که ایران انټرنېټ پرې کړي، څه به پېښ شي؟

د ویډیو تشریح، که ایران انټرنېټ پرې کړي، څه به پېښ شي؟
که ایران انټرنېټ پرې کړي، څه به پېښ شي؟
د خپرېدو وخت

د هرمز په تنګي کې نښته نور یوازې د تېلو پر ټانکرونو او سمندري تګ راتګ محدوده نه ده، بلکې ډیجیټلي بنسټونو ته هم غځېدلې ده.

د ایراني چارواکو هغو څرګندونو، چې د انټرنېټ د سمندري کېبلونو او معلوماتي مرکزونو په نښه کولو په اړه دي، پراخ پام ځانته اړولی او دا پوښتنه یې راپورته کړې چې د دغو شبکو د ګډوډېدو په صورت کې به د خلیج هېوادونه او ډیجیټلي خدمات څومره اغېزمن شي.

د نړۍ ۹۹ سلنه ډیجیټلي اړیکې پر سمندري کېبلونو ولاړې دي او د دغو کېبلونو پرې کېدل ښايي د یوه هېواد د انټرنېټ لپاره ناورین رامنځته کړي.

دا ګواښ د تهران او واشنګټن ترمنځ د مخ پر زیاتېدونکي کړکېچ په ترڅ کې مطرح شوی، چې له امله یې د نړیوالو مخابراتي اړیکو او ډیجیټلي بنسټونو امنیت د شخړې په تړاو د اندېښنو په مرکز کې راغلی دی.