په لومړي ځل یوې ښځې په ۵۰ کلنۍ کې څلور ماشومان وزېږول

د ویډیو تشریح، په لومړي ځل یوې ښځې په ۵۰ کلنۍ کې څلور ماشومان وزېږول
په لومړي ځل یوې ښځې په ۵۰ کلنۍ کې څلور ماشومان وزېږول
د خپرېدو وخت

د نایجېریا اوسېدونکې اولوسولا اولونادې په ۴۸ کلنۍ کې واده وکړ او دوه کاله وروسته، په ۵۰ کلنۍ کې، د آی‌وي‌اېف (IVF) یا د لابراتوار له لارې د القاح په مرسته د څلورو ماشومانو مور شوه. هغې د مور کېدو په اړه دودیزې انګېرنې وننګولې.

اوس اولوسولا د خپلو څلورو ماشومانو د لرلو خوښي لمانځي او لا له وړاندې راتلونکي ته سترګې په لار ده، چې یوه مینه ناکه او زړه سوانده انا شي.