راشد خان نړيوالو شل اوريزو کې ۲۰۰ وېکټې پوره کړې

د ویډیو تشریح، راشد خان نړيوالو شل اوريزو کې ۲۰۰ وېکټې پوره کړې
راشد خان نړيوالو شل اوريزو کې ۲۰۰ وېکټې پوره کړې
د خپرېدو وخت

د افغانستان کرېکټ ستوري راشد خان په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې ۲۰۰ وېکټې بشپړې کړې. نوموړی په نړيواله کچه لومړنی بالر دی چې په دې سیاليو کې ۲۰۰ لوبغاړي سوځوي.

راشد خان وایي، ډېر خوښ دی چې دا پړاو یې بشپړ کړ او هيله یې څرګنده کړه چې د افغانستان لپاره به همداسې نورې ګڼې لاسته راوړنې هم ولري.

نوموړي د زېمبابوې پر وړاندې سیالۍ کې د یوه لوبغاړي په سوځولو سره دا ریکارډ جوړ کړ. راشد خان په خپل ۱۱ کلن لوبيز ژوند کې ۱۲۰ شل اوريزې لوبې کړې دي. په دې سيالیو کې تر تولو غوره توپ اچوونه یې په يوه لوبه کې په دريو منډو د پنځو لوبغاړو سوځول دي.