عمان د سپاه د بریدونو په غبرګون کې د ایران سفیر احضار کړ
عمان پر خپلې خاورې د ایران د بریدونو په اعتراض کې په مسقط کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر، موسی فرهنګ، احضار کړی دی.
د عمان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ''مسندم او باطنه ولایتونو پر ضد د بېپیلوټه الوتکو د برید'' له امله د اعتراض رسمي یادښت د ایران سفیر ته سپارل شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې، عمان د دغو ''غیرمسؤلانه اقداماتو'' په اړه خپله ''ناخوښي او اندېښنه'' د ایران سفیر ته څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې باید د هېوادونو ملي حاکمیت، ښه ګاونډیتوب، په کورنیو چارو کې نه لاسوهنه، او د دواړو ګاونډیو هېوادونو او ملتونو ترمنځ اخلاقي ارزښتونو او دودونو ته درناوی وشي.
عمان تر دې وړاندې هم پر خپلې خاورې د ایران بریدونه غندلي وو.
د ایران سپاه پاسداران او پوځ ویلي چې د امریکا د بریدونو په غبرګون کې یې په قطر، کویت، بحرین، عمان او اردن کې د امریکا پوځي اډې په نښه کړې دي.





