د کیم جونګ اون پټ تفریحي ځای چې اوړی پکې تېروي
د ۸۰ مترو په اوږدوالي یوې لوکسې تفریحي بېړۍ د روان کال له جولای د اکتوبر تر نیمایي پورې د شمالي کوریا د ونسان ساحل ته نژدې په سپوږمکۍ انځورونو کې څو ځله لیدل شوې ده. د دې بېړۍ تر ټولو د پام وړ ځانګړنه د هغې پر ا
غولي د لامبو ۵۰ متره اوږد حوض دی، چې په یوه برخه کې یې د اوبو د ښویېدلو څو لارې هم شته.
دا بېړۍ له څو میاشتو راهیسې د ترمیم او ساتنې په یوه مرکز کې ولاړه وه، خو د جولای په لومړیو کې د ختیځ ساحل هغې برخې ته ولېږدول شوه چې د کالما ټاپووزمې په نوم پېژندل کېږي.
دا سیمه ونسان ته نژدې ده؛ ونسان یو ساحلي تفریحي ښار دی -هلته یوه پراخه ویلا شته او د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون له خپلې کورنۍ سره ترې ګټه اخلي.
دا یوازېنۍ لویه بېړۍ نه وه چې ځای یې بدل کړی و. د بيبيسي له خوا د سپوږمکۍ د انځورونو په تحلیل کې څرګنده شوې چې څو نورې بېړۍ هم د کیم جونګ اون ویلا ته نژدې په وار وار لیدل شوې دي.
په پراخه کچه داسې باور کېږي چې له دغو بېړیو کیم جونګ اون او د هغه کورنۍ ګټه اخلي. د شمالي کوریا پخواني چارواکي، له هېواده تښتېدلي کسان او کارپوهان وايي چې د رژیم له مشرتابه سره تړاو نه لرونکي کسانو ته به دا ډېره ستونزمنه وي چې د دومره لویو بېړیو مالکیت ولري یا په ازاد ډول ترې ګټه واخلي.


