځ په دې لوبلړۍ کې د افغانستان دویمه بریا ده. لومړۍ لوبه د باران له کبله لغوه شوې وه او دویمه افغانستان ګټلې وه.
لومړی ځل مصنوعي ځیرکتیا لابراتوار کې د تکثیر وړ وېروسونه جوړوي
د متحده ایالاتو څېړونکو ویلي چې دوی د مصنوعي ځیرکتیا (AI) له تخنیکونو په استفاده داسې نوي په بشپړه توګه جوړ شوي وېروسونه طرحه کړي چې په لابراتوار کې یې فعالیت او تکثیر کړی دی. دا د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته د وېروسونو د بشپړ جینوم د طرحې په برخه کې د خپل ډول لومړنۍ لاسته راوړنه بلل کېږي.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱۲ اګست ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۱۱ اګست ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۱۱ اګست ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۱۱ اګست ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.















































