تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
عبدالاحد مومند، هغه افغان ستورمزلی چې فضا ته یې قرآن کریم ورسره یووړ
د افغانستان لومړنی ستورمزلی عبدالاحد مومند یکشنبه د ۶۷ کلونو په عمر جرمني کې له د نړۍ وکوچېد.
د هغه د کورنۍ یوه غړي طلا احمدزي بيبيسي ته ویلي، چې نوموړی له څه مودې راهیسې ناروغ و او تشخیص شوې وه، چې پر سرطان اخته دی.
عبدالاحد مومند له ۱۹۹۲ کال راهیسې له خپلې کورنۍ سره د جرمني په شتوتګارډ کې اوسېده.
هغه دوه لوڼې او يو زوى لري.
عبدالاحد مومند لومړنی افغان ستورمزلی و چې په ۱۹۸۸ کال یې میر فضايي مرکز ته د سفر پر مهال له ځان سره فضا ته قرآن کریم ولېږداوه او هلته یې تلاوت وکړ.
نوموړي له هغه ځایه له خپلې مور سره تلېفوني خبرې هم کړې وې او په دې توګه پښتو څلورمه رسمي ژبه شوه، چې په فضا کې ویل کېده.