وروستی, د ایران دولتي رسنۍ: ایران د اسرائیلو دوه هوايي اډې ویشتې دي
د ایران دولتي رسنیو خبر ورکړی چې د دغه هېواد انقلابي ځواکونو یا سپاه پاسداران په نیواتیم او تلنوف کې د اسرائيل دوه هوايي اډې په نښه کړې دي.
د ایران دولتي اژانس د سپاه پاسداران له خولې ویلي چې دا بریدونه یې د هغو توغندیزو بریدونو غچ دی چې اسرائیلو په ایران کې "په درو سیمو کې د رادار مرکزونو" پر لور ور توغولي وو.
وروسته له هغې چې اسرائيلو وویل چې هوايي ځواک یې په ایران کې پوځي هدفونه په نښه کړي دي، د ایران دولتي تلویزون خبر ورکړ چې په درو ښارونو تهران، تبرېز او اصفهان کې د چاودونو غږونه اورېدل شوي دي.