BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
د اسرائیلو په ټاکنو کې د نتنیاهو اصلي سیال ګادي ایزنکوټ څوک دی؟
ټولپوښتنې ښيي چې د بنیامین نتنیاهو ایتلافي واکمني، چې د هغه خپل لیکود ګوند ښايي د اکتوبر د ۲۷مې له عمومي ټاکنو وروسته د پارلماني اکثریت په ترلاسه کولو کې له ستونزو سره مخامخ شي. د دې مهم لامل ګادي ایزنکوټ دی. ایزنکوټ د اسرائیلو پخوانی پوځی مشر، د هغه سیاستوال (نتنیاهو) لپاره یوه ناڅاپي سیالي رامنځته کړې چې د تېرو نږدې درېیو لسیزو ډېره برخه یې پر اسرائیلو واکمني کړې ده. له سیاسي پلوه، ایزنکوټ نسبتاً نوی څېره ګڼل کېږي.
په افغانستان کې د پولیو ۶ نورې مثبتې پېښې؛ د طالبانو حکومت یې مشکوکې بولي
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې د پولیو یا ګوزڼ شپږ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د دغه سازمان د معلوماتو له مخې له دغو مثبتو پېښو درې په کندهار، دوه په ننګرهار او یوه پلازمېنه کابل کې ثبت شوې ده. له دغو نویو ثبت شویو پېښو سره روان ۲۰۲۶م کال په افغانستان کې د پولیو د ثبتو شویو مثبت پېښو شمېر له ۴۰ واوښت. د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، دا پېښې مشکوکې دي او دوی یې په اړه پلټنه کوي.
سعودي کې پر 'دمام' هوايي ډګر او 'شیبه' نفتي تاسیساتو بریدونو کې څلور کسان وژل شوي۱۰ ټپیان دي
د سعودي عرب د ملکي هوايي چلند اداره وايي، د دغه هېواد په ختیځ دمام ښار کې د پاچا فهد پر نړیوال هوايي ډګر د چارشنبې ماښام په ډرون برید کې لږترلږه یو بهرنی وګړی وژل شوی او اته کسان ټپیان شوي دي. هممهاله رپوټونه وايي، د امریکا بهرنیو چارو وزارت په ریاض کې د خپل سفارت ټولو کارکوونکو او د هغوی کورنیو ته امر کړی چې له سعودي ووځي. ویل کېږي واشنګټن په متحدو عرب اماراتو، اردن، قطر او بحرین کې هم د خپلو سفارتونو د کارکوونکو د کورنیو د ایستل کېدو سپارښتنه کړې.
د اوکرایین جګړې پای ته رسولو لپاره د ټرمپ د حکومت هڅې او پر کیېف د توغندیو تازه بریدونه
د اوکرایین پر پلازمېنه د توغندیو تازه بریدونه شوي دي. د کیېف ښاروال ویتالي کلیچکو ویلي د چارشنبې شپې په بریدونو کې څو کورونه لګېدلي او شپږ کسان پکې ټپیان شوي دي. دا بریدونه تر هغې یوازې څو ساعته وروسته کېږي چې مسکو په لویه کې د سولې د خبرو بېرته پیلېدو ته چمتووالی وښود او د امریکا ولسمشر وویل نړۍ ښایي اوس تر بل هر وخت د اوکرایین د جګړې پای ته ډېره نږدې شوې وي.
کرېکټ: افغانستان بنګله دېش ته په اوو وېکټو ماته ورکړه او د لوبلړۍ پایلوبې ته ووت
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د یو ورځنیو لوبو د درې هېوادیزې لوبلړۍ په سیالۍ کې بنګله دېش ته په اوو وېکټو ماته ورکړه او د دې لوبلړۍ پایلوبې ته ووته.
ترکیه، پاکستان، قطر او اندونیزیا د "بدر تړون" کې یو ځای شول
پاکستان، ترکیې، قطر او اندونیزیا د "بدر تړون" د هوکړې پر لومړني سند لاسلیکونه وکړل. د ترکیې د دفاع وزارت په وینا، په دې تړاو د چهارشنبې پر ورځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې ناسته وربلل شوې وه.
ټرمپ: "ایران ته د ماتې ورکولو لپاره د هېچا مرستې ته اړتیا نه لرم"
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ دعوه کړې چې ایران ته د ماتې ورکولو لپاره د "هېچا مرستې ته اړتیا" نه لري او یوازې دا پرېکړه کول دي چې دا جګړه په "ښه ډول" وګټي او که په "بد". د بيبيسي فارسي د خبر له مخې، ښاغلي ټرمپ دا څرګندونې تېره ورځ ځايي وخت مازدېګر په سپينه ماڼۍ کې خبریالانو ته په خبرو کې کړې دي. ده ویلي، "تاسې خبر یئ چې د ایران په مسئله کې موږ په ډېر ښه موقف کې یوو. یوازې دا پرېکړه باید وکړم چې خپل بری څه ډول غواړو؛ له ښې لارې بریا غواړو او که له ناوړه لارې؟"
حوثیان وايي مدینې ته یې هیڅ بېپیلوټه الوتکه نه ده لېږلې
د یمن د حوثي ډلې ویاند ویلي دي چې دغې ډلې د چهارشنبې په ورځ د سعودي عربستان د مدینې ښار په لور هیڅ بېپیلوټه الوتکه نه ده نه استولې او نه یې هم د سعودي عربستان خلاف کوم پوځي اقدام کړی دی.د دغه ایتلاف ویاند ترکي المالکي پرخپله اېکسپاڼه لیکلي چې د سعودي لور ته د ور روانو څلورو بېپېلوټه الوتکو مخه یې نیولې او ویجاړې کړې یې دي. وروسته یې په یوه بل پیغام کې ادعا وکړه چې د ختیځ پر لور ور روانه بله بېپیلوټه یې هم غورځولې ده.
د پوستکي د ځوان ښکاره کېدو لپاره څه وخورو؟
پوستکی د انسان د بدن تر ټولو لوی غړی دی او باید د ټول عمر لپاره زموږ بدن وساتي. پر دې سربېره چې ښه ساتل شوی پوستکی موږ ځوان ښکاره کوي، د پوستکي روغتیا زموږ د بدن د عمومي روغتیا لپاره هم ګټوره ده. خو پوستکی زموږ د بدن او بهرني چاپېریال ترمنځ د محافظتي پردې په توګه د بېلابېلو زیانونو له خطر سره مخامخ دی. د چاپېریال ګڼ عوامل د پوستکي په زړېدو کې ونډه لري، چې پکې د هوا ککړتیا، اوزون (یو ګاز دی چې له درېیو اکسیجن اتومونو جوړ شوی دی) او د اقلیم بدلون شامل دي. دا خبره د چاپېریالي طب لپاره د لایبنیتز څېړنیز انسټیټیوټ د پوستکي ناروغیو استاد ژان کروټمن کوي.
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټیلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
ایا ستاسې د مخ یو ساده عکس ښودلی شي چې تاسو څومره ناروغ یاست؟
امریکايي څېړونکي وايي، د مصنوعي ځیرکتیا یوه وسیله ښايي له ډاکټرانو سره د ناروغ د مخ یوازې د یوه عکس له لارې د هغه د ناروغۍ شدت په ارزولو کې مرسته وکړای شي.
هغه سړی چې ۵۸ اولادونه لري؛ "نومونه یې رانه هېرېږي، په نس یې نه شم مړولی"
د هر نوي ماشوم له زېږون سره یې پر اوږو د مسولیت بار لا پسې درنېده، خو دې کار هغه د ډېرو ماشومانو له لرلو را و نه ګرځاوه. د محمد صادق کورنۍ د ټول افغانستان په کچه ښايي تر ټولو لویه هغه وي. د ارزګان دا اوسېدونکی له څلورو مېرمنو ۵۸ ماشومان لري او تر ټولو کوچنی ماشوم یې یوازې څو اوونۍ وړاندې وزېږېد.
یمن کې ترینګلتیا: لسګونه کسان وژل شوي او د وسلو د قاچاق خبرداری ورکړل شوی
په يمن کې د سعودي په مشرۍ د مشروعيت د ملاتړ په نوم ټلوالې د سه شنبې پر ورځ د حوثي انصار الله ډلې ته خبرداری ورکړ چې پر سمندري لاره د وسلو، توغنديو او پوځي وسایلو قاچاق کې له "دودیزو سمندري وسيلو" ګټه وانخلي. د يمن حکومتي ځواکونو ويلي چې په يمن کې یې د حوثیانو پر وړاندې خپل عمليات پراخ کړي او په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې ۱۱۶۴ کره او مخامخ بریدونه کړي دي.
قطر وايي افغانستان سره دې نړیوالې بشري همکارۍ روانې وساتل شي
قطر له افغانستان سره د بشري ډیپلوماسۍ او نړیوالې همکارۍ پر ارزښت ټینګار کړی، چې په جګړه ځپلو سیمو کې د ولسي وګړو او د اوبو د حیاتي سرچینو ساتنه وشي.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
ژوندۍ خپرونه واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

















































