کله چې کورنۍ د خپلو غړو د اعدام خبر واورېد

د ویډیو تشریح، کله چې کورنۍ د خپلو غړو د اعدام خبر واورېد
کله چې کورنۍ د خپلو غړو د اعدام خبر واورېد
د خپرېدو وخت

د یوه بنګله‌دېشي نارینه او یوې ښځې کورنیو، چې تېره اونۍ په سعودي عربستان کې اعدام شول، له بي‌بي‌سي سره هغه شېبه شریکه کړې چې د هغوی د مړینې خبر یې واورېد.

د ښځې کورنۍ وايي، دوی پوهېدل چې هغه په زندان کې ده، خو هېڅ خبر نه وو چې ښايي د مرګ په سزا محکومه شي.

د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت په وینا، دغه دواړه کسان په یوه جومات کې د «ناوړه عمل» د ترسره کولو په تور محکوم شوي وو. خو وزارت دا نه دي روښانه کړي چې یاد عمل په څه پورې تړاو درلود.