افغانستان کې بدلېدونکی امنيتي او سياسي وضعيت؛ شېبه په شېبه حال

طالبانو دوشنبه سهار ادعا کړې چې پنجشېر ولایت یې له مخالفینو نیولی او په دې توګه پر ټول هېواد په بشپړه توګه واکمن شوي دي. د طالبانو مخالفې 'ملي مقاومت جبهې' مشر احمد مسعود پر افغانانو غږ کړی چې د ټول هېواد په کچه د طالبانو پر ضد 'ملي پاڅون' وکړي. افغان طالبانو ویلي، دوی د نړیوالې ټولنې سره ښې اړیکې غواړي او د ټولو هېوادونو د بشري مرستو هرکلی کوي، خو د دې مرستو په بدل کې هېڅ ډول شرطونه نه مني.

ژوندی پوښښ

  1. بایډن: امریکا به له روسیې سره حساب - کتاب وکړي

    د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي، نړیواله ټولنه به له روسیې سره حساب - کتاب وکړي او د سر درانه زیان اوښتو خبرداری یې ورکړی دی.

    ښاغلی بایډن به پر پنجشنبه دې لړ کې امریکایاتو ته وینا وکړي، چې روسیه له څه ډول عواقبو سره مخامخېدای شي.

    د ناټو سازمان مشر ینس سټولټنبرګ بیا وايي، ناټو په دې سختو شرایطو کې له اوکرایین سره تر څنګ ده او د خپلو متحدینو دفاع لپاره به ټول وس او توان وکاروي.

  2. د پوتین خبرداری

    پوتین خبرداری ورکړی، چې که څوک یې مخه ونیسي د روسیې غبرګون به 'سملاسي' وي. د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین د اوکرایین دونباس سیمه کې د 'پوځي عملیاتو پیل' اعلان کړ. نوموړي د اوکرایین ختیځ کې د دغه هېواد له پوځیانو غوښتي چې وسله پر ځمکه کېږدي او کورونو ته ستانه شي.

    د اوکرایین بهرنیو چارو وزیر روسیه د بشپړې جګړې پر پیلولو تورنه کړې او له ملګرو ملتونو یې غوښتي 'د مخنیوي لپاره یې هر شونی اقدام وکړي.'

  3. لاوروف: که طالبان ټولشموله حکومت جوړ کړي، روسیه یې په رسمیت پېژني او د لوړې مراسمو کې ګډون کوي

    د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف پر افغان طالبانو غږ کړی چې یو ټولشموله حکومت جوړ کړي او ټولو لږکیو ډلو ته پکې ونډه ورکړي.

    نوموړي دوشنبه خبریالانو ته ویلي، که طالبان داسې وکړي نو روسیه چمتو ده چې حکومت یې په رسمیت وپېژني او ان د لوړې مراسمو کې هم ګډون وکړي.

    ښاغلي لاوروف همدا راز ومنله چې د طالبانو لخوا ورته د نوي حکومت د اعلان مراسمو کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

    د طالبانو یوه چارواکي الجزیره تلویزیون ته ویلي، پر روسیې سربېره پاکستان، چین، ترکیې او قطر هېوادونو ته هم بلنه ورکړل شوي چې په دې مراسمو کې ګډون وکړي.

    د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي: "موږ افغانستان کې د یوه داسې حکومت د جوړېدو ملاتړ کوو چې د ټولنې ټولو برخو استازیتوب وکړي. داسې حکومت چې پر پښتنو سربېره هزاره، ازبک او تاجکان هم پکې وي. یوازې یو ټولشموله حکومت د نوي ژوند د پیلېدو تضمین کولی شي".

    د روسیې تر ټولو جګپوړی دیپلومات داسې مهال دا څرګندونې کوي چې طالبانو لا هم خپل نوی حکومت نه دی اعلان کړی، خو ټینګار کوي چې ژر به دا چاره ترسره شي.

    لاوروف

    د عکس سرچینه، Getty Images

  4. د بریتانیا لومړي وزیر د خپل هېواد پارلمان ته د افغانستان پر موضوع خبرې کړې

    د بریتانیا لومړي وزیر بورېس جانسن د خپل هېواد پارلمان ته وینا کې د افغانستان په هکله خبرې کړې. نوموړي له کابله د بهرنیانو او افغانانو ایستلو عملیات ستایلي دي.

    ښاغلي جانسن د بریتانیا حکومت هغه ژمنه تکرار کړه، چې دغه هېواد ته له راتلونکو افغانانو سره به مرسته کېږي.

    نوموړي د طالبانو په هلکه د خبرو ترڅ کې وویل، هغو خلکو ته د خوندي لارې پر ورکولو ټینګار کوي چې غواړي له افغانستانه ووځي. ښ

    ښاغلي جانسن زیاته کړه:

    ''موږ به طالبان د دوی د خبرو پر ځای د دوی د کړنو پر بنسټ ارزوو.''

    ښاغلي جانسن په افغانستان کې د تېرو شلو کلونو موده کې د لویدیځوالو د رول ستاینه وکړه.

    نوموړی وايي، بریتانیا په افغانستان کې د نجونو زدکړو لړ کې مرسته کړې او له هغه هېواده یې د ترهګریزو بریدونو مخه نیولې وه.

    بورېس جانسن د خپل هېواد پوځیانو د ذهني روغتیا برخه کې د درې میلیونه پاونډو او د پوځي خیریه ادارو لپاره د پنځه میلیونو پاونډو ځانګړې کولو یادونه هم وکړه.

    د یادونې ده چې په افغانستان کې د طالبانو کنټرول ترلاسه کولو لړ کې د بریتانیا حکومت غبرګون له کبله پر ښاغلي جانسن او د بریتانیا پر بهرنیو چارو وزیر ډومېنیک راب نیوکې شوې دي.

    د پارلمان غونډې ته وینا کې د بریتانیا اپوزېسیون مشر کېیر سټارمر پر حکومت د (کمزوري مشرتابه) له کبله نیوکې وکړې.

    نوموړي وویل په دوحه کې د امریکايي پوځیانو د وتلو اړوند هوکړې له وخته بیا د کابل تر سقوط پورې د اته زره داسې افغانانو له ډلې چې بریتانیا د راتلو په شرایطو برابر وو، ایله ۲۰۰۰ یې هېواد ته راوستل شوي دي.

    نوموړي زیاته کړه، د کابل له سقوط وروسته ښاغلي جانسن یوازې د جي - ۷ هېوادونو غونډه جوړه کړې او په وینا یې له افغانستانه د خلکو خوندي وتلو تضمین نه دی اخیستل شوی. لومړي وزیر جانسن بیا په ځواب کې د بریتانوي پوځیانو ستاینه وکړه او په وینا یې دوی د هغه شمېره دوه برابره خلک وایستل چې په پلان کې شامل وو.

    جانسن

    د عکس سرچینه، Reuters

  5. په کابل هوايي ډګر کې بدلونونه؛ 'دوی یې زړه ترې لېرې کړی'

    له کابله د امریکايي ځواکونو له وتلو نژدې یوه اونۍ تېره شوه او هغسې چې نور هېواد کې بدلونونه راغلي، د پلازمېنې کابل حامد کرزي هوايي ډګر څېره هم بدله شوې.

    د بي بي سي خبریاله لیزدوسیت وايي، د کابل هوايي ډګر کې په انګلیسي ژبه د مشهورې ټومبل شوې جملې 'له کابل سره مینه لرم' د تورو له منځه د زړه نښه لېرې کړل شوې ده.

    د دې تر څنګ د دوو مخکینیو ولسمشرانو نښې هم نه ښکاري چې یوه یې د پخواني ولسمشر حامد کرزي وه او اوس یې د طالبانو بنرونو ځای نیولی چې پرې لیکل شوي 'د افغانستان اسلامي امارت' بل لور ته د دوشنبې پر ورځ وویل، د نړیوالو الوتنو لپاره د کابل هوايي ډګر کې چارې روانې دي، خو لا هم دغه هوايي ډګر نه دی فعال شوی.

    کابل

    د عکس سرچینه، AFP

    دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای, 1

    دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای, 2

  6. د امریکا سناتو: موږ به بېرته افغانستان ته ستنېږو

    د امریکا جمهوریپال سناتور لینډسې ګراهام بي بي سي ته وویل، دی باوري دی چې امریکايي ځواکونه به راتلونکي کې ''بېرته افغانستان ته ستنېږي.''

    د بي بي سي هارډ ټاک خپرونه کې نوموړي وویل:

    ''موږ به (هلته ستنېږو) ځکه د (ترهګرۍ) ګواښونه به خورا جدي وي.''

    د یادونې ده چې ګڼو سیاسي او پوځي مشرانو پر ولسمشر بایډن نیوکې کړې دي‌ چې په بیړه یې له افغانستان د پوځیانو د ایستلو اعلان وکړ او طالبان یې لا زړور او افغان حکومت یې کمزوری کړ.

    خو ولسمشر بایډن بیا بیا ټینګار کړی چې له افغانستان د پوځیانو د ایستلو پرېکړه یې سمه وه او نه یې غوښتل چې د امریکایانو یو بل نسل دې پردۍ جګړه کې ښکېل وي.

    سناتور ګراهام
  7. بورېس جانسن پارلمان ته د افغانستان په اړه غږېږي

    ټاکل شوې ده چې د بریتانیا لومړی وزیر بورېس جانسن نن دوشنبه پارلمان ته د افغانستان په اړه وینا وکړي.

    نوموړی به ژمنه کوي چې د بریتانیا د خوندي ساتلو لپاره به هره اقتصادي، سیاسي او دیپلوماتیکه لاره چاره کاروي او د افغانانو مرسته به هم کوي.‌

    دی به همدا راز د هغو کسانو مننه کوي چې له افغانستان بریتانیا ته د کابلو ۱۵ کسانو په را ایستلو کې یې مرسته کړې ده.

    لومړی وزیر به همدا راز د هغه پروګرام په اړه هم جزئیات وړاندې کوي چې له مخې یې ټاکل شوې بریتانیا شل زره افغانان دې هېواد ته راولي او بریتانیا کې د مېشتېدو زمینه ورته برابره کړي.

    پر افغانستان د طالبانو واکمنېدو او له هغه راهیسې هلته د بشري ناورین له کبله پر لومړي وزیر بورېس جانسن او د بهرنیو چارو وزیر ډومېنک راب سختې نیوکې شوې دي.‌

    ب

    د عکس سرچینه، PA Media

  8. د امریکا کانګریس غړی: طالبان له مزار شریف هوايي ډګره د امریکایانو او افغانانو د وتلو مخنیوی کوي

    د امریکا متحدو ایالتونو کانګرېس یوه غړي پر طالبانو تور پورې کړی چې د مزار شریف له نړیوال هوايي ډګره د افغانانو او امریکايي وګړو د وتلو مخنیوی کوي.

    د امریکا کانګرېس جمهوریت غوښتونکي غړي مایکل مک کول وايي، الوتکې 'له تېرو څو ورځو راهیسې' هڅه کوي، له هوايي ډګره پورته شي.

    د یوې خیریه ادارې غړي بي بي سي ته ویلي، ځینې کسان یې لیدلي چې په یوه الوتکه کې یې د کېناستو هڅې کولې.

    د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، د نژدې ۱۰۰۰ کسانو د هوايي سفر مخنیوی شوی.

    خو بل لور ته طالبانو دا ادعا رد کړې او په وینا یې تبلیغات دي.

    د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته وویل، دا تورونه ''سم نه دي. زموږ مجاهدین له عادي افغانانو سره هېڅ کار نه لري. دا تبلیغات دي او موږ یې ردوو.''

    ویل کېږي مزار شریف کې یو شمېر الوتکې پورته کېدو ته چمتو وې، خو ځای پر ځای ولاړې پاتې دي.

    افغانستان

    د عکس سرچینه، EPA

  9. طالبان وايي، د پنجشېر ولایت مقام کې یې خپل بیرغ پورته کړ

    طالبانو پر پنجشېر ولایت د بشپړې ولکې ادعا کړې. نن سهار طالبانو یوه ویډیويي کلیپ خپور کړ، چې په وینا یې د پنجشېر ولایت مقام کې خپل بیرغ پکې پورته کوي. بل لور ته پنجشېر کې د ملي مقاومت جبهه پر دې ولایت د طالبانو بشپړ کنټرول ادعا ردوي. د یادې جبهې مشر احمد مسعود وايي، دوی لا هم په سیمه کې دي او له طالبانو سره په جګړه بوخت دي.

    د ویډیو تشریح، طالبان وايي پنجشېر کې یې خپل بیرغ پورته کړ
  10. ایران د پنجشېر محاصره 'غندلې'

    د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده خبریالانو ته وویل، له پنجشېره رسېدلي خبرونه ''رښتیا اندېښمنونکي دي''

    ښاغلي خطیب زاده زیاته کړه:

    ''د پنجشېر یوازینی حل سیاسي دی او د نړیوال او بشري قانون له مخې په هېڅ مانا د پنجشېر محاصره د منلو نه ده.''

    ایران تېر ځل له ۱۹۹۶ کاله تر ۲۰۰۱ پورې د طالبانو واکمني په رسمېت نه پېژندله.

    د اې ایف پي خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، اوس چې یو ځل بیا طالبانو د افغانستان کنټرول ترلاسه کړی دی، ایران پر طالبانو له نیوکو ډډه کړه.

    د یادونې ده چې طالبانو پر پنجشېر د بشپړ کنټرول ترلاسه کولو ادعا کړې، خو د ملي مقاومت جبهې په نامه وسله وال یې ردوي.

    پنجشېر

    د عکس سرچینه، Getty Images

  11. احمد مسعود: ټول افغانان دې د طالبانو پر ضد 'ملي پاڅون' وکړي

    د طالبانو مخالفې 'ملي مقاومت جبهې' مشر احمد مسعود پر افغانانو غږ کړی چې د ټول هېواد په کچه د طالبانو پر ضد 'ملي پاڅون' وکړي.

    نوموړي دوشنبه ماسپښین په یوه غږیز پیغام کې ویلي، د طالبانو پر ضد مقاومت به دوام لري او، د ده په وینا، هېڅ ځواک د ولس د ارادې پر وړاندې نشي‌ درېدلی.

    د هغه په وینا، د مقاومت جبهې د دیني عالمانو په غوښتنه پنجشېر کې مقاومت او جګړه بس کړه، خو طالبان د همدې عالمانو خبره له پامه وغورځوله او بریدونو ته یې دوام ورکړ.

    احمد مسعود همدا راز وایي، د یکشنبې پر ورځ‌ یې پنجشېر کې طالبانو سره نښته کې د کورنۍ ځینې غړي هم وژل شوي دي.

    د نوموړي له دې څرګندونو یوازې څو ساعته وړاندې طالبانو ادعا وکړه چې پنجشېر ولایت یې هم له مخالفینو نیولی دی.‌

    خو د ملي مقاومت جبهې دا ادعا رد کړې ده او وایي، د یاد ولایت ستراتیژیکې برخې لا هم دوی سره دي.

    ښاغلي مسعود خپله وینا کې یو ځل بیا ادعا کړې چې بهرني ځواکونه د طالبانو په لیکو کې دي او د افغان ولس پر ضد جګړه کوي.

    مسعود

    د عکس سرچینه، WAKIL KOHSAR

  12. طالبان: د نړیوالو د بشري مرستو هرکلی کوو، خو په بدل کې یې شرطونه نه منو

    افغان طالبانو ویلي، دوی د نړیوالې ټولنې سره ښې اړیکې غواړي او د ټولو هېوادونو د بشري مرستو هرکلی کوي، خو د دې مرستو په بدل کې هېڅ ډول شرطونه نه مني.

    د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد دوشنبه کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، که کوم هېواد فکر کوي چې د مرستو بدل کې موږ ته هدایات راکړي نو موږ دا خپلو چارو کې لاسوهنه بولو.

    نوموړي ټینګار وکړ چې د افغانستان راتلونکی حکومت به له هر ډول بهرنۍ مداخلې ازاد وي او افغانان به د خپلې خوښې پرېکړې کوي.

    ښاغلي مجاهد هغه رپوټونه هم رد کړل چې ګواکې د طالبانو ترمنځ خپلمنځي اختلافونه د دې لامل شوي چې نوی حکومت لا نه دی اعلان شوی.

    نوموړي وویل، د حکومت د اعلان لپاره ټول سیاسي بحثونه او سلا مشورې پای ته رسېدلې دي او یوازې تخنیکي برخه کې ځینې کارونه پاتې دي.

    د طالبانو ویاند یو ځل بیا هیله وښوده چې په راتلونکو څو ورځو کې به نوی حکومت اعلان شي، خو کومه کره نېټه یې بیا هم یاده نه کړه.

    مجاهد

    د عکس سرچینه، Reuters

  13. طالبان د پنجشېر د نیولو ادعا کوي؛ د مقاومت جبهه یې ردوي

    وسلوالو طالبانو دوشنبه سهار ادعا کړې چې پنجشېر ولایت یې له مخالفینو نیولی او په دې توګه پر ټول هېواد په بشپړه توګه واکمن شوي دي.

    د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه لنډه اعلامیه کې ویلي، پنجشېر کې د مخالفینو ځینې مشران ځپل شوي او نور یې تښتېدلي دي.

    نوموړي همدا راز د پنجشېر خلکو ته ډاډ ورکړی چې هېڅ ډول توپیري چلن به نه ورسره کېږي او، د ده په وینا، ټول افغانان به د یو هدف لپاره کار کوي.

    همدا راز پر خواله رسنیو یوه ناتائید شوې ویډیو هم لاس په لاس کېږي چې پکې یو شمېر طالب وسلوال د پنجشېر ولایت مقام د ودانۍ مخې ته ولاړ دي او د یاد ولایت د نیولو خبره کوي.

    خو پنجشېر کې د ملي مقاومت جبهې ته نږدې سرچینو د طالبانو دا ادعا رد کړې ده او ټینګار کوي چې د یاد ولایت ستراتیژیکې برخې لا هم له دوی سره دي.

    یاده جبهه همدا راز ادعا کوي چې تېره شپه د پاکستاني پوځ الوتکو پنجشېر کې پر بېلابېلو سیمو بمبار هم کړی دی.

    یاده دې وي چې پر پلازمېنې کابل د طالبانو تر ولکې وروسته پنجشېر وروستی ولایت و چې پکې د طالب ضد وسلوال مقاومت وشو او تر دې وروستیو پکې د دواړو خواو ترمنځ سختې نښتې شوې دي.

    افغانستان

    د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA

  14. پنجشېر کې تازه جګړه؛ د مقاومت جبهې ویاند وايي، طالبان محاصره شوي

    په پنجشېر کې د طالبانو پر وړاندې د سیمه ییزو وسلوالو مخالفینو یا د (ملي مقاومت جبهې) ویاند فهیم دشتي وايي، په غره کې د یوې چاودنې له کبله په دشت ریوت سیمه کې طالبان محاصره شوي دي.

    نوموړی زیاتوي د طالبانو ټول تجهیزات او وسایط ځای پر ځای جامد پاتې دي. نوموړی زیاتوي په خاواک کوتل سیمه کې هم سخته جګړه روانه ده. خو بل لور ته طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

    له دې مخکې کابل کې د ایمرجنسي روغتون مسوولینو وویل، چې طالبانو د پنجشېر پر لور پرمختګ کړی او انابه سیمې ته رسېدلي دي، چې د دې روغتون یوه څانګه هم هلته فعاله ده.

    ایمرجنسي روغتون په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، چې پنجشیر کې د سختې جګړې له کبله د دوی فعالیتونه له ځنډ او خنډ سره نه دي مخامخ شوي او په وینا یې یو شمېر ټپیان په انابه سیمه کې د دوی روغاتیايي مرکز ته لېږدول شوي دي.

    ایمرجنسي مسوولین وايي، د جګړې له کبله د سیمې خلک له خپل کور کلي تښتېدلي دي او مخابراتي شبکې له ستونزو سره مخامخ دي.

    پنجشېر د افغانستان وروستی ولایت دی، چې تر اوسه د طالبانو له کنټروله بهر پاتې دی او د جبهه مقاومت په نامه وسله والو او طالبانو تر منځ له څو تېرو ورځو راهیسې دې سیمه کې خونړۍ نښتې شوې دي.

    له دې مخکې تېره شپه د افغانستان پرځول شوي ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح هغه رپوټونه رد کړل، چې ګواکې نوموړی له پنجشېره تښتېدلی دی، خو په ورته مهال نوموړی وايي، په سخت وضعیت کې دی.

    رپوټونو کې ویل شوي چې د پنجشېر جګړه کې تر اوسه پورې سلګونه کسان وژل شوي دي.

    افغانستان

    د عکس سرچینه، Getty Images

  15. افغانستان کې د هوايي ډزو له کبله ۱۷ کسان وژل شوي

    د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې د ځايي رسنیو له قوله ویل شوي چې افغانستان کې د تېرې شپې هوايي ډزو له کبله لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي دي.

    د افغانستان شخصي ټلویزیون طلوع نیوز په رپوټ کې بیا د کابل ایمرجنسي روغتون مسوولینو له قوله ویل شوي چې د دې ناڅاپي هوايي ډزو له کبله کابل کې ۱۷ کسان وژل شوي او ۴۱ نور ټپیان دي.

    ویل کېږي تېر ماښام د طالبانو لاس ته د پنجشېر ولایت لوېدو له ګنګوسو اورېدو وروسته طالبانو او د دوی پلویانو هوايي ډزې وکړې، چې له کبله یې یاده مرګژوبله رامنځته شوه.

    په خواله رسنیو کې د هوايي ډزو په هکله د خلکو له پراخ غبرګون وروسته د طالبانو ویاند او د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ذبیح الله مجاهد پر خواله رسنۍ ټویټر په کابل او نور افغانستان کې له طالبانو وغوښتل چې (هوايي) ډزې دې نه کوي.

    ښاغلي مجاهد په خپل ټویټر پیغام کې لیکلي، ''له هوايي ډزو ډډه وکړئ او پر ځای یې د الله تعالی شکر ادا کړئ.''

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  16. کابل کې د اسعارود بدلون او صرافۍ بازار' شهزاده سرای پرانیستل شو'

    طالبان وايي، په کابل کې د صرافۍ او اسعارو د تبادلې بازار بېرته فعال شویی دی. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د شهزاده سرای په نامه دغه بازار پرانیستل شوی دی.

    طالبانو د کابل له کنټرول ترلاسه کولو سره سم وویل چې بهر ته د ډالرو لېږدولو اجازه نه ورکوي، ځکه په وینا یې دې سره اقتصاد کمزوری کېږي.

    شهزاده سرای په افغانستان کې د اسعارو تبادلې او پیسو د لېږد تر ټولو لوی مرکز بلل کېږي.

    له دې مخکې د امریکا حکومت د پېسو لېږد ادارو ته اجازه ورکړه چې کولای شي افغانستان ته له بهره پیسې ولېږدوي او له هغه سملاسي وروسته د پېسو لېږد مهم نړیوال شرکت ویسټرن یونین په افغانستان کې د خپل فعالیت بېرته پیلولو اعلان وکړ.

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  17. کابل: د ښځو حقونو فعالانو لاریون په تاوتریخوالی اوښتی

    کابل کې د ښځو حقونو ځینې فعالانو او یو شمېر خبریالانو احتجاجي لاریون پر تاوتریخوالي اوښتی دی. له دې مخکې پرون هم د ښځو حقونو یو شمېر فعالانو د ښځو حقونو خوندیتوب لپاره ورته لاریون کړی و. د افغانستان شخصي ټلویزیون طلوع په رپوټ کې ویل شوي، تاوتریخوالی هغه مهال رامنځته شو، چې طالبانو د ولسمشرۍ ماڼۍ پر لور د لاریونوالو مخه ونیوه. لاریونوال وايي، طالبانو د دوی مخنیوي لپاره اوښکې بهوونکی ګاز کارولی.

    کابل

    د عکس سرچینه، social media

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  18. د پاکستان پوځي استخباراتو 'ای اېس ای' مشر کابل ته رسېدلی

    د پاکستان پوځي استخباراتو 'ای اېس ای' مشر جنرال فیض حمید شنبه سهار افغان پلازمېنې کابل ته رسېدلی دی.

    د پاکستاني رسنیو په وینا، نوموړی به د دې سفر پر مهال له طالب چارواکو سره ګوري او د راتلونکو تجارتي او امنیتي اړیکو او موضوعاتو په اړه به ورسره خبرې کوي.

    پر کابل د طالبانو تر واکمنۍ وروسته دا لومړی بهرني جګپوړی چارواکی دی چې افغان پلازمېنې ته سفر کوي.

    پاکستانۍ رسنۍ دا هم وایي چې نوموړی د طالبانو په بلنه کابل ته تللی، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته وویل، دا سفر د پاکستاني لوري په غوښتنه شوی او په اړه یې قطر کې د طالبانو له سیاسي دفتر سره اړیکه نیول شوې وه.

    ښاغلی مجاهد وایي، د دې سفر په ترڅ کې به د هوایي ډګرونو د بیا رغولو، پر ډیورنډ کرښه د تګ راتګ لارو کې د افغان کډوالو ستونزو او ځینو نورو موضوعاتو خبرې کېږي.

    د کابل سرینا هوټل کې ځینو بهرنیو خبریالانو د پاکستان د پوځي استخباراتو مشر نه د دې سفر په اړه پوښتنې کړې دي.

    جنرال حمید د یوه خبریال د پوښتنې ځواب کې ویلي، افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره کار کوي او په همدې اړه د خبرو لپاره کابل ته تللی.

    روانه اوونۍ اسلام اباد کې د پاکستاني پوځ یوې جګپوړې سرچینې بي بي سي ته ویلي وو، پاکستان به د افغان پوځ بیا منظمولو کې مرسته کوي.

    دا ګنګوسې هم شته چې د افغان پوځ شمېر به شاوخوا دوه لکو ته رسي. خو د پاکستان حکومت او یا هم طالبانو تر اوسه رسماً دا رپوټونه رد کړي یا تائید کړي نه دي.

    پاکستان

    د عکس سرچینه، ISPR

  19. د طالبانو واکمنۍ کې ژوند - "نارینه محرم دې چېرې دی؟"

    کابل کې د تلاشۍ یوه پوسته کې طالب وسلوال له یوې ځوانې مېرمنې پوښتنه کوي چې نارینه محرم یې چېرې دی. دا مېرمن د یوه ښاري ټکسي د شا سیټ کې سفر کوي.‌ پر ټکسي هم د طالبان بیرغ لګېدلی.

    طالب وسلوال مېرمنې ته وایي چې مېړه ته دې زنګ ووهه.‌ مېرمن ورته وایي چې تیلیفون یې ورسره نشته.‌

    طالب وسلوال دا مېرمن یو بل ټکسي ته سپاري. موټروان ته وایي، کور ته یې بوځه او له مېړه سره یې یو ځای بېرته دلته راوله.

    همداسې کېږي. لږ وروسته مېرمن له خپل مېړه سره د تلاشۍ هماغې پوستې ته راځي او ستونزه حل کېږي.‌

    که د کابل ښار ظاهري بڼه وګورئ نو هر څه عادي ښکاري، ژوند روان دی،‌ بازارونو او هټۍ پرانیستې دي او خلک ګرځي.

    خو حقیقت دا دی چې دې ښار کې ژوند بدل شوی.‌ اوس کابل د طالبانو د اعلامیو پر بنسټ اداره کېږي، او طالب وسلوال یې لارو کوڅو کې ښکاري.

    د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد څو ورځې وړاندې خپلو وسلوالو ته وویل، له خلکو سره باید نرم چلن وکړي، ځکه افغانان ډېر زیات کړېدلي دي.

    کابل

    د عکس سرچینه، ANADOLU AGENCY

  20. احمد مسعود: پنجشېر کې کلکه مبارزه دوام لري؛ خلک له خپلو برحقه غوښتنو لاس نه اخلي

    په پنجشېر کې د طالبانو پر وړاندې د سیمه ییزو وسلوالو مخالفینو یا د (ملي مقاومت جبهې) مشر احمد مسعود وایي، یاد ولایت کې د خلکو لخوا د طالبانو پر وړاندې کلکه مبارزه دوام لري او خلک له خپلو برحقه غوښتنو هېڅلکه نه تېرېږي.

    ښاغلي مسعود شنبه سهار پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، ماتې به یوازې هغه وخت خوړل کېږي چې خلک له خپلې برحقه مبارزې لاس واخلي.

    نوموړي پنجشېر کې د طالبانو پر ضد روان مقاومت او همدا راز هرات کې د یو شمېر ښځو لخوا د خپلو حقونو لپاره احتجاج ته په اشارې ویلي، خلک له هېڅ ګواښ وېره نه لري.

    احمد مسعود داسې مهال دا څرګندونې کوي چې پنجشېر کې د مقاومت جبهې او طالبانو ترمنځ نښتو زور اخیستی او دواړه خواوې یو بل ته د مرګژوبلې د اړولو ادعاوې کوي.

    طالبان وايي دې ولایت کې يې د خپلو مخالفينو پر وړاندې جګړه کې يو لړ پرمختگونه کړي او ځينې سیمې یې نیولې دي.

    خو د مقاومت ډلې مشرانو د طالبانو دا ادعا رد کړې او د دفاع پخواني وزیر بسم الله محمدي ویلي چې طالبانو درنه مرګژوبله اوښتې ده.

    د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح بي بي سي ته استولې ویډیو کې تایید کړې چې پنجشير کې حالات ښه نه دي، خو دوی مقاومت کوي.

    احمد مسعود

    د عکس سرچینه، MASSOUD FACEBOOK