کابل کې د ځینو کاروباري ښځو د پټ ژوند کیسې
کابل کې د ځینو کاروباري ښځو د پټ ژوند کیسې
د خپرېدو وخت
د کابل په ځینو برخو کې د ښځو د پټ ژوند ځینې کیسې رسنیزې کېږي، خو په پټه؛ ځکه دوی د لګول شویو بندیزونو او محدودیتونو له کبله نه غواړي چې په فعالیت یې څوک خبر شي.
دلته د ښځو د سینګار د یوه پټ سالون څښتنه د خپل کاروبار په اړه راته غږېږي، یوه پخوانۍ فوټبالره راته وايي چې څنګه د خپل چم ګاونډ ماشومانو ته د فوټبال زدکړي تخنیکونه ورښيي او هغه پټ ښوونځي ته مو بیایو چې د ورځې په بېلابېلو وختونو کې ماشومان او نجونې د زدکړې لپاره ورځي.



