د افغانستان په څو ولایتونو کې واوره ورېدلې ده

واوره
د عکس تشریح، وردګو کې واوره
د خپرېدو وخت

د افغانستان په يو شمېر ولايتونو کې تېره شپه واوره ورېدلې ده. په افغانستان کې د ځايي رسنيو له مخې په وردګ، بدخشان، پنجشېر، لوګر او غزني ولايتونو کې واوره شوې.

د پسرلي په دويمه مياشت کې د دې واورې ورېدو يو شمېر کروندګر او باغوانان اندېښمن کړي دي، دوی وايي ښايي سخت ساړه يې د مېوه لرونکو ونو ګلان له منځه يوسي.

دغه واوره په داسې حال کې شوې چې په دې وروستيو کې سختو بارانونو او سېلابونو په بېلابېلو ولايتونو کې درانه ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.

د طالبانو حکومت پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، د وروستيو سېلابونو او توپان له کبله د وژل شويو کسانو شمېر ۱۷۷ ته لوړ شوی دی.

د ياد وزارت چارواکي وايي، سېلابونو څه باندې دوه زره کورونه ويجاړ کړي او شاوخوا شل زره جرېبه ځمکه يې هم له منځه وړې ده.

واوره
د عکس تشریح، وردګو کې واوره
واوره
د عکس تشریح، د وردګو چک کې واوره
واوره
د عکس تشریح، د وردګو جغتو کې واوره
غزني کې واوره
د عکس تشریح، غزني کې واوره
واوره
د عکس تشریح، غزني کې واوره
پکتیا کې واوره
د عکس تشریح، پکتیا کې واوره
بدخشان کې واوره
د عکس تشریح، بدخشان کې واوره
بدخشان کې واوره
د عکس تشریح، بدخشان کې واوره