د مخ یو ساده انځور مو د ناروغۍ کچه ښودلی شي؟

د ویډیو تشریح، د مخ یو ساده انځور مو د ناروغۍ کچه ښودلی شي؟
د مخ یو ساده انځور مو د ناروغۍ کچه ښودلی شي؟
د خپرېدو وخت

امریکايي څېړونکي وايي، د مصنوعي ځیرکتیا یوه وسیله ښايي له ډاکټرانو سره د ناروغ د مخ یوازې د یوه عکس له لارې د هغه د ناروغۍ شدت په ارزولو کې مرسته وکړای شي‌.

څېړونکي وايي، دغه وسیله د میلیونونو روغو کسانو د مخونو او د سرطان د ناروغانو د ۳۵ زرو عکسونو په مرسته روزل شوې ده. د دوی په وینا، دا وسیله د سترګو شاوخوا د مخ ځانګړتیاوې په دقیقه توګه څېړي او د ناروغ د ژوندي پاتې کېدو اټکل کوي.