
د عثماني خلافت پرمهال، د کعبې شریفې کولپ د سلطان عبدالحمید خان په امر جوړ شو، چې ان د سعود تر واکمنۍ پورې همدغه کولپ پرې اچول شوی و.
له تېرو نژدې ۶۰ کلونو راهیسې په لومړي ځل، د کعبې شریفې ددروازې کولپ بدل شو.
د کولپ بدلولو په مراسمو کې د مکې مکرمې امیر خالد الفیصل ګډون کړی و، چې له خالصو سرو زرو جوړ شوی او لګښت یې د سعودي پاچا ورکړی و.
همدارنګه، د کولپ بدلولو ترڅنګه، کعبه شریفه هم ومینځل شوه، چې هر کال دوه ځلې مینځل کېږي.
په دې مراسمو کې د مسجدالحرام امام عبدالرحمن السدیس، ځینو دپلوماتانو او د سعودي حکومت ځینو چارواکو ګډون کړی و.
د نوي کولپ کلي یوې مشهورې مکې مېشتې کورنۍ آل الشیبي ته ورکړل شوه، چې ویل کېږي، له تېرو څه باندې ۱۴۰۰ کلونو راهیسې تر قیامته پورې به ددغې کلۍ د ساتلو شرف ولري.
د کولپ او کلۍ تاریخ
د تاریخي مراجعو په حواله، د سلاطینو، عباسي، مملوکي او عثماني خلیفه ګانو به د کعبې مینځلو او یا نورو مناسباتو پرمهال د کولپ پرانیستلو امر کاوه.
د عثماني خلافت پرمهال، د کعبې شریفې کولپ د سلطان عبدالحمید خان په امر جوړ شو، چې ان د سعود تر واکمنۍ پورې همدغه کولپ پرې اچول شوی و.
دغه کولپ په ۱۳۸۹هـ ق کال د پاچا خالد بن عبدالعزیز آل سعود له لوري پرانیستل او بدل شو.
نوی کولپ هم د پخواني هغه په بڼه جوړ شوی.
د ویلو ده چې د کعبې شریفې د دوولسمې پېړۍ کولپ په اتلس اعشاریه یو میلیون ډالر وپلورل شو.
رویټرز خبري اژانس وايي، چې د کعبې شریفې ۵۸ کیلیانې د نړۍ په موزیمونو کې اېښودل شوې، چې یوازې ۵۴ یې د ترکیې- استانبول په "توبكابي" موزیم کې خوندي دي.
بله یې د السعید بنسټ، یوه د پاریس لوفر موزیم او یوه د قاهرې د اسلامي هنر په موزیم کې ساتل شوې دي.












