ټرمپ: د ایران بریدونو مرګژوبله نه دي اړولې؛ د بل برید اړتیا نشته
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر اسرائیلو د ایران له توغنديز برید وروسته له څو امریکایی او نړیوالو رسنیو سره خبرې کړې او د تاوتریخوالي د زیاتوالي د مخنیوي پر اړتیا یې ټینګار کړی دی.
د اسرائیلو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره د ټلیفوني خبرو وړاندې هغه د اکسیوس په نامه یوې رسنۍ ته ويلي وو، د اسرائیلو له لومړي وزیره به وغواړي چې د ایراني بریدونو په ځواب کې غچ اخيستونکی برید ونکړي.
د اسرائیلو له ۱۲ کانال سره په یوه مرکه کې، ټرمپ ورته دریځ تکرار کړ، او ویې ویل، نه غواړي "نن شپه بل برید" وکړي. د اسرائیلو ټایمز لخوا د هغه له قوله ویل شوي، "د ایران بریدونو هېچا ته زیان نه دی رسولی. هر اړخ خپل کار وکړ؛ اسرائیلو برید وکړ او ایران هم برید وکړ. موږ بل برید ته اړتیا نلرو."
ټرمپ مخکې له فایننشل ټایمز سره په یوه مرکه کې هم ویلي وو چې نتنیاهو "به له ایران سره د معاملې منلو پرته بله چاره ونه لري،" پداسې حال کې چې یوې موافقې ته د رسېدو او د سیمه ایزو کړکیچونو د کنټرول هڅې دوام لري.


