د بریتانیا لومړي وزیر بورېس جانسن د خپل هېواد پارلمان
ته وینا کې د افغانستان په هکله خبرې کړې. نوموړي له کابله د بهرنیانو او افغانانو
ایستلو عملیات ستایلي دي.
ښاغلي جانسن د بریتانیا حکومت هغه ژمنه تکرار کړه، چې دغه
هېواد ته له راتلونکو افغانانو سره به مرسته کېږي.
نوموړي د طالبانو په هلکه د خبرو ترڅ کې وویل، هغو خلکو ته د خوندي لارې پر ورکولو ټینګار کوي چې غواړي له افغانستانه ووځي. ښ
''موږ به طالبان د دوی د خبرو پر ځای د دوی د کړنو پر بنسټ ارزوو.''
ښاغلي جانسن په افغانستان کې د تېرو شلو کلونو موده کې د لویدیځوالو د رول ستاینه وکړه.
نوموړی وايي، بریتانیا په افغانستان کې د نجونو زدکړو لړ کې مرسته کړې او له هغه هېواده یې د ترهګریزو بریدونو مخه نیولې وه.
بورېس جانسن د خپل هېواد پوځیانو د
ذهني روغتیا برخه کې د درې میلیونه پاونډو او د پوځي خیریه ادارو لپاره د پنځه میلیونو
پاونډو ځانګړې کولو یادونه هم وکړه.
د یادونې ده چې په افغانستان کې د طالبانو کنټرول ترلاسه
کولو لړ کې د بریتانیا حکومت غبرګون له کبله پر ښاغلي جانسن او د بریتانیا پر
بهرنیو چارو وزیر ډومېنیک راب نیوکې شوې دي.
د پارلمان غونډې ته وینا کې د بریتانیا اپوزېسیون مشر کېیر سټارمر پر حکومت د (کمزوري مشرتابه) له کبله نیوکې وکړې.
نوموړي وویل په دوحه کې د امریکايي پوځیانو د وتلو اړوند هوکړې له وخته بیا د کابل تر سقوط پورې د اته زره داسې افغانانو له ډلې چې بریتانیا د راتلو په شرایطو برابر وو، ایله ۲۰۰۰ یې هېواد ته راوستل شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، د کابل له سقوط وروسته ښاغلي جانسن یوازې د جي - ۷ هېوادونو غونډه جوړه کړې او په وینا یې له افغانستانه د خلکو خوندي وتلو تضمین نه دی اخیستل شوی. لومړي وزیر جانسن بیا په ځواب کې د بریتانوي پوځیانو ستاینه وکړه او په وینا یې دوی د هغه شمېره دوه برابره خلک وایستل چې په پلان کې شامل وو.