BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 06:08 گرينويچ 2009 ,06 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
" د مکې 200 جوماتونه له کعبې کاږه دي "
کعبه شريفه
کعبه د مسلمانانو قبله ده .
روپوټونه وايي چې په مکه ښار کې تر 200 ډېر جوماتونه کعبې شريفې ته په دقيقه توګه مخامخ نه دي جوړ شوي .

دا ټولو ته څرګنده ده، چې هر جومات د لمانځه پرمهال د امام د ودرېدو لپاره يو محراب لري، چې کعبې شريفې ته بايد مخامخ وي او نور مقتديان هم د هغه پيروي کوي او ترشا يې ولاړ وي .

دغه ستونزه وروسته له هغه په ډاګه شوه، چې په مکه کې يو شمېر جګپوړيزه ودانۍ جوړې شوې، او په هره يوه کې د لمونځ کوونکو لپاره جومات جوړ شوی .

دې ستونزې ته وروسته له هغه د لمونځ کوونکو پام شو، چې په دغو ودانيو کې ډېری جوماتونه کعبې شريفې ته په دقيقه توګه مخامخ نه وو جوړ شوي .

د سعودي د اوقافو او اسلامي چارو وزارت سلاکار توفيق السديري ويلي چې په وينا يې دغه ستونزه لويه نه ده، خو دا مني چې يو شمېر جوماتونه کعبې شريفې ته په دقيقه توګه مخامخ نه دي جوړ شوي، خو دغه ستونزه د عصري تيکنالوجۍ په برکت سره په ځينو جوماتونو کې هواره شوې ده .

ښاغلی السديري زياتوي چې دغه ستونزه په هېڅ ډول د لمانځه پر سموالي اغېز نه کوي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت