وروستی, د امریکا منځمهاله ټاکنې؛ ډیموکراتانو د استازو جرګې او سنا دواړو کنټرول ترلاسه کړ
د امریکا په منځمهاله ټاکنو کې د ډونلډ ټرمپ جمهوري غوښتونکو ګوند له سختې ماتې سره مخامخ شوی او مخالف ډيموکرات ګوند يې پر وړاندې له ډېرو څوکیو ګټلو سره مخکښ روان دی.
د رایو شمېر لا هم روان دی او تر څو شېبې مخکې پورې په مشرانو جرګه کې ډيموکراتانو ۵۴ څوکۍ ګټلې دي خو جمهوريتیانو ۴۴.
همداراز د استازو جرګه کې د جمهوریت غوښتونکو د ۱۳۹ څوکیو په بدل کې ډیموکرات ګوند ۲۲۸ څوکۍ ترلاسه کړې دي.
په دې توګه ډيموکراتانو اوس د دواړو جرګو (استازو جرګې او مشرانو یا سنا جرګې) کنټرول ترلاسه کړی. دا په دې معنا ده چې د ډونلډ ټرمپ د ولسمشرۍ د پاتې مودې پرمهال به اوس دواړه جرګې د ډیموکراتانو په لاس او واک کې وي.
ډيموکرات ګوند ان په ځينو هغو ټاکنیزو حوزو کې هم بری خپل کړی چې د جمهوري غوښتونکو د نفوس اصلي ایالتونه بلل کېدل، لکه ټېکزاس، جنوبي کارولینا او کېنساس...
کېنساس هغه ایالت دی چې وروستی ځل پکې شاوخوا ۱۰۰ کاله مخکې یو ډيموکرات نوماند بریالی شوی و.
وړاندې ډونلډ ټرمپ ویلي وو چې د ایران جګړې د ده ګوند (جمهوریتیانو) د نوماندانو برخلیک اغېزمن کړی.
خو د ایران پارلمان مشر بیا ویلي وو چې امریکایانو له دې ټاکنو سره په ډاګه کړه چې "جګړه نه غواړي".